رُبَمَا ۵۹۶ الحجر
وَإِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلَائِكَةِ إِنِّي خَالِقٌ بَشَرًا مِنْ صَلْصَالٍ مِنْ حَمَإٍ مَسْنُونٍ ﴿۲۸﴾ فَإِذَا سَوَّيْتُهُ وَنَفَخْتُ فِيهِ مِنْ رُوحِي فَقَعُوا لَهُ سَاجِدِينَ ﴿۲۹﴾ فَسَجَدَ الْمَلَائِكَةُ كُلُّهُمْ أَجْمَعُونَ ﴿۳۰﴾ إِلَّا إِبْلِيسَ أَبَى أَنْ يَكُونَ مَعَ السَّاجِدِينَ ﴿۳۱﴾ قَالَ يَا إِبْلِيسُ مَا لَكَ أَلَّا تَكُونَ مَعَ السَّاجِدِينَ ﴿۳۲﴾
اوکله چه اوئیل ستارب ملائکوته یقیناً زه پیدا کوونکی یم یوبشرلره دټینگار کؤونکی دخټی زړی شوی نه ﴿۲۸﴾
پس هرکله چه برابرئی کړم او پوکم په هغی کښی دروح خپل نه پس پریوځئ هغه ته سجده کؤونکی ﴿۲۹﴾
نو سجده اوکړه ملائکو ټولوپه جمع سره ﴿۳۰﴾
مگرابلیس انکار اوکړو چه شی د سجده کؤونکو نه ﴿۳۱﴾
اللّه تعالٰی اوفرمایل ای ابلیسه څه عذر دی ستا چه نه شوی د سجده کؤونکو سره ﴿۳۲﴾
[۲۸] ددی آیت نه تر (۴۲) پوری واقعه دسجود د آدم علیه السلام ده اودا دریم کرت دی ددی واقعی دذکرکولو په قرآن کریم کښی اولوی مقصد ددی نه په دی سورة کښی تخویف دی منکرینوته لکه چه ابلیس انکارکړی وو د حکم د اللّه تعالٰی نه دوجی د استکبارنه نوهغه له عذاب ورکړی شو په رجم سره اوپه لعنت سره ترورځ دجزا پوری - نودارنگ چه څوک انکارکوی دتوحید د اللّه تعالٰی نه په ضدوعناد اوتکبرسره نودهغه عاقبت هم عذاب دی اودا آیت صریح دلیل دی چه آدم علیه السلام بشروونو اولاد دهغه هم بشردی که انبیاء وی اوکه اولیاء وی اوکه عام انسانان وی -
[۲۹] (مِنْ رُوحِي) روح نه مراد هغه شی دی چه په هغی سره په بدن کښی ژوند پیداکیږی اوهغه مخلوق دی خو اللّه تعالٰی ته ئی اضافت شوی دی دپاره دشرافت (سَاجِدِينَ) قرطبی وئیلی دی چه مراد ددی نه سجده دسلام اوداکرام ده نه دعبادت -
[۳۱-۳۰] تفصیل دسجدی اود استثناء ابلیس مخکښی سورة بقره او سورة اعراف کښی تیرشوی دی -
فائده: دسورة بقری دترتیب نه معلومیږی چه امردسجدی ملائکوته پس دپیدایش دآدم علیه السلام اود استخلاف دهغه نه وو اوددی سورة دآیتونو نه معلومیږی چه حکم دسجدی ملائکوته دآدم علیه السلام نه مخکښی وو داپه ظاهرکښی تعارض دی - نوغوره جواب ددی دادی چه دپیدایش د آدم علیه السلام نه مخکښی امرتعلیقاً کړی شوی وواوهرکله چه پیداشو او خلیفه شو نوملائکو ته امردسجدی تنجیزاً اوکړی شو نوحاصل دادی چه په دی سورة کښی دآیت (۲۹) او (۳۰) په مینځ کښی کلام محذوف دی اوهغه دادی چه آدم علیه السلام پیدا کړی شو اوخلیفه اوگرځولی شو اوتعلیم د آسماؤ ورته اوکړی شو نوامراوکړی شو ملائکوته چه اُسجُدُوْا لِآدَمَ -
[۳۲] په دی آیت کښی اشاره ده چه ابلیس یوگناه دا کړی وه چه امرد اللّه تعالٰی ئی اونه منلو هغه په لفظ ابٰی سره ذکرشو اودوهمه گناه دا وه چه دجماعت دملائکونه ئی مخالفت اوکړو -