وَمَا أُبَرِّئُ ۵۸۷ إبراهيم

رَبَّنَا إِنَّكَ تَعْلَمُ مَا نُخْفِي وَمَا نُعْلِنُ وَمَا يَخْفَى عَلَى اللَّهِ مِنْ شَيْءٍ فِي الْأَرْضِ وَلَا فِي السَّمَاءِ ﴿۳۸﴾ الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي وَهَبَ لِي عَلَى الْكِبَرِ إِسْمَاعِيلَ وَإِسْحَاقَ إِنَّ رَبِّي لَسَمِيعُ الدُّعَاءِ ﴿۳۹﴾ رَبِّ اجْعَلْنِي مُقِيمَ الصَّلَاةِ وَمِنْ ذُرِّيَّتِي رَبَّنَا وَتَقَبَّلْ دُعَاءِ ﴿۴۰﴾ رَبَّنَا اغْفِرْ لِي وَلِوَالِدَيَّ وَلِلْمُؤْمِنِينَ يَوْمَ يَقُومُ الْحِسَابُ ﴿۴۱﴾ وَلَا تَحْسَبَنَّ اللَّهَ غَافِلًا عَمَّا يَعْمَلُ الظَّالِمُونَ إِنَّمَا يُؤَخِّرُهُمْ لِيَوْمٍ تَشْخَصُ فِيهِ الْأَبْصَارُ ﴿۴۲﴾

ای ربه ځمونږ یقیناً ته پوهیږی په هغه څیزچه مونږ پټؤو اوپه هغه څیزچه ښکاره کوواونه پټیږی په اللّه تعالٰی هیڅ څیزشی په ځمکه کښی اونه په آسمان کښی ﴿۳۸﴾
ټول صفتونه د الوهیت خاص اللّه تعالٰی لره دی هغه ذات چه رااوبخوئ ماته سره د زوړوالی نه اسمٰعیل او اسحٰق یقیناً رب ځما خامخا قبلوونکی ددعا دی ﴿۳۹﴾
ای ربه اوگرځوی ما پابندی کوونکی دمانځه اوداولاد ځمانه هم، ای ربه ځمونږاو قبوله کړی دعا ځما ﴿۴۰﴾
ای ربه ځمونو اوبخی ما اوموراوپلارځما اوټول مؤمنان په کومه ورځ چه شروع کیږی حساب ﴿۴۱﴾
﴿۴۲﴾

[۳۹-۳۸] په دی دواړه آیتونوکښی ذکردی توسل دابراهیم علیه السلام په صفاتو د اللّه تعالٰی سره اودا شرعی وسیله ده (مَا نُخْفِي وَمَا نُعْلِنُ) عام دی ټولو اقوالو او افعالودانسانانوته (وَمَا يَخْفَى) په دی کښی دماقبل نه زیات عموم دی سیوا دانسانانونه نورڅیزونوته هم شامل دی اودا قول هم دابراهیم علیه السلام دی اوبعضو وئیلی دی چه دا قول د اللّه تعالٰی دطرف نه دی دپاره دتتمه دقول د ابراهیم علیه السلام -
[۴۱-۴۰] داقامت د صلوٰة نه مراد اقامت دټول دین دی اوپه دی دواړو آیتونوکښی دعا دابراهیم علیه السلام ده دپاره دخپل ځان او دپاره داولاد اودپاره دموراوپلار اودټول مؤمنانو - اودعا دابراهیم علیه السلام په مغفرت سره دپاره دپلار خپل په هغه وخت وه چه ده ته لانه وه معلومه شوی چه دی دښمن د اللّه تعالٰی دی اودا ذکرشوی ده په سورة توبه (۱۱۴) کښی - اوپه دی آیت کښی ورخ دحساب ئی په دی وجه خاص کړی ده چه دمغفرت فائده ښکاره کیږی په ورځ دحساب
[۴۳-۴۲] په دی آیت کښی تسلی ده رسول ته په مخالف کولو دظالمانو ددین دابراهیم علیه السلام نه اوپه دی دواړو آیتونو کښی تخویف اخروی هم دی په ذکردهیبت دقیامت سره او داسی وئیلی دی میمون ابن مهران چه داآیت وعید دی دپاره دظالم اوتعزیه ده دپاره دمظلوم (تَشْخَصُ) شخوص دی ته وئیلی شی چه د هیبت دوجی نه سترگی وازی وی اونه رپیږی - مطلب دآیت دادی چه دهیبت اثربه ددوی په سترگو اوسرونو او زړونوباندی وی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>