رُبَمَا ۶۱۸ اَلنَّحْل
وَالَّذِينَ هَاجَرُوا فِي اللَّهِ مِنْ بَعْدِ مَا ظُلِمُوا لَنُبَوِّئَنَّهُمْ فِي الدُّنْيَا حَسَنَةً وَلَأَجْرُ الْآخِرَةِ أَكْبَرُ لَوْ كَانُوا يَعْلَمُونَ ﴿۴۱﴾ الَّذِينَ صَبَرُوا وَعَلَى رَبِّهِمْ يَتَوَكَّلُونَ ﴿۴۲﴾ وَمَا أَرْسَلْنَا مِنْ قَبْلِكَ إِلَّا رِجَالًا نُوحِي إِلَيْهِمْ فَاسْأَلُوا أَهْلَ الذِّكْرِ إِنْ كُنْتُمْ لَا تَعْلَمُونَ ﴿۴۳﴾ بِالْبَيِّنَاتِ وَالزُّبُرِ وَأَنْزَلْنَا إِلَيْكَ الذِّكْرَ لِتُبَيِّنَ لِلنَّاسِ مَا نُزِّلَ إِلَيْهِمْ وَلَعَلَّهُمْ يَتَفَكَّرُونَ ﴿۴۴﴾
اوهغه کسان چه هجرت کړی دی د اللّه تعالٰی دپاره روستو ددی نه چه په دوی باندی ظلم کړی شوی دی خامخا ځای ورکؤو به دوئ ته په دنیا کښی ښائسته اوخامخا ثواب دآخرت ډیرلوی دی که چیری دوئ پوهیدی ﴿۴۱﴾
دوی هغه دی چه صبر ئی کړی دی اوپه خپل رب باندی توکل کوی ﴿۴۲﴾
اونه دی لیږلی مونږ ستانه پخوا مگر نارینه چه وحی کوله مونږ دوئ ته پس تپوس اوکړئ دعلم والونه که تاسو نه پوهیږی ﴿۴۳﴾
(لیږلی وؤ مونږ) په ښکاره دلیلونو (عقلیو) اود نصیحت په خبرو اونازل کړی دی مونږتاته داقرآن ددی دپاره چه وضاحت اوکړی خلقوته دهغه حکمونو چه نازل کړی شوی دی دوئ ته اودپاره ددی چه دوئ فکراوکړی ﴿۴۴﴾
[۴۱] په دی آیت کښی ترغیب دی هجرت ته اوبشارت مهاجرینوته روستو دذکردظلم دظالمانونه یعنی دظالمانو دظلمونونه دبچ کیدلو دپاره چه څوک هجرت کوی - او داددی ربط دی د ماقبل سره او مراد (حَسَنَةً) نه رزق حلال او نیک ذکر دی په روستو خلقوکښی اونصرت د اللّه تعالٰی دی (لَوْ كَانُوا يَعْلَمُونَ) په دی کښی تعریض دی په هجرت نه کوؤنکوباندی -
[۴۲] په دی آیت کښی دوه عملونه ذکردی صبراو توکل چه دا لازم دی دهجرت سره په صبرباندی مراد صبرکول دمؤحد دی په اذیتونو دمشرکانو باندی اودوی روستو داذیتونونه په سبب توکل سره هجرت کوی -
فائده: په دی آیتونوکښی اشاره ده هجرت د حبش ته چه بعضی صحابه کرامودمکی نه اