رُبَمَا ۶۱۴ اَلنَّحْل

الَّذِينَ تَتَوَفَّاهُمُ الْمَلَائِكَةُ ظَالِمِي أَنْفُسِهِمْ فَأَلْقَوُا السَّلَمَ مَا كُنَّا نَعْمَلُ مِنْ سُوءٍ بَلَى إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ ﴿۲۸﴾ فَادْخُلُوا أَبْوَابَ جَهَنَّمَ خَالِدِينَ فِيهَا فَلَبِئْسَ مَثْوَى الْمُتَكَبِّرِينَ ﴿۲۹﴾ وَقِيلَ لِلَّذِينَ اتَّقَوْا مَاذَا أَنْزَلَ رَبُّكُمْ قَالُوا خَيْرًا لِلَّذِينَ أَحْسَنُوا فِي هَذِهِ الدُّنْيَا حَسَنَةٌ وَلَدَارُ الْآخِرَةِ خَيْرٌ وَلَنِعْمَ دَارُ الْمُتَّقِينَ ﴿۳۰﴾

هغه کسان دی چه ساه اخلی ددوئ نه ملائک په داسی حال کښی چه ظلم به کوی په ځان باندی (په شرک کولوسره) پس مخکښی به کړی دوئ دروغی خبری چه مونږخونه ده کړی هیڅ قسم بدی بلکه یقیناً اللّه تعالٰی پوهه دی په هغه کارونوچه دوئ ئی کوی ﴿۲۸﴾
پس ورننوځئ دروازو د جهنم ته همیشه به ئی په هغی کښی پس ناکاره ځای دی دلوئی کؤونکو ﴿۲۹﴾
اوچه اوئیلی شی هغه چاته چه ځان ئی دشرک نه ساتلی دی څه شی نازل کړی دی رب ستا اوبه وائی (چه نازل کړی دی) خیرلره هغه چالره چه توحید ئی منلی دی هغوی لره په دنیاکښی ښه ژوند دی اوکورروستنی ډیرغوره دی اوښه دی کور دمتقیانو ﴿۳۰﴾

[۲۸] په دی آیت کښی ذکرشوی دی وقت دځنکدن دمشرکانو چه په هغه وخت کښی به هم اللّه تعالٰی ته منقاد شی اودشرک کولو به انکاراوکړی لیکن په داسی وخت کښی توبه نه قبلیږی لکه سورة حم مؤمن آیت (۸۵) کښی چه ذکردی (فَأَلْقَوُا السَّلَمَ) په جواب دهغه قول کښی چه این شرکائي لکه په سورة انعام (۳۲) اوسورة مؤمن (۷۴) کښی دی -
[۲۹] په دی آیت کښی تخویف اخروی دی یعنی آخرت که به دوی ته اوئیلی شی چه جهنم ته داخل شئ یابه داسی وئیلی کیږی په وخت دمرگ کښی اوارواح ددوی به جهنم ته داخل کړی نودا دلیل شوپه عذاب قبرباندی اوابن کثیروئیلی دی چه دا منکرین به دوخت دمرگ نه په ارواحوسره جهنم ته داخل شی اواجسامو ددوی ته به سختی رسی په قبرونوکښی اوپه ورځ دقیامت به ارواح په جسمونوکښی داخل کړی شی اوجهنم کښی به دهمیشوالی دپاره داخل کړی شی -
[۳۰] په دی آیت کښی ذکرشوی دی قول دمؤحدینو په باره کښی دقرآن کښی چه دا دخیراودفائدو کتاب دی اوداپه مقابله دقول دمشرکانو کښی دی چه مخکښی تیرشو - بیاپه دی آیت کښی بشارت دنیوی اواخروی دی او د اِحْسَانٍ نه مراد عقیده دتوحید ده او هغی عقیدی ته دعوت ورکول دی، او د (حَسَنَةٌ) نه په دنیا کښی نصرت او فتح مراد ده -
فائده ۱: مخکښی آیت کښی أَسَاطِيرُ الْأَوَّلِينَ په رفع سره ذکرکړی دی اوپه دی آیت کښی خیراً په نصب سره ذکرکړی دی وجه دفرق داده چه مشرکانوایمان نه لرو په نزول دقرآن نودهغوی دقول مطلب داوو چه دا محمد ﷺ چه څه وائی نودا اساطیردی نازل کړی شوی نه دی اومؤمنانو ایمان لرلوپه نزول باندی نودهغوی دکلام تقدیردادی چه اَنْزَلَ خَيْرَا -
فائده ۲: تیرشوی آیت کښی مثوی ذکروو اوپه دی آیت کښی دارذکرشوی دی وجه دفرق داده چه مثواه هغه مقام ته وائی چه بغیر درضا اوداختیارنه وی اوهغه جهنم دی اودارهغه مقام ته وائی چه په رضا اوپه اختیارسره حاصلیږی اوهغه جنت دی -