رُبَمَا ۵۹۹ الحجر

لَهَا سَبْعَةُ أَبْوَابٍ لِكُلِّ بَابٍ مِنْهُمْ جُزْءٌ مَقْسُومٌ ﴿۴۴﴾ إِنَّ الْمُتَّقِينَ فِي جَنَّاتٍ وَعُيُونٍ ﴿۴۵﴾ ادْخُلُوهَا بِسَلَامٍ آمِنِينَ ﴿۴۶﴾ وَنَزَعْنَا مَا فِي صُدُورِهِمْ مِنْ غِلٍّ إِخْوَانًا عَلَى سُرُرٍ مُتَقَابِلِينَ ﴿۴۷﴾ لَا يَمَسُّهُمْ فِيهَا نَصَبٌ وَمَا هُمْ مِنْهَا بِمُخْرَجِينَ ﴿۴۸﴾ نَبِّئْ عِبَادِي أَنِّي أَنَا الْغَفُورُ الرَّحِيمُ ﴿۴۹﴾ وَأَنَّ عَذَابِي هُوَ الْعَذَابُ الْأَلِيمُ ﴿۵۰﴾ وَنَبِّئْهُمْ عَنْ ضَيْفِ إِبْرَاهِيمَ ﴿۵۱﴾ إِذْ دَخَلُوا عَلَيْهِ فَقَالُوا سَلَامًا قَالَ إِنَّا مِنْكُمْ وَجِلُونَ ﴿۵۲﴾

د هغی اووه دروازی دی دهری دروازی دپاره ددوئ نه برخه مقررشوی ده ﴿۴۴﴾
یقیناً متقیان خلق به په باغونو اوچینوکښی وی ﴿۴۵﴾
(وئیلی کیږی به) ور ننوځئ دی ته په سلامتیاسره بی غمه به وی ﴿۴۶﴾
او اوباسو به هغه چه ددوئ په سینوکښی څه خفگان وی رونړه به وی (ارام به کوی) په تختونو باندی یوبل ته به مخامخ وی ﴿۴۷﴾
نه به رسی دوی ته په هغی کښی ستړی کیدل اونه به دوئ‌ دهغی نه ویستلی کیدی شی ﴿۴۸﴾
خبرکړه بندگان ځما چه یقیناً زه بخنه کؤونکی رحم کؤونکی یم ﴿۴۹﴾
اویقیناً ځما عذاب دا عذاب دردناک دی ﴿۵۰﴾
اوخبرکړه دوئ د میلمنو د ابراهیم علیه السلام نه ﴿۵۱﴾
کله چه داخل شول هغه ته پس دوی اوئیل سلام دی وی اوئیل هغه یقیناً مونږ ستاسو نه ویریدونکی یو ﴿۵۲﴾

[۴۵ تر۴۸ پوری] په دی آیتونو کښی بشارت دی هغه چاته ځان ئی بچ کړی دی د تابعدارئ د ابلیس نه اوپه دی بشارت کښی لس امورذکردی (بِسَلَامٍ) سلامونه به وی دطرف د اللّه تعالٰی او دملائکونه په دوی باندی په وخت دداخلیدلو کښی (آمِنِينَ) ټول عمربه په امن وی دهری ویری اوویستلودجنت نه او دخمتیدلود لذتونونه اودفنا او دمرگ نه (غِلٍّ) ددی نه مراد هغه خفگان دی بی اختیاره چه پیداکیږی په زړونود انسانانوکښی دوجی دتفاوت دمرتبونه -
[۵۰-۴۹] هرکله چه مخکښی تخویف او بشارت تیرشو نوپه دی دوو آیتونوکښی تتمه دهغی ده په طریقه دلف او نشر غیرمرتب اوپه دی کښی تنبیه ده چه ایمان په مینخ درجا او خوف کښی وی یعنی اول آیت کښی رجاء اوپه دوهم آیت کښی خوف دی -
[۵۱] ددی آیت نه تر آخر دسورة پوری دریم باب دی په دی کښی اول قصه د میلمنو دابراهیم علیه السلام ده چه تمهید دی دپاره دواقعی دلوط علیه السلام بیا ذکردی دنزول د عذاب الٰهی په دریو قومونو تیرشوو باندی، چه قوم دلوط علیه السلام او قوم د صالح علیه السلام او قوم د شعیب علیه السلام وو - اودا دری ئی ځکه خاص کړه چه قوم د لوط اود شعیب علیه السلام دحجاز په لار کښی واقع وو او قوم دصالح علیه السلام هم دوی ته نزدی وو اوبیا ذکرکړی دی عذاب د مقتسیمنو په (۹۰) آیت کښی، او عذاب دمستهزئینو په (۹۵) کښی ، اوبیا ذکرکړی ده تسلی د نبی ﷺ او تشجیع په تبلیغ باندی په بیان دلس آدابو سره - او اختتام دسورة په دعوت دتوحید سره دی ددی آیت (۵۱) نه تر آیت شپیته پوری واقعه د میلمنو دابراهیم علیه السلام ده ددی ربط ماقبل سره دادی چه په واقعه دابراهیم علیه السلام او راتلونکو قصوکښی بشارت دی مؤمنانوته د اهلاک د مجرمانو او تخویف دی مجرمانوته نواول د (۴۹) سره او دوهم د (۵۰) سره متعلق شول - اوددی قصی په تقدیم کښی یو حکمت دادی چه دغه میلمانه ملائک بیا راغلی وو دقوم دلوط دهلاکت دپار ه- اودوهم حکمت دادی چه په اهلاک دقوم دلوط علیه السلام سره ابراهیم علیه السلام ته څه خفگان رسیدلو نودهغی دزائل کولو دپاره ملائک اول هغه له راغلل اوبشارت ئی ورکړو - اوپه دی آیت کښی ضیف (میلمنو) اطلاق په ملائکو باندی ددی وجی نه شوی دی چه ابراهیم علیه السلام په هغوی باندی گمان کړی وو د میلمنو -
[۵۲] په دی آیت کښی اختصار کړی شوی دی ځکه جواب دسلام دلته نه دی ذکر کړی هان ذکرکړی شوی دی په سورة هود (۶۹) کښی اوسورة ذاریات آیت (۲۵) کښی، دارنگ په دی کښی نه دی ذکرکړی دابراهیم علیه السلام طعام لره دهغوی نه خوړل چه هغه سبب دخوف وو اوپه دی آیت کښی دلیل دی چه انبیاء‌ په غیب باندی نه پوهیږی ځکه چه مقصد په دی کښی بشارت دی اوهغه ئی ذکرکړی دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>