رُبَمَا ۵۹۷ الحجر
قَالَ لَمْ أَكُنْ لِأَسْجُدَ لِبَشَرٍ خَلَقْتَهُ مِنْ صَلْصَالٍ مِنْ حَمَإٍ مَسْنُونٍ ﴿۳۳﴾ قَالَ فَاخْرُجْ مِنْهَا فَإِنَّكَ رَجِيمٌ ﴿۳۴﴾ وَإِنَّ عَلَيْكَ اللَّعْنَةَ إِلَى يَوْمِ الدِّينِ ﴿۳۵﴾ قَالَ رَبِّ فَأَنْظِرْنِي إِلَى يَوْمِ يُبْعَثُونَ ﴿۳۶﴾ قَالَ فَإِنَّكَ مِنَ الْمُنْظَرِينَ ﴿۳۷﴾ إِلَى يَوْمِ الْوَقْتِ الْمَعْلُومِ ﴿۳۸﴾
اوئیل هغه زه نه یم چه سجده اوکړم بشرته چه تا جوړکړی دی دټینگارکؤونکی دخټی زړی شوی نه ﴿۳۳﴾
اوفرمائیل اللّه تعالٰی پس اوځه ددی ځای نه پس یقیناً ته رټلی شوی ئی ﴿۳۴﴾
اویقیناً په تاباندی لعنت دی ترورځ دجزا پوری ﴿۳۵﴾
اوئیل هغه ای ربه نو مهلت راکړه مالره دورځ دوباره پورته کیدو پوری ﴿۳۶﴾
اوفرمائیل اللّه تعالٰی پس یقیناً ته د مهلت ورکړی شؤو نه ئی ﴿۳۷﴾
تر ورځ دوخت مقرر پوری ﴿۳۸﴾
[۳۳] داجواب دده په طریقه دحسد اودتکبرسره وؤ -
[۳۵-۳۴] دی آیتونو کښی عذاب دابلیس ذکردی اول راویستل دهغه دجنت نه د جماعت دملائکونه او آسمانونونه، اودوهم رجم دهغه چه مراد دهغی نه رټل اوشړل دی ددربار د اللّه تعالٰی نه یاداچه ویشتلی کیږی به په شغلوسره دی او اولاد دده، اودوهم عذاب دلعنت دی تر ورځ دجزا پوری اوپه ورځ دجزا کښی بیا عذاب ابدی دی اودارنگ ذکردی په سورة ص آیت (۷۷) ا و (۷۸) کښی -
[۳۶] دا هم زیات جرم دده دی چه توبه ئی اونه کړه بلکه مهلت ئی اوغوښتلو دپاره دگمراه کولو دخلقو (إِلَى يَوْمِ يُبْعَثُونَ) اراده دابلیس دا وه چه په دی مهلت سره دمرگ نه بچ شم ځکه چه په ورځ دبعث او دهغی نه روسته مرگ نیشته -
[۳۷] (الْمُنْظَرِينَ) هغه خلق دی چه ژوندی به وی د اولی شپیلئ په وخت کښی اوبیا به فنا شی -
[۳۸] ددی نه ورځ دفنا کیدلو د ټولو خلقو مراد ده نواشاره شوه دیته چه ابلیس به هم هغه وخت کښی مړ کیږی هغه وخت ته ئی مَعْلُوم ځکه اووئیل چه دهغی حالات اوصفات په قرآن او په حدیث کښی بیان شوی دی دامراد نه دی چه ده هغی تاریخ مخلوق ته معلوم دی ځکه چه علم دهغی خاص دی په اللّه تعالٰی پوری -