رُبَمَا ۶۰۳ الحجر
فَأَخَذَتْهُمُ الصَّيْحَةُ مُشْرِقِينَ ﴿۷۳﴾ فَجَعَلْنَا عَالِيَهَا سَافِلَهَا وَأَمْطَرْنَا عَلَيْهِمْ حِجَارَةً مِنْ سِجِّيلٍ ﴿۷۴﴾ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِلْمُتَوَسِّمِينَ ﴿۷۵﴾ وَإِنَّهَا لَبِسَبِيلٍ مُقِيمٍ ﴿۷۶﴾ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَةً لِلْمُؤْمِنِينَ ﴿۷۷﴾
پس اونیو دوئ لره یو هیبت ناک آواز په وخت دنمرخاته کښی ﴿۷۳﴾
پس اوگرځوومونږ بره طرف ددغه کلو لاندی طرف ته او را اورول مونږ په دوئ باندی کانړی دپخوکانړو نه ﴿۷۴﴾
یقیناً په دی واقعه کښی ډیر عبرتونه دی فکرکؤونکولره ﴿۷۵﴾
اویقیناً دا کلی پراته دی په نیغه لارباندی ﴿۷۶﴾
یقیناً په دی کښی لوی دلیل دی دپاره دایمان والو ﴿۷۷﴾
[۷۴-۷۳] په دی آیتونوکښی دری عذابونه په هغه قوم باندی ذکرکړی شوی دی - سوال: په سورة هود کښی ذکردی چه وخت دعذاب ددوئ وخت صبادی؟ جواب دادی چه ابتداء دعذاب په وخت دصبا کښی ده اوپه وخت دنمرختلو کښی ددوی معامله ختم کړی شوه (وَأَمْطَرْنَا) واؤ دترتیب دپاره نه دی نوباران دکانړو مخکښی وو او کلی الټه کول روستو وو اوداهم دقدرت د اللّه تعالٰی نه لری نه ده چه الټه کړی شوو کلودپاسه ئی دکانړوباران کړی وی -
[۷۵] (لِلْمُتَوَسِّمِينَ) متوسمین هغه خلق وی چه څیزته نظرکوی په علامتونوسره اوپه هغی کښی فکرکوی - چونکه په هغه علاقه کښی پس دعذاب نه نشانات وو نوځکه ئی متوسمین ذکرکړو اوپه فکرکولوسره عبرتونه ډیرحاصلیږی ځکه آیٰت ئی جمع ذکرکړو -
[۷۶] (لَبِسَبِيلٍ مُقِيمٍ) نه هغه لارمراد ده دحجاز نه دبحرمیت په لارشام (سوریا) ته رسی اوددی ذکرپه سورة صافات (۱۳۷) کښی دی -
[۷۷] دمؤمنانو دپاره یوآیت هم کافی وی ځکه ئی مفرذکرکړو -