رُبَمَا ۶۱۷ اَلنَّحْل
وَأَقْسَمُوا بِاللَّهِ جَهْدَ أَيْمَانِهِمْ لَا يَبْعَثُ اللَّهُ مَنْ يَمُوتُ بَلَى وَعْدًا عَلَيْهِ حَقًّا وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ ﴿۳۸﴾ لِيُبَيِّنَ لَهُمُ الَّذِي يَخْتَلِفُونَ فِيهِ وَلِيَعْلَمَ الَّذِينَ كَفَرُوا أَنَّهُمْ كَانُوا كَاذِبِينَ ﴿۳۹﴾ إِنَّمَا قَوْلُنَا لِشَيْءٍ إِذَا أَرَدْنَاهُ أَنْ نَقُولَ لَهُ كُنْ فَيَكُونُ ﴿۴۰﴾
اوقسمونه کړی دی دوی په اللّه تعالٰی پاخه قسمونه چه ژوندی به نه کړی اللّه تعالٰی هغه څوک چه مړه کړی دی بلکه وعده ده په اللّه تعالٰی باندی یقینی لیکن زیات خلق نه پوهیږی ﴿۳۸﴾
(او دی دپاره ژوندی کوی) چه بیان کړی دوی ته هغه خبری چه دوی په کښی اختلاف کوی اوچه پوهه شی کافران خلق چه دوی به دروغ وئیل ﴿۳۹﴾
یقیناً وینا زمونږدیوڅیزپه باره کښی چه کله مونږ اوغواړو داده چه اوایو هغه ته چه اوشه نوهغه اوشی ﴿۴۰﴾
[۳۸] په دی آیت کښی زجردی په انکاردبعث بعدالموت پس د رد دشرک ددوی نه نودا اشاره ده چه شرک او انکارد بعث نه داصولو دکفر نه دی او اقسمواباللّه کښی دلیل دی چه مشرکانوبه هم کله کله قسم کوو په اللّه تعالٰی سره (جَهْدَ أَيْمَانِهِمْ) په دی کښی اشاره ده چه مشرکانوبه په اللّه تعالٰی باندی قسم کول مضبوط قسم گنړلو اوتعجب دی دنن زمانی په جاهلانو چه قسم کول په اولیاؤ باندی مضبوط قسم گنړی اوپه اللّه تعالٰی باندی قسم کولوباندی هیڅ پرواه نه نکوی -
[۳۹] دا آیت متعلق دی په کلام مقدرپوری په تیرشوی آیت کښی تقدیرئی داسی دی بلٰی لیُبعثنّهم لِیُبَیّنَ، اوپه دی آیت کښی دبعث دوه فائدی ذکرکړی دی اوله فائده بیان داموراختلافیه په طریقه دفیصلی کولوسره اوهغه ددی سورة په (۹۲) کښی ذکرکیږی اوتعبیردفیصلی په سورة (۱۱۳) اوسورة نساء (۱۴۱) او نورو آیاتونوکښی ذکردی - اودوهمه فائده یقین کول دکافرانودی په کذب خپل باندی په هغه اقوالوکښی چه په دی سورة کښی ذکرشول (۳۷،۳۵،۲۴) کښی او نوراقوال هم ددی کافرانو -
[۴۰] په دی آیت کښی اثبات دبعث دی په بیان دقدرت تکوینی د اللّه تعالٰی سره اودارنگ سورة یٰس (۸۲) کښی ذکردی اودلته ئی قول سره تعبیراوکړو په مقابله د اقوال (کاذبه) دکافرانوکښی -