رُبَمَا ۵۹۸ الحجر

قَالَ رَبِّ بِمَا أَغْوَيْتَنِي لَأُزَيِّنَنَّ لَهُمْ فِي الْأَرْضِ وَلَأُغْوِيَنَّهُمْ أَجْمَعِينَ ﴿۳۹﴾ إِلَّا عِبَادَكَ مِنْهُمُ الْمُخْلَصِينَ ﴿۴۰﴾ قَالَ هَذَا صِرَاطٌ عَلَيَّ مُسْتَقِيمٌ ﴿۴۱﴾ إِنَّ عِبَادِي لَيْسَ لَكَ عَلَيْهِمْ سُلْطَانٌ إِلَّا مَنِ اتَّبَعَكَ مِنَ الْغَاوِينَ ﴿۴۲﴾ وَإِنَّ جَهَنَّمَ لَمَوْعِدُهُمْ أَجْمَعِينَ ﴿۴۳﴾

اوئیل هغه ای ربه په دی وجه چه تا زه بی لاری کړم نو خامخا ښائسته به ښکاره کؤوم دوئ‌ ته د دنیا په څیزونو کښی اوگمراه کؤوم به دوئ ټولو لره ﴿۳۹﴾
سیوا دبندگانو ستا ددوئ نه چه بچ ساتلی شوی دی ﴿۴۰﴾
اوفرمائیل اللّه تعالٰی دا لار ده په ماباندی نیغه ﴿۴۱﴾
یقیناً بندگان ځما نیشته تالره په دوئ باندی وس دگمراه کولو سیوا دهغه چانه چه تابعداری کوی ستا دسرکشانونه ﴿۴۲﴾
او یقیناً جهنم ځای مقررشوی دی دوی ټولو لره ﴿۴۳﴾

[۳۹] (بِمَا أَغْوَيْتَنِي) با سببیه ده اومراد داغواء نه گمراه کول دی یاحکم کول دی هغه ته په وتلوسره د جنت او آسمانونونه (فِي الْأَرْضِ) مراد ځمکی نه دنیا اود دنیا مالونه وغیره دی - مراد دتزیین فی ا لارض نه مشغول کول دی په مخبت ددنیا سره په طریقه دوسوسو اچولو اومراد داغواء انساناتوته ښائسته کول دگناهونو او ترغیب ورکول گناهونوته دی په طریقه دوسوسی سره -
[۴۰] په دی کښی اشاره ده چه نیکان بندگان د ابلیس نه په بچ کیدلوکښی اللّه تعالٰی ته محتاج دی ځکه چه مخلصین ئی په صیغه دمفعول سره ذکر کړی دی -
فائده: دا آیت دلیل دی په عصمت د انبیاء‌ علیهم السلام دټولو گناهونونه ځکه که انبیاء علیهم السلام معصوم نه شی نوهغه نورخلق چه ددی آیت مصداق وی هغوی به غوره شی دانبیاؤ نه اوداد اصولو دشرعی نه خلاف ده -
[۴۱] په دی آیت کښی یوتوجیه داده چه (هَذَا) اشاره ده عبدیت د اللّه تعالٰی ته چه په لفظ د (عِبَادَكَ) ذکر شو، نو معنیٰ داده چه دا بندگی کول د اللّه تعالٰی نیغه لاره ده چه زما په ‌ذمه بیانول دهغی دی (عَلَيَّ) سره تقدیر دعبارت دی یعنی عَلَيَّ بیانه و هدَایتُه - او دوهمه توجیه داده چه بندگی د اللّه تعالٰی نیغه لار ده زما طرف ته بنا په دی سره عَلَيَّ په معنیٰ د الٰی سره دی او دریمه توجیه داده چه هذا کښی اشاره ده مضمون دآیت روستنی ته یعنی دغه فیصله ده مضبوطه زما په نیز باندی یعنی مُسْتَقِيمٌ نه مراد عدل دی او عَلَيَّ په معنیٰ واجب علیَّ دی -
[۴۲] په روستو توجیه سره دا بیان دهذا صراط دی اوپه مخکنو توجیهاتوسره دا علت دی د (۴۰) دپاره - که څوک شبهه اوکړی چه په سورة ابراهیم آیت (۲۲) کښی معلومه شوی ده چه دشیطان په خپلو تابعدارانو باندی هیڅ سلطان نیشته او دا رنگ سورة سبا (۲۱) کښی، او دی آیت نه معلومیږی چه دده په خپلو تابعدارانوباندی سلطان شته دی داپه ظاهرکښی تعارض دی، نوجواب دادی چه دلته سلطان نه مراد اغواء او گمراه کول دی په داسی طریقه چه توبه نه اوباسی اودا سلطان شیطان دپاره خاص دی دهغه د تابعدارو پوری لکه په سورة نحل (۱۰۰) کښی، اوسورة ابراهیم کښی دسلطان نه مراد دلیل یا زور دی اودا استثناء منقطع ده (الْغَاوِينَ) کښی اشاره ده چه غوایت دحکم د اللّه تعالٰی نه سبب دی دپاره دتسلط د شیطان په هغوی باندی -
[۴۴-۴۳] په دی آیتونو کښی تخویف اخروی دی تابعدارو د ابلیس ته -
فائده: هرکله چه دتابعدارو د ابلیس لوی ډلی اووه (۷) دی (۱) عام گنهکار ددی آمت، او (۲) نصاریٰ او (۳) یهود (۴) صابئون (۵) مجوس او (۶) مشرکان غیرکتابی او (۷) منافقین نوددی دپاره ئی ذکرکړه اوه (۷) ابواب دجنهم چه هغه (۱) جهنم دی اوبیا (۲) لظئ ده اوبیا (۳) حطمه اوبیا (۴) سعیر اوبیا (۵) سقر اوبیا (۶) جحیم اوبیا (۷) هاویه - قرآن کریم چه کوم سورة او آیت کښی ددی نه یوه طبقه ذکرشوی ده نوورسره دهغی مناسب اهل معصیت هم ذکردی هغوی ته مقسوم وئیلی کیږی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>