رُبَمَا ۶۰۱ الحجر
قَالَ فَمَا خَطْبُكُمْ أَيُّهَا الْمُرْسَلُونَ ﴿۵۷﴾ قَالُوا إِنَّا أُرْسِلْنَا إِلَى قَوْمٍ مُجْرِمِينَ ﴿۵۸﴾ إِلَّا آلَ لُوطٍ إِنَّا لَمُنَجُّوهُمْ أَجْمَعِينَ ﴿۵۹﴾ إِلَّا امْرَأَتَهُ قَدَّرْنَا إِنَّهَا لَمِنَ الْغَابِرِينَ ﴿۶۰﴾ فَلَمَّا جَاءَ آلَ لُوطٍ الْمُرْسَلُونَ ﴿۶۱﴾ قَالَ إِنَّكُمْ قَوْمٌ مُنْكَرُونَ ﴿۶۲﴾ قَالُوا بَلْ جِئْنَاكَ بِمَا كَانُوا فِيهِ يَمْتَرُونَ ﴿۶۳﴾ وَأَتَيْنَاكَ بِالْحَقِّ وَإِنَّا لَصَادِقُونَ ﴿۶۴﴾
اوئیل ده پس کوم لوی کاردی ستاسوای رالیږلی شؤو ﴿۵۷﴾
اوئیل دوئ یقیناً مونږ رالیږلی شوی یو مجرم قوم ته ﴿۵۸﴾
سیوا دکونئ دلوط علیه السلام نه یقیناً بچ کوم دوئ ټولولره ﴿۵۹﴾
مگرښځه دده مقررکړی ده مونږ چه یقیناً دابه پاتی خلقو نه وی په عذاب کښی ﴿۶۰﴾
پس هرکله چه راغلل کورنئ دلوط علیه السلام ته رالیږلی شوی ﴿۶۱﴾
اوئیل ده یقیناً تاسو قوم ئی ناآشنا ﴿۶۲﴾
دوئ اوئیل بلکه راوړی دی مونږتاته هغه شی چه دوئ په کښی شک کؤو ﴿۶۳﴾
او راوړی دی مونږتاته هغه یقینی خبر دعذاب اویقیناً مونږ رشتیا وایو ﴿۶۴﴾
[۵۷] هرکله چه ملائکو ابراهیم علیه السلام ته بشارة ورکړو په ولد سره نوحقیقت دادی چه ددی بشارت دپاره یوملک هم کافی وو - لیکن چونکه ډیرملائیک چه راغلی دی نومعلومیږی چه ددوئ په ذمه غټ کارشته دی نوابراهیم علیه السلام ځکه داتپوس اوکړو ځکه چه خطب په غټه حادثه کښی استعمالیږی -
[۶۰-۵۹-۵۸] په دی آیتونوکښی دملائکو دوه مقصدونه ذکرکړی شوی دی اول اهلاک د مجرمانو چه هغه صیحه او کانړی رالیږل دی او کلی دقوم لوط علیه السلام پورته کول او اُلټه راغورځول، دا ټول په ذریعه ددی ملائیکو کړی شوی وو دوهم مقصد ددوی بچ کول دی د لوطعلیه السلام اود کورنئ دهغه بغیر دښځی دهغه نه -
فائده ۱: که مشرکان دا شبه اوکړی چه ملائک نجات ورکولی شی دعذاب دمصیبت نه نوانبیاء او اولیاء به هم ورکولی شی، جواب دادی چه (إِنَّا لَمُنَجُّوهُمْ) د (إِنَّا أُرْسِلْنَا) دلاندی داخل دی مطلب دادی چه مونږقاصدان یو اودا پیغام د اللّه تعالٰی دی (إِنَّا لَمُنَجُّوهُمْ) ځکه رسول خپل کلام نه شی ذکرکولی بلکه دمرسل پیغام به ذکرکوی او دلیل په دی باندی لفظ د (قَدَّرْنَا) دی ځکه چه تقدیردملائکو په اختیار کښی نه دی -
نحوی فائده ۲: په دی کلام کښی دوه استثناء دی، نودوهمه استثناء د اولی استثناء نه استثناء ده یعنی قوم مجرمان به هلاکیږی مگرآل لوط علیه السلام به بچ وی او آل لوط علیه السلام به ټول بچ کیږی مگرښځه به ئی نه بچ کیږی لکه داقول دیوتن لَهٌ علی عشرة دارهم الاربعة الادرهما، فلانکی په ماباندی لس روپئ دی مگرڅلور اوپه څلوروکښی یوکمه ده یعنی دری روپئ دلسو نه کمی دی نودا استثناء من المستثنٰی ده دا دوه استثناء دیو مستثنٰی منه نه دی - ځکه چه جائزنه ده په عربیت کښی -
[از ۶۱الی۶۴] دا دلیل دی چه لوط علیه السلام هم په غیب باندی علم نه لرلو (بِمَا كَانُوا فِيهِ يَمْتَرُونَ) ددی نه مراد عذاب دی چه دوئ دهغه په نزول کښی په ځان باندی شک کوؤ یامراد ددینه مسئله دتوحید ده چه دوئ په هغی کښی شک کؤو او کلام کښی تقدیردی معنی داده چه عقاب ماکانو یمترون او د (بِالْحَقِّ) نه مراد رشتینی خبردی یاعذاب مراد دی (وَإِنَّا لَصَادِقُونَ) دډیرتاکید دپاره دی -