رُبَمَا ۵۹۴ الحجر
وَحَفِظْنَاهَا مِنْ كُلِّ شَيْطَانٍ رَجِيمٍ ﴿۱۷﴾ إِلَّا مَنِ اسْتَرَقَ السَّمْعَ فَأَتْبَعَهُ شِهَابٌ مُبِينٌ ﴿۱۸﴾ وَالْأَرْضَ مَدَدْنَاهَا وَأَلْقَيْنَا فِيهَا رَوَاسِيَ وَأَنْبَتْنَا فِيهَا مِنْ كُلِّ شَيْءٍ مَوْزُونٍ ﴿۱۹﴾ وَجَعَلْنَا لَكُمْ فِيهَا مَعَايِشَ وَمَنْ لَسْتُمْ لَهُ بِرَازِقِينَ ﴿۲۰﴾ وَإِنْ مِنْ شَيْءٍ إِلَّا عِنْدَنَا خَزَائِنُهُ وَمَا نُنَزِّلُهُ إِلَّا بِقَدَرٍ مَعْلُومٍ ﴿۲۱﴾
اوساتنه کړی ده مونږد آسمان دهرشیطان رټلی شوی نه ﴿۱۷﴾
مگرهغه شیطان چه غوږ سارنه اوکړی پس روانه شی په هغه پسی شغله ښکاره ﴿۱۸﴾
اوځمکه خوره کړی ده مونږ اواچولی دی مونږپه هغی کښی پاخه غرونه او زرغون کړی دی مونږپه دی کښی هرڅیز وزنی (په اندازه) ﴿۱۹﴾
اوپیدا کړی دی مونږتاسولره په دی کښی اسباب دژوند تیرولو او داسی خلق چه تاسو هغوی له روزی نه شئ ورکولی ﴿۲۰﴾
اونیشته هیڅ شی مگرمونږ سره دهغی خزانی دی اونه راکوځوو مگرپه اندازه مقرر سره ﴿۲۱﴾
[۱۷] په دی آیت کښی دریم صفت دقدرت ذکردی چه هغه حفاظت دی په ستورو سره -
[۱۸] په دی آیت کښی طریقه دحفاظت ذکرده چه هغه ویشتل دشیطانانودی لکه سورة جن آیت (۹،۸) کښی اوصافات (۱۰،۹،۸) کښی چه ذکردی -
[۱۹] په دی آیت کښی دری صفات دقدرت ذکردی او مَد دځمکی په قرآن کښی دری کرته ذکردی سورة رعد آیت (۳) اوسورة ق آیت (۷) اودا سورة اوپه لفظ ددحو سره ذکر دی په سورة نازعات آیت (۳۰) کښی اوپه لفظ دفرش سره ذکر دی په سورة ذاریات آیت (۴۸) اوسورة بقره آیت (۲۲) کښی اومراد ددی ټولونه جوړول دځمکی دی په داسی طریقه سره انسانان دهغی نه فائده اخستی شی اوکوم چه مد دځمکی دی په علاماتودقیامت کښی لکه په سورة انشقاق آیت (۳) کښی نومراد دهغی دادی چه دځمکی نه به غرونه او ډیرئ او کندی لری کړی شی اویومیدان به شی (مَوْزُونٍ) مراد ددی نه هغه څیزونه دی چه تللی کیدی شی په وزن سره لکه سره زو او سپین زر اوتانبه وغیره شوه یامراد دموزون هغه شی دی چه مناسب وی دحکمت د اللّه تعالٰی سره -
[۲۰] په دی آیت کښی یوصفت دقدرت ذکردی (مَعَايِشَ) ددی نه مراد اسباب دژوند تیرولو دی (وَمَنْ لَسْتُمْ لَهُ بِرَازِقِينَ) ددی نه مراد څاروی او وحوش اوطیور اواولاد او خدمتگاران دی - نوفائدی دمخلوق دی اوروزی ورله اللّه تعالٰی ورکوی -
[۲۱] په دی آیت کښی دوه صفتونه دقدرت ذکر دی اوپه دی آیت کښی دلیل دی چه خزانی درزق وغیره اللّه تعالٰی دخپل حکمت مناسب تقسیموی اوپه هغه باندی څه اعتراض نشی کیدی -
فائده: دا آیت دلیل دی په دی خبره چه څوک عقیده لری چه اختیار دخزانو د اللّه تعالٰی نبی یا ولی له ورکړی شوی دی نوهغه مشرک دی لکه چه جاهلان داتا و گنج بخش په لاهور کښی دعلی هجویری په صفت کښی وائی -