رُبَمَا ۶۰۲ الحجر
فَأَسْرِ بِأَهْلِكَ بِقِطْعٍ مِنَ اللَّيْلِ وَاتَّبِعْ أَدْبَارَهُمْ وَلَا يَلْتَفِتْ مِنْكُمْ أَحَدٌ وَامْضُوا حَيْثُ تُؤْمَرُونَ ﴿۶۵﴾ وَقَضَيْنَا إِلَيْهِ ذَلِكَ الْأَمْرَ أَنَّ دَابِرَ هَؤُلَاءِ مَقْطُوعٌ مُصْبِحِينَ ﴿۶۶﴾ وَجَاءَ أَهْلُ الْمَدِينَةِ يَسْتَبْشِرُونَ ﴿۶۷﴾ قَالَ إِنَّ هَؤُلَاءِ ضَيْفِي فَلَا تَفْضَحُونِ ﴿۶۸﴾ وَاتَّقُوا اللَّهَ وَلَا تُخْزُونِ ﴿۶۹﴾ قَالُوا أَوَلَمْ نَنْهَكَ عَنِ الْعَالَمِينَ ﴿۷۰﴾ قَالَ هَؤُلَاءِ بَنَاتِي إِنْ كُنْتُمْ فَاعِلِينَ ﴿۷۱﴾ لَعَمْرُكَ إِنَّهُمْ لَفِي سَكْرَتِهِمْ يَعْمَهُونَ ﴿۷۲﴾
پس بوځه کورنئ خپله په یو ټکړه دشپی کښی اوروستو ځه په دوئ پسی اونه دی گوری شاته ستاسونه هیڅ څوک اوځئ هغه ځائ ته چه تاسو ته حکم کیدی شی ﴿۶۵﴾
اوفیصله اولیږله مونږ ده ته ددی خبری چه جرړی ددی کسانو به پری کړی شی په وخت دصبا کښی ﴿۶۶﴾
او راغلل کلی والا خوشحالیدل ﴿۶۷﴾
اوئیل لوط علیه السلام یقیناً دا میلمانه ځما دی پس مه شرمنده کوئ مالره ﴿۶۸﴾
اوویره کوئ د اللّه تعالٰی نه اومامه رسوا کوئ ﴿۶۹﴾
اوئیل دوئ آیاته نه ئی منع کړی مونږدتعلق ساتلودخلقونه ﴿۷۰﴾
اوئیل هغه دا (بیبیانی ستاسو) ځما لونړه دی که تاسو څه حاجت پوره کول غواړئ ﴿۷۱﴾
قسم دی ستاپه ژوند یقیناً دوئ په خپله نشه کښی دی پریشانه ﴿۷۲﴾
[۶۵] په دی کښی نجات دپاره څلوراصول ذکرشوی دی - (۱) دشپی تلل (۲) دامیراو مشر ټولوملگرونه روستو تلل چه هغه دهغوی دحال نه خبروی اوچه څوک پاتی نشی (۳) اوشاته دکتلو نه منع کول ځکه چه په روستو کتلوسره مقصد ته په رسیدلوکښی سستی پیداکیږی او (۴) هغه ځای ته هجرت کول چه اللّه تعالٰی دکوم ځای امرکړی وی - اوهغه ځمکه دشام وه -
[۶۶] (دَابِرَ) کښی اشاره ده چه عذاب به په دوئ باندی احاطه کوی هیڅ څوک دهغه بچ کیدی نه شی - اوداسی ذکرپه سورة انعام (۴۵) کښی دعامو قومونوپه باره کښی ذکر شوی دی -
[۶۷] ددی سورة په دی قصه کښی دترتیب لحاظ نه دی کړی شوی ځکه چه ددی قوم راتلل په میلمنوپسی اول وو اوبیا لوط علیه السلام دطرف نه دهغوی دفع کول وو پس دهغی نه د ملائکو لوط علیه السلام ته خبرورکول وو - نوددی یووجه داده چه په دی واقعه کښی اول مقصد بشارت دی مؤمنانوته نوهغه ئی اول ذکرکړو اوبیا دوهم تخویف دی نوهغه ئی روستو ذکرکړی دی دوهمه لفظی وجه ده هغه داچه (وَجَاءَ أَهْلُ الْمَدِينَةِ) حال دی دبصریانو په نیز په قد (پټ) سره اود کوفیانو په نیز بغیر د قدنه هم صحیح دی او (وَاؤ) هم په ترتیب باندی دلالت نه کوی -
