رُبَمَا ۶۱۵ اَلنَّحْل
جَنَّاتُ عَدْنٍ يَدْخُلُونَهَا تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ لَهُمْ فِيهَا مَا يَشَاءُونَ كَذَلِكَ يَجْزِي اللَّهُ الْمُتَّقِينَ ﴿۳۱﴾ الَّذِينَ تَتَوَفَّاهُمُ الْمَلَائِكَةُ طَيِّبِينَ يَقُولُونَ سَلَامٌ عَلَيْكُمُ ادْخُلُوا الْجَنَّةَ بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ ﴿۳۲﴾ هَلْ يَنْظُرُونَ إِلَّا أَنْ تَأْتِيَهُمُ الْمَلَائِكَةُ أَوْ يَأْتِيَ أَمْرُ رَبِّكَ كَذَلِكَ فَعَلَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ وَمَا ظَلَمَهُمُ اللَّهُ وَلَكِنْ كَانُوا أَنْفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ ﴿۳۳﴾ فَأَصَابَهُمْ سَيِّئَاتُ مَا عَمِلُوا وَحَاقَ بِهِمْ مَا كَانُوا بِهِ يَسْتَهْزِئُونَ ﴿۳۴﴾ وَقَالَ الَّذِينَ أَشْرَكُوا لَوْ شَاءَ اللَّهُ مَا عَبَدْنَا مِنْ دُونِهِ مِنْ شَيْءٍ نَحْنُ وَلَا آبَاؤُنَا وَلَا حَرَّمْنَا مِنْ دُونِهِ مِنْ شَيْءٍ كَذَلِكَ فَعَلَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ فَهَلْ عَلَى الرُّسُلِ إِلَّا الْبَلَاغُ الْمُبِينُ ﴿۳۵﴾
چه هغه جنتونه دهمیش والی دی داخلیږی به هغی ته بهیږی به د لاندی دهغی نه ولی ددوئ دپاره په هغی کښی هغه څه دی چه غواړی دوی دغه شان بدله ورکوی اللّه تعالٰی متقیانولره ﴿۳۱﴾
دا هغه کسان دی چه ساه اخلی ددوی نه ملائک په داسی حال کښی چه پاک وی دشرک نه وائی به ملائک سلامونه دی په تاسوباندی ورننوځی جنت ته په سبب دعملونوستاسو ﴿۳۲﴾
انتظار نه کوی دوئ مگردراتلو دملائکو (دمرگ) یا دراتلودحکم درب ستا دغه شان کارکړی ؤو هغه چاچه ددوئ نه پخوا ؤو اوظلم نه دی کړی اللّه په دوی باندی لیکن دوئ په خپلو ځانونو ظلم کؤو ﴿۳۳﴾
پس اورسیدلی دوی ته ناکاره سزاگانی دعملونو او راگیرکړی دی دوئ لره هغه عذاب چه دوئ ورپوری ټوقی کولی ﴿۳۴﴾
اووائی هغه کسان چه شرک ئی کړی دی که اللّه تعالٰی غوښتلی بندگی به نه وی کړی مونږ د اللّه تعالٰی نه سیوا دهیڅ څیز مونږه اونه مشرانوزمونږه اونه به حرام کړی وی مونږ سیوا (داذن) د اللّه تعالٰی نه څه څیز دغه شان کارکړی ؤو هغه کسانو چه دوئ نه مخکښی ؤو پس نیشته په رسولانو باندی مگر رَسّوَل دی صاف (ښکاره) ﴿۳۵﴾
[۳۱] په دی آیت کښی تفصیلی بشارت دی په ذکردپنځو حالاتوسره په (۳۰) کښی دمتقین نه مؤحدین مراد دی اوپه دی کښی دمتقین نه مراد مؤحدین کاملین (یعنی چه دنورو گناهونونه ځان ساتی) مراد دی -
[۳۲] په دی آیت کښی ذکردحال دځنکدن دمؤحدینودی په مقابل حال دظالمانوکښی او ادخلوالجنة خطاب دی ارواحو ته په ورځ دقیامت کښی (سَلَامٌ عَلَيْكُمُ) مراد ددی نه بشارت دی په سلامتیاسره دمصیبت نه -
