رُبَمَا ۵۹۵ الحجر

وَأَرْسَلْنَا الرِّيَاحَ لَوَاقِحَ فَأَنْزَلْنَا مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَأَسْقَيْنَاكُمُوهُ وَمَا أَنْتُمْ لَهُ بِخَازِنِينَ ﴿۲۲﴾ وَإِنَّا لَنَحْنُ نُحْيِي وَنُمِيتُ وَنَحْنُ الْوَارِثُونَ ﴿۲۳﴾ وَلَقَدْ عَلِمْنَا الْمُسْتَقْدِمِينَ مِنْكُمْ وَلَقَدْ عَلِمْنَا الْمُسْتَأْخِرِينَ ﴿۲۴﴾ وَإِنَّ رَبَّكَ هُوَ يَحْشُرُهُمْ إِنَّهُ حَكِيمٌ عَلِيمٌ ﴿۲۵﴾ وَلَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنْسَانَ مِنْ صَلْصَالٍ مِنْ حَمَإٍ مَسْنُونٍ ﴿۲۶﴾ وَالْجَانَّ خَلَقْنَاهُ مِنْ قَبْلُ مِنْ نَارِ السَّمُومِ ﴿۲۷﴾

او لیږلی دی مونږ هواگانی پورته کوونکی دوریځو پس را اوورو مونږد آسمان دطرف نه اوبه پس څښکووتاسو ته هغه اونه ئی تاسو جمع کؤونکی هغی لره ﴿۲۲﴾
اویقیناً مونږ ژوندی کول او مړه کول کؤو اومونږ یو پاتی کیدونکی ﴿۲۳﴾
اویقیناً پیژنو مخکنی ستاسونه او یقیناً پیژنو روستنی خلق ﴿۲۴﴾
اویقیناً ستارب هغه به جمع کړی دوئ‌ لره یقیناً هغه حکمتونو والادی پوهه دی په هرڅه باندی ﴿۲۵﴾
اویقیناً پیداکړی دی مونږانسان دټینگارکؤونکی دخټی زړی شوی نه ﴿۲۶﴾
اوپلار دپیریانوپیداکړی دی مونږمخکښی (دآدم علیه السلام) نه داورنه چه گرم بادوالا وو ﴿۲۷﴾

[۲۲] په دی آیت کښی دری صفات دقدرت ذکردی اوپه آخرکښی عجزدمخلوق ذکرکړی دی په دی لفظ سره وَمَا أَنْتُمْ لَهُ بِخَازِنِينَ (لَوَاقِحَ) په معنیٰ دحوامل دی یعنی هواگانی پورته کوی وریځی او اوبه اوخاوری دوړی وغیره اودارنگ په اونوکښی پانړی میوی پیدا کوی -
[۲۳] په دی آیت کښی دری صفات دقدرت ذکردی (وَنَحْنُ الْوَارِثُونَ) مراد د وارث نه آخری مالک دی اوداسی په سورة العمران (۱۸۰) اوسورة مریم (۸۰،۴۰) کښی ذکردی -
[۲۴] په دی آیت کښی صفت د علم د اللّه تعالٰی ذکردی په طریقی داحاطی سره - او مستقدمین او مستاخرین عام اوشامل الفاظ دی ددی لاندی داخل دی هغه خلق چه مخکښی تیرشوی دی اوهغه چه لاروستودی یعنی پیدا شوی نه دی اودارنگ هغه څوک چه مړه دی اوهغه څوک چه اوس ژوندی دی اودارنگ مخکنی امتونه اودا امت اودارنگ هغه څوک چه وړاندی دی په خیراوپه طاعت کښی اوهغه څوک چه روسته پاتی دی په گناه اوپه شرکښی، اودارنگ مخکنی صفونه دجهاد اوروستنی صفونه دجهاد، اودارنگ مخکنی صفونه دمانځه اوروستنی صفونه دمانځه اودارنگ هغه څوک چه شهید شوی دی په جهاد کښی اوهغه څوک چه نه دی شهید شوی - اودارنگ تیرشوی مخلوق اوروستنی مخلوق نومعلومه شوه چه د اللّه تعالٰی دعلم نه هیڅ شی بهرنه دی -
[۲۵] په دی آیت کښی یوصفت دقدرت ذکردی اودوه اسماء‌ حسنیٰ ‌ذکر دی -
[۲۶] په دی آیت کښی هم یوصفت دقدرت دی چه هغه پیداکول دآدم علیه السلام دی او (صَلْصَالٍ) اوچه خټه چه گډه وی دشگوسره اوکړنگار کوی خوپه اورسره نه وی پخ شوی اوچه په اورکښی پخه شی نوهغه ته فخاروائي او (حَمَإٍ) هغه خټه چه ډیروخت لونده پری خودی شی نوخمبیره شی او رنگ ئی بدل شی توروالی طرف ته (مَسْنُونٍ) هغه چه ډیرکلونه ورباندی تیرشی نو زړه شی -
فائده: ترتیب دپیدایش دآدم علیه السلام دادی چه اول خاوره وه (تراب) بیالونده شوه نوخټه شوه (طین) بیاڅه وخت پریخودی شوه نوسلیخناکه شوه (لازب) بیا څه وخت پریخودی شوه نو خمبیره شوه اورنگ ئی بدل شو نو حَمَإٍ مَسْنُونٍ شو بیا ښه اوچه شوه چه کړنگار ئی کوو نو صَلْصَالٍ شو او آواز ئی مشابه وو دټکری سره نو كَالْفَخَّارِ شو -
[۲۷] په دی آیت کښی هم یوصفت دقدرت ذکردی چه پیدایش دجان دی داور نه چه هغی سره تیزه گرمه سیلئ وه او لوگی ورسره نه وؤ او (الْجَانَّ) کښی دوه قوله دی یودادی چه جان دجناتوپلار دی او مخکښی وؤ د ابلیس نه او ابلیس خو پلار دشیطانانو دی دوهم قول دادی چه جان او ابلیس یودی اول قول غوره دی (السَّمُومِ) هغه هوا چه گرمه وی اوورننوځی په مساماتودبدن کښی -
فائده: هغه حدیث چه امام مسلم رحمة اللّٰه علیه راوړی دی اودلالت کوی چه د آسمانونو او دځمکی پیدایش پسی متصل آدم علیه السلام پیداشوی دی هغه په ظاهرکښی ددی آیت نه خلاف دی ددی وجی نه محدثینو هغه رد کړی دی ، اوابن کثیرپه خپل تفسیرکښی دا تفصیل راوړی دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>