رُبَمَا ۶۱۳ اَلنَّحْل

لِيَحْمِلُوا أَوْزَارَهُمْ كَامِلَةً يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَمِنْ أَوْزَارِ الَّذِينَ يُضِلُّونَهُمْ بِغَيْرِ عِلْمٍ أَلَا سَاءَ مَا يَزِرُونَ ﴿۲۵﴾ قَدْ مَكَرَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ فَأَتَى اللَّهُ بُنْيَانَهُمْ مِنَ الْقَوَاعِدِ فَخَرَّ عَلَيْهِمُ السَّقْفُ مِنْ فَوْقِهِمْ وَأَتَاهُمُ الْعَذَابُ مِنْ حَيْثُ لَا يَشْعُرُونَ ﴿۲۶﴾ ثُمَّ يَوْمَ الْقِيَامَةِ يُخْزِيهِمْ وَيَقُولُ أَيْنَ شُرَكَائِيَ الَّذِينَ كُنْتُمْ تُشَاقُّونَ فِيهِمْ قَالَ الَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ إِنَّ الْخِزْيَ الْيَوْمَ وَالسُّوءَ عَلَى الْكَافِرِينَ ﴿۲۷﴾

ددی دپاره چه دوئ‌ پورته کوی به پیټی خپل پوره دقیامت په ورځ اودپیټو دهغه چانه چه بی لاری کوی دوئ‌ هغوئ‌ لره بغیرد دلیل نه خبرشئ‌ بد دی هغه چه دوئ ئی پورته کوی ﴿۲۵﴾
یقیناً مکرونه کړی دی مخکنو خلقو (دحق په مقابله کښی) پس راغی اللّه تعالٰی بنیادونو ددوئ‌ ته د ویخونونه پس راپری وتلوپه دوئ‌ باندی چتونه دپاسه ددوئ نه اوراغی دوئ‌ ته عذاب دداسی ځای نه چه دوئ نه پوهیدل ﴿۲۶﴾
بیابه دقیامت په ورځ رسوا به کړی دوئ لره اللّه تعالٰی اواوبه وائی کوم ځای دی شریکان زما هغه چه تاسوبه چودلئ‌ ددوئ په باره کښی اوبه وائی هغه کسان چه علم ورکړی شوی دی یقیناً رسوائی نن او بدی ټوله په کافرانوباندی ده ﴿۲۷﴾

[۲۵] په دی آیت کښی تخویف دی، حاصل ئی دادی چه هرکله دوئ دقرآن تکذیب اوکړو نو ددوی تابعداروهم ددوی تقلید اوکړو اوگمراه شول نودوی هم گمراه دی اوهم گمراه کوونکی دی ځکه په دوی باندی په ورځ دقیامت کښی دوه پیټی دگناهونوبه وی لکه په سورة عنکبوت آیت (۱۳) کښی چه ذکردی (كَامِلَةً) دا ددی وجی نه ذکرکړو چه دکافرانوهیڅ گناه نه معاف کیږی -
[۲۶] په دی آیت کښی تخویف دنیوی دی په مثال دسابقینوسره اوداآیت یاخوپه ظاهرباندی حمل دی اوپه باره دنمرود اودقوم دهغه یاثمودیان او قوم لوط کښی دی یادا آیت عام دی اوپه طریقه دتاویل اود تمثیل سره دی لکه چه آبادی جوړه کړی وی اوبیخ ئی مضبوط وی، لیکن ناگاه دا چت په دوی باندی راپریوځی نودارنگ کافرانو مشرکانو دحق په مقابله کښی مضبوط تدبیرونه جوړ کړی وو ددی دپاره چه حق لره ختم کړی لیکن اللّه تعالٰی ددوئ تدبیرونه برباد کړل او دوی ئی هلاک کړل -
[۲۷] په دی آیت کښی تخویف اخروی دی او ددوی شرمنده کولودپاره په ورځ د قیامت کښی ددوی نه به تپوس کیدی شی چه څه شول ستاسو هغه معبودان چه تاسوبه هغوی دپاره جگړی کولی دمؤحیدینوسره اوس هغوئ خپل مدد دپاره راوبلئ‌ نودوی به چپ شی او مؤحدین به ددوی په دی سرمندگئ‌ اوپه عذاب باندی خوشحالی اوکړی -
فائده: سورة انعام آیت (۳۲) کښی ذکردی په سورة حم سجده آیت (۴۷) اوحم مؤمن آیت (۷۴) کښی ذکرشوی دی چه دوئ به انکاراوکړی اوپه دی سورة کښی معلومیږی چه دوی به چپ وی نودا په ظاهرکښی تعارض دی جواب دادی چه قیامت کښی مختلف اوقات دی بعضی وقت به دوئ چپ وی اوبعضی وخت کښی به انکارکوی اوبعضی وخت به اقرارهم کوی (أُوتُوا الْعِلْمَ) مراد ددی نه مؤحدین دی (الْخِزْيَ) شرمندگی په ښکاره کیدلو دنقصاناتوددوی (وَالسُّوءَ) عذابونه مراد دی -