[۳۳] په دی آیت کښی تخویف دنیوی دی منکرینوته اومراد دآیت دادی چه دوی ایمان نه راوړی په شان دمتقیانو بلکه کله چه ملائک راشی دپاره د قبض د ارواحو ددوی یابل عذاب راشی د اللّه تعالٰی دطرف نه نودوی به هغه وخت ایمان راوړی، لیکن هغه ایمان قبول نه دی نودا ایمان نه راوړل ددوی تردغه وخته پوری ددی نه ئی تعبیر اوکړو په انتظارسره تشبیهاً ورنه دوی خو انتظارنه دی کړی -
[۳۴] په دی کښی ذکردعذاب دی دپاره دتخویف اودارنگ په سورة زمر (۳۵) کښی دی (سَيِّئَاتُ) نه ناکاره سزاگانی دی چه هغه ډیرقسمه دی نوځکه ئی جمع ذکرکړه -
[۳۵] ددی آیت نه دوهم باب دی تر (۴۷) پوری په دی کښی اولاً ذکرکړی دی دلیل دمشرکانو اوپه هغی باندی زجردی - اودا دعویٰ دسورة ده بیا دلیل نقلی اجمالی دټولو انبیاؤ نه ئی ذکرکړی دی دپاره دجواب د دلیل دمشرکانو په آیت (۳۶) کښی بیا تسلی ده په (۳۷) کښی، بیازجردی په انکاردبعث اواثبات د بعث بعدالموت دی په (۴۰،۳۹،۳۸) کښی، بیاترغیب دی هجرت ته دپاره دبچ کیدلو دظلم دظالمانونه په آیت (۴۲،۴۱) کښی، بیا اثبات درسالت دی سره دجواب دسوال دمنکرینونه په آیت (۴۴،۴۳) کښی، بیاتخویف دنیوی دی په آیت (۴۷،۴۶،۴۵) کښی - په دی آیت (۳۵) کښی استدلال دمشرکانو دپاره دجوازدشرک په مشیت د اللّه تعالٰی سره اودارنگ ئی ذکرکوو په سورة انعام (۱۴۸) کښی اوبعضی تفصیل ددی تیرشوی دی په تفسیردسورة انعام کښی - اودا مشیت کونیه دی چه تقدیردی اوداقول ددوی بناوؤ په دی چه دوی هم مشیت کونیه د اللّه تعالٰی منلو یاداقول ددوی الزم دی په مؤمنانوچه چه ای مؤمنانو تاسووائی چه تقدیرحق دی نوزمونږشرک هم په تقدیرالٰهی کی مقرردی نومونږپه دی کښی گنهگارنه یو - اوهرکله چه په دوی کښی دوه قسمه شرک وو یوشرک په عبادت کښي اوبل شرک په تحریم او تحلیل کښی نوپه دی آیت کښی ئی دواړه ذکرکړه اوهرکله چه دا دلیل په حقیقت کښی تکذیب او استهزاء وه نوځکه ئی دهغی تعبیرکړی دی په سورة انعام کښی په کذب سره اوپه دی سورة کښی په فعل سره تعبیردی ځکه دلته مقصد ددوی استدلال دی لیکن دلته هم دفعل نه مراد استهزاء او تکذیب دی نوحاصل دادی چه مشیت دوه قسمه دی یومشیت کونیه چه په هغی کښی دانسان هیڅ اختیارنیشته لکه پیدائش دانسان تور، سپین، دنگ، لنډ وغیره نوپه دی کښی دهغه انسان په مشیت کونیه د اللّه تعالٰی (چه تقدیردی) استدلال کولی شی اودوهم افعال شرعیه دی چه په هغی سره دی مکلف دی اوانسان لره په هغی کښی مشیت او اختیار مِن وجه لکه په سورة کهف کښی (فَمَنْ شَاءَ فَلْيُؤْمِنْ وَمَنْ شَاءَ فَلْيَكْفُرْ) نوپه دی کښی انسان په مشیت کونیه سره استدلال نه شی کولی - مگرهغه وخت چه عمل ترینه صادر شی د مخالفت په شکل کښی اوبیاپه توبه سره معاف شی نوکه څوک په ده باندی بیا اعتراض اوکړی اودی حواله ورکوی په تقدیر او مشیت کونیه باندی نودا جائزدی لکه احتجاج د آدم علیه السلام په مقابله د موسیٰ علیه السلام کښی ددی قبیلی نه دی -