[۶۹-۶۸] (فَلَا تَفْضَحُونِ) فضیحت معنیٰ داده چه میلمنوپه مخکښی مالره مه شرمنده کوئ ځکه چه دمیلمنوبی عزتی دکوربه شرمول دی ولاتخزونی او خزی معنیٰ داده چه مالره مه ذلیل کوئ ځکه چه دیومشرخبره نه منل دادهغه تذلیل او سپکول دی (وَاتَّقُوا اللَّهَ) کښی مراد د اللّه تعالٰی اودرسول خبره منل دی -
[۷۰] دادهغه قوم ډیره بی انتها بی حیائی وه اومطلب دادی چه مونږته دخلقو میلمستیا نه منع کړی ئی یا داچه دخلقو په باره کښی دسفارش کولونه مونږته منع کړی ئی -
[۷۱] ددی تشریح په سورة هود کښی تیره شوی ده چه مراد دبنات زنانه دقوم دی چه په شان د لونړو دلوط علیه السلام دی -
[۷۲] غوره قول په دی کښی دادی چه دا خطاب لوط علیه السلام ته دی او سلسله دکلام به نه منقطع کیږی - یعنی د دومره نصیحت باوجود په دوئ باندی ځکه اثرنه کیدلو چه دوی په خپله نشه دجهل کښی ړانده او نسکوردی (لَعَمْرُكَ) لام دقسم دپاره دی اوعمر او عُمر یوشی دی لیکن دقسم په وخت کښی عین په زور سره استعمالیږی داقسم د اللّه تعالٰی دی او اللّه لره جائزدی اواختیار دی چه په هرڅیزباندی قسم کوی په حکم د اللّه تعالٰی اود رسول اللّٰه ﷺ باندی اود رسول اللّٰه ﷺ حدیث صحیح دی چه چاغیرد اللّه تعالٰی نه په بل چا باندی قسم اوکړو نویقیناً شرک ئی اوکړو - نومونږددی حکم نه خلاف نشو کولی ددی وجی نه د امام مالک نه قرطبی نقل کړی دی چه داسی مواضعوکښی لفظ خالق مقدر مراد دی - اوابراهیم نه نقل دی چه داسی قسم کول بندگانوباندی منع دی او امام مالک نه نقل دی چه داسی قسمونه کمزوری خلق او زنانه کوی نارینه نه کوی او د اللّه تعالٰی په قول باندی قیاس نشی کیدلی -
فائده: قسم د اللّه تعالٰی په یوڅیزباندی دتاکید اود شهادت په طورسره وی، داسی نه ده چه اللّه تعالٰی د هغه څیزنه ویره کوی یاترینه امید ساتی - اللّه تعالٰی ددی نه پاک دی - دلته مراد دادی چه ای نبی ستادا ژوند دتکالیفو په دی قوم کښی گواه دی چه داقوم جاهلان اوړانده دی - اوقسم د انسانانوپه څه څیزباندی ددی وجی نه وی چه دهغی څیزنه ویره کوی یاتری نه امید دنفع ساتی اودا عقیده ساتل په اللّه تعالٰی پوری خاص دی ددی وجی نه چه انسان د اللّه تعالٰی نه سیوا په بل چاباندی قسم اوکړی نوشرک اوکړی (سَكْرَتِهِمْ) نه مراد گمراهی ددوئ ده (يَعْمَهُونَ) غفلت دی د مقصد دژوند نه او سرگردانی پریشانی ده -