رُبَمَا ۶۰۰ الحجر
قَالُوا لَا تَوْجَلْ إِنَّا نُبَشِّرُكَ بِغُلَامٍ عَلِيمٍ ﴿۵۳﴾ قَالَ أَبَشَّرْتُمُونِي عَلَى أَنْ مَسَّنِيَ الْكِبَرُ فَبِمَ تُبَشِّرُونَ ﴿۵۴﴾ قَالُوا بَشَّرْنَاكَ بِالْحَقِّ فَلَا تَكُنْ مِنَ الْقَانِطِينَ ﴿۵۵﴾ قَالَ وَمَنْ يَقْنَطُ مِنْ رَحْمَةِ رَبِّهِ إِلَّا الضَّالُّونَ ﴿۵۶﴾
دوی اوئیل مه ویریږه یقیناً مونږ تاله زیری درکوو په هلک پوهه سره ﴿۵۳﴾
اوئیل هغه آیا زیری راکوئ ماته سره ددی چه رسیدلی دی ماته بوډاوالی پس په څه څیز ماله زیرئ راکوئ تاسو ﴿۵۴﴾
دوی اوئیل زیری درکړو مونږتاله په یقینی څیز پس مه کیږه ته د ناامیدئ کؤونکونه ﴿۵۵﴾
اوئیل ده اونامیدی نه کوی درحمت درب نه مگر گمراهان ﴿۵۶﴾
[۵۳] (بِغُلَامٍ) نه مراد اسحاق علیه السلام دی اود (عَلِيمٍ) نه مراد نبوت دی -
[۵۴] دا تعجب دابراهیم علیه السلام په اعتباردعام عادت سره دی نه د انکاردقدرت د اللّه تعالٰی نه (فَبِمَ تُبَشِّرُونَ) په دی کښی استفهام حقیقی دی یعنی بشارت په څه طریقه دی یعنی بوډاوالی به زائل کیږی او که په داسی حال به وی -
[۵۵] دحق نه مراد یقینی شی دی چه په هغی کښی څه شک نه وی اوچونکه تعجب کول سبب د ناامیدئ دی ظاهراً ددی وجی نه ملائکو اوئیل (فَلَا تَكُنْ مِنَ الْقَانِطِينَ) -
[۵۶] یعنی تعجب د ابراهیم علیه السلام دوجی د ناامیدئ نه دی بلکه دوجی دظاهری اسبابونه دی - اوناامیدی د اللّه درحمت نه په دی وجه گمراهی ده ځکه چه ناامیدی کوونکی درحمت د اللّه تعالٰی نه جاهل وی اودقدرت د اللّه نه منکروی، اودارنگ ذکردی په سورة یوسف آیت (۷۸) کښی -
فائده: سورة یوسف کښی دایاس سره کفرذکرکړی دی اوپه دی سورة کښی د قنوط سره ضلال ذکرکړی دی ددی حکمت دادی چه ایاس دزړه ناامیدی ته وائی اوکفرهم فعل دزړه دی اوقنوط هغه ناامیدی ته وائی چه دهغی اثر دخفگان په مخ باندی ښکاریږی، اوضلال هم په ظاهری گمراهئ کښی استعمالیږی نوپه الفاظو کښی دیوبل سره پوره مناسبت دی -