رُبَمَا ۶۰۵ الحجر

وَمَا خَلَقْنَا السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا إِلَّا بِالْحَقِّ وَإِنَّ السَّاعَةَ لَآتِيَةٌ فَاصْفَحِ الصَّفْحَ الْجَمِيلَ ﴿۸۵﴾ إِنَّ رَبَّكَ هُوَ الْخَلَّاقُ الْعَلِيمُ ﴿۸۶﴾ وَلَقَدْ آتَيْنَاكَ سَبْعًا مِنَ الْمَثَانِي وَالْقُرْآنَ الْعَظِيمَ ﴿۸۷﴾ لَا تَمُدَّنَّ عَيْنَيْكَ إِلَى مَا مَتَّعْنَا بِهِ أَزْوَاجًا مِنْهُمْ وَلَا تَحْزَنْ عَلَيْهِمْ وَاخْفِضْ جَنَاحَكَ لِلْمُؤْمِنِينَ ﴿۸۸﴾ وَقُلْ إِنِّي أَنَا النَّذِيرُ الْمُبِينُ ﴿۸۹﴾ كَمَا أَنْزَلْنَا عَلَى الْمُقْتَسِمِينَ ﴿۹۰﴾

اونه دی پیداکړی مونږ آسمانونه او ځمکه اوددی په مینځ کښی چه څه دی مگرد حق دښکاره کولودپاره اویقیناً قیامت خامخا راتلونکی دی پس مخ اوگرځوه په ښه طریقه مخ گرځول ﴿۸۵﴾
یقیناً ستارب هغه پیداکؤونکی پوهه دی په هرڅه باندی ﴿۸۶﴾
اویقیناً درکړی دی مونږتاته اُوه آیاتونه چه بیا بیا لوستلی کیږی اوقرآن لوی شان والا ﴿۸۷﴾
اومه اوږده وه سترگی خپلی طرف دهغه مالونوته چه مونږپری مزی ورکړی دی مختلفو قسموکافرانوته ددوی نه اومه خفه کیږه په دوئ باندی اوکوز کړه وزر خپل مؤمنانوته ﴿۸۸﴾
او اوایه یقیناُ زه ویره درکؤونکی ښکاره یم ﴿۸۹﴾
لکه څنگه چه مونږعذاب نازل کړو په تقسیم کووکوباندی ﴿۹۰﴾

[۸۵] داعلت دپاره دعذاب دتیرو شوو قومونو یعنی اللّه تعالٰی آسمانونه اوځمکه دعدل دپاره پیداکړی دی اودعدل تقاضا داده چه مجرمانواومشرکانوته عذاب ورکړی شی اوحق په معنیٰ دعدل سره دی اودا عذاب صرف په دنیاکښی نه دی بلکه په قیامت کښی هم دی ځکه ئی ورپسی ئی اوفرمایل (وَإِنَّ السَّاعَةَ لَآتِيَةٌ ) یامراد دحق نه توحید دی یعنی موجودات ټول په توحید باندی دلیل دی نوولی داخلق انکارکوی - بیاددی آیت نه لس آداب دمبلغ دپاره بیانیږی اوداتسلی ده نبی ﷺ ته اوذکر داول ادب دی - صفح جمیل دی ته وائی چه مخ اوگرځولی شی او براءة اوکړی شی خاص اللّه تعالٰی دپاره بغیر ددنیا دمقصدونونه - اوداسی په سورة مزمل آیت (۱۰) کښی هم دی اومراد ددی نه دادی چه معافی اوکړه ددوی نه په خپلو حقوقو کښی نودامنسوخ نه دی اومراد ددی نه دادی چه دمشرکینو نه براءة اوکړه اوداهروقت فرض دی دنسخ احتمال نه لری -
[۸۶] دا دلیل دی د تیرشوی جملی وَإِنَّ السَّاعَةَ لَآتِيَةٌ دپاره ځکه چه خالقیت د اللّه تعالٰی هرڅیزلره سره دعلم نه په هرڅیزباندی ښکاره دلیل دی چه اللّه تعالٰی دوباره ژوندی کول کولی شی -
[۸۷] دا علت دی دفاصفح دپاره اودا رنگ دروستو (لاتمدن) دپاره - یعنی دقرآن والودپاره لازم ده چه دمشرکینونه براءة اوکړی (سَبْعًا مِنَ الْمَثَانِي) په دی کښی غوره قول دادی چه مراد ددی نه سورة فاتحه ده ځکه چه داپه حدیث صحیح او مرفوع دبخاری دابوسعید بن المعلٰی کښی راغلی دی اومثانی ورته ځکه وائی چه سورة فاتحه په هررکعت کښی دټولو مونځونونه بیا بیا لوستل کیږی (وَالْقُرْآنَ الْعَظِيمَ) ددی نه مراد هم سورة فاتحه ده اوداهم په صحیح حدیث کښی راغلی دی ځکه چه داسورة مشتمل دی په لویومضامینودقرآن پاک باندی -
[۸۸] په دی آیت کښی ذکرد دریو آدابو دی دپاره دمبلغ - اول داچه ددنیا سامانونوته اودنیاپرستو خلقوته مه پسخیږه (أَزْوَاجًا) هغه مالدارو خلقوته وئیل کیږی چه دیوبل سره مشابه وی په مالدارئ کښی اودارنگ په سورة طٰهٰ (۱۳۱) کښی دی - اوبل ادب دادی که چیری دامشرکان دنیا پرست ایمان نه راوړی نو په دوئ باندی مه خفه کیږه اومراد ددی نه داسی حزن اوخفگان دی چه مشغوله کوی انسان لره ددعوت اوتبلیغ نه - اوبل ادب دادی چه ایمان والوسره نرمی اوشفقت کوه اوځان ته ئی رانزدی کوه لکه څنگه چه مرغئ وزری اوغړوی اوخپل بچی د وزرو لاندی پټ کړی اوداسی په سورة شعراء (۲۱۵) کښی هم دی -
[۸۹] په دی آیت کښی ذکردبل ادب دی (الْمُبِينُ) یعنی په اندازکولوکښی هیڅ تلبیس اوحق پټول اودچا رعایت کول نیشته -
[۹۰] په دی آیت کښی دتخویف دنیوی یومثال دی چه په مکی ولاو کښی وو او معنیٰ د آیت داده چه ویره درکوم دعذاب چه په شانته دهغی عذاب به وی چه نازل کړی وو مونږپه مقتسمین باندی - په دی غوره قول دادی چه دا شپاړلس کسان وو او ولید بن مغیره مقررکړی وو په وخت دموسم حج کښی اوتقسیم کړی وی دوئ لاری دمکی اوخلق ئی منع کول د نبی ﷺ نه نو اللّه تعالٰی په دوی عذاب راولیږو - اومقتسمین ورته ځکه وائی چه دوی تقسیم کړی وی لاری دمکی یاداچه دوی قسمونه کړی وو -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>