وَمَا أُبَرِّئُ ۵۸۸ إبراهيم
مُهْطِعِينَ مُقْنِعِي رُءُوسِهِمْ لَا يَرْتَدُّ إِلَيْهِمْ طَرْفُهُمْ وَأَفْئِدَتُهُمْ هَوَاءٌ ﴿۴۳﴾ وَأَنْذِرِ النَّاسَ يَوْمَ يَأْتِيهِمُ الْعَذَابُ فَيَقُولُ الَّذِينَ ظَلَمُوا رَبَّنَا أَخِّرْنَا إِلَى أَجَلٍ قَرِيبٍ نُجِبْ دَعْوَتَكَ وَنَتَّبِعِ الرُّسُلَ أَوَلَمْ تَكُونُوا أَقْسَمْتُمْ مِنْ قَبْلُ مَا لَكُمْ مِنْ زَوَالٍ ﴿۴۴﴾ وَسَكَنْتُمْ فِي مَسَاكِنِ الَّذِينَ ظَلَمُوا أَنْفُسَهُمْ وَتَبَيَّنَ لَكُمْ كَيْفَ فَعَلْنَا بِهِمْ وَضَرَبْنَا لَكُمُ الْأَمْثَالَ ﴿۴۵﴾ وَقَدْ مَكَرُوا مَكْرَهُمْ وَعِنْدَ اللَّهِ مَكْرُهُمْ وَإِنْ كَانَ مَكْرُهُمْ لِتَزُولَ مِنْهُ الْجِبَالُ ﴿۴۶﴾
منډی به وهی اچت کړی به ئی وی سرونه خپل نه به راگرځی دوئ ته سترگی ددوئ او زړونه ددوئ به خالی وی (دپوهی نه) ﴿۴۳﴾
اوویره ورکړه خلقو ته دداسی ورځ نه چه رابه شی په دوئ باندی عذاب پس وائی به هغه کسان چه ظالمان دی ای ربه ځمونږ مهلت راکړی مونږلره نیټی نزدی ته قبول به کړو مونږ (دتوحیدستا) او تابعداری به اوکړو د رسولانو آیا تاسو قسمونه نه ووکړی ددی په پخوا چه نه به وی تاسولره هیڅ فنا ﴿۴۴﴾
او اوسیدلی ئی تاسوپه ځایونود اوسیدلو دهغه کسانو کښی چه ظلم کړی وو په ځانونوخپلو اوښکاره شوی ده تاسو چه څرنگ کارکړی دی مونږ ددوئ سره اوبیان کړی دی مونږتاسو ته مثالونه ﴿۴۵﴾
اویقیناً مکرونه کړی وو دوئ مکرونه خپل اوپه نیزد اللّه تعالٰی مکرددوئ دی اونه دی مکرددوئ چه لری شی دوجی دهغی نه غرونه ﴿۴۶﴾
[۴۴] دا عطف دی په ولاتحسبن باندی یعنی په وخت دمهلت ددوی کښی انذاراوکړه - په دی آیت کښی تخویف دنیوی دی ځکه چه مراد دنیا نه عذاب ددنیا دی په دلیل ددی لفظ سره چه رَبَّنَا أَخِّرْنَا اود بعضو مفسرینوپه نیز دیوم او العذاب نه مراد ورځ د عذاب دقیامت ده او أَخِّرْنَا په معنیٰ د ارجعنا (واپس کړی مونږدنیا ته) دی - اوپه دی آیت کښی اشاره ده چه مخالفت کول دظالمانو په دوو طریقو سره وی یوانکار ددعوت دتوحید نه اودوهم انکاردتابعداری درسول نه (مَا لَكُمْ مِنْ زَوَالٍ مراد دزوال نه عذاب دی یامراد دزوال نه فنا ده نوحاصل د معنیٰ دادی چه نیشته تاسولره فنا په اجتماعی طورسره یعنی ددنیا دفنانه تاسو انکارکوؤلکه اوس هم دا عقیده ده دملحدینو اگرچه دافرادو دمرگ نه انکار نه شی کولی لیکن دنیا قدیم گنړی اودقیامت نه انکار کوی -
[۴۵] په دی آیت کښی زجردی منکرینوته چه ستاسو دانکاردپاره هیڅ وجه نه وه په ددی دری حالتونونه اول داچه دتیروشووظالمانوکورونه تاسو لیدلی وو اودهغوئ دعذابونو نښی تاسوته ښکاره شوی وی اوتاسوته واقعات دعذاب هم بیان شوی وو نوتاسو عبرت ولی نه اخستو اوددی حالاتو خلاصه داده چه مشاهدی سره تاسوته علم حاصل شوی دی اودارنگ دمخکنوپه تاریخ واقعاتو اوریدلوسره اودارنگ دوحی په ذریعه سره -
[۴۶] مراد دمکرددوئ نه شرک کول او انکاردرسولانو دی یامراد ددی نه مقابله کول دی دانبیاؤ اود مؤحدینو سره په مختلفو تدبیرونو سره (وَإِنْ كَانَ مَكْرُهُمْ لِتَزُولَ مِنْهُ الْجِبَالُ) په دی کښی یوتوجیه داده چه ددوئ مکرونه کمزوری دی په هغی د اللّه تعالٰی غرونه نه شی بی ځایه کولی په دی کښی جبال په خپله معنیٰ سره مراد دی اوسپکوالی دمکرونو مراد دی دوهمه توجیه داده چه مراد دجبال نه توحید او دین دانبیاؤ دی په طریقه دمثال سره نوجبال په معنیٰ مثالی سره دی - اواِن وصیله دی یا مخفف عن المثقل دی اولام مفتوح دی اوداپه قراءة دعبداللّه بن مسعود کښی شته -