رُبَمَا ۶۰۴ الحجر

وَإِنْ كَانَ أَصْحَابُ الْأَيْكَةِ لَظَالِمِينَ ﴿۷۸﴾ فَانْتَقَمْنَا مِنْهُمْ وَإِنَّهُمَا لَبِإِمَامٍ مُبِينٍ ﴿۷۹﴾ وَلَقَدْ كَذَّبَ أَصْحَابُ الْحِجْرِ الْمُرْسَلِينَ ﴿۸۰﴾ وَآتَيْنَاهُمْ آيَاتِنَا فَكَانُوا عَنْهَا مُعْرِضِينَ ﴿۸۱﴾ وَكَانُوا يَنْحِتُونَ مِنَ الْجِبَالِ بُيُوتًا آمِنِينَ ﴿۸۲﴾ فَأَخَذَتْهُمُ الصَّيْحَةُ مُصْبِحِينَ ﴿۸۳﴾ فَمَا أَغْنَى عَنْهُمْ مَا كَانُوا يَكْسِبُونَ ﴿۸۴﴾

اویقیناً بنړ (جنگئ) اولا وؤ دظالمانونه ﴿۷۸﴾
پس بدله واخسته مونږ ددوئ‌ نه او یقیناً دا دواړه کلی په مشهوره لاره باندی دی ﴿۷۹﴾
او یقیناً دروغژن کړی وؤ حجروالو پیغمبرانو لره ﴿۸۰﴾
او ورکړی ؤو مونږ دوی ته معجزات پس ؤو دوی دهغی نه مخ گرځوونکی ﴿۸۱﴾
او ؤو دوئ چه کنستل به ئی دغرونونه کوټی اوبی غمه به اوسیدل ﴿۸۲﴾
پس اوینول دوئ لره هیبتناکی چغی په وخت دسباکښی ﴿۸۳﴾
پس وانه ړؤو دوی نه عذاب هغه علمونه چه دوی کول ﴿۸۴﴾

[۷۸] دا دوهمه نمونه دعذاب ده اودا قوم دشعیب علیه السلام وو اوایکه گنړو او ډیرو وَنو ته وائی یعنی بنړوالا - غوره قول دادی چه روستودهلاکت داهل مدین نه شعیب علیه السلام ایکه ته اولیږلی شو اوپه دوی باندی عذاب دیوم الظله راغلی دی اوشعیب علیه السلام ددی قوم دجنس نه وو بلکه مدین والا دقوم نه وو ددی وجی نه مدین سره لفظ د اخو هم ذکرکړی شوی دی او ایکه سره اخوهم نه دی ذکرکړی شوی لکه سورة شعراء (۱۷۶) نه تر (۱۸۹) پوری (لَظَالِمِينَ) دهغوی ظلمونه په سورة اعراف او هود او شعراء کښی ذکرکړی دی -
[۷۹] (لَبِإِمَامٍ) نه مراد هغه لارده چه ډیرخلق په هغی باندی تلل کوی یعنی لویه لار - کلی دقوم دلوط علیه السلام او دشعیب علیه السلام دمکی والوپه لویه لار کښی واقع وؤ کله چه دوی به شام ته سفرکوؤ نوهغه به ئی لیدل -
[۸۰] دا دریمه نمونه دعذاب ذکرکوی دقوم دصالح علیه السلام اواوس دهغوی مقام په مداین صالح سره مشهوردی دمدینی او تبوک په مینځ کښی واقع دی - حجرپه ډیرو معانو کښی استعمالیږی - دلته مراد دهغی نه مرکزی ښار دثمودیانودی (وَلَقَدْ كَذَّبَ) په دی لفظ کښی سبب دعذاب ذکردی (الْمُرْسَلِينَ)‌ تکذیب دیو رسول په شان دتکذیب د ټولورسولانو دی -
[۸۱] آیات ئی جمع راوړی دی ځکه چه په ناقه (اوښه) دصالح علیه السلام کښی ډیرآیات وؤ - دگټ نه راوتل، زربچی پیداکیدل، ډیری اوبه څښکل، ډیر پئ‌ ورکول او غټ والی دبدن دهغی - یا داچه سیوا داوښی نه نوری معجزی ورکړی شوی وی اگرچه مونږته نه دی بیان کړی شوی -
[۸۲] په دی کښی ددوی دنیاپرستی ته اشاره ده (آمِنِينَ) کښی اشاره ده چه د اللّه تعالٰی د عذاب نه هیڅ ویره په دوئ کښی نه وه -
[۸۳] دصبا په وخت کښی مجرمان خلق غافل وی نودغه وخت کښی ناگاهانه عذاب راځی -
[۸۴] (مَا كَانُوا يَكْسِبُونَ) نه مراد هغوی پاخه مکانونه او قلعه گانی دی یااعمال شرکیه دهغوئ عبادات اونذرونه دغیراللّه اوتکذیب درسول اوقتل داوښی وغیره اودارنگ په سورة هود (۱۰۱) اوسورة احقاف (۲۶) کښی هم دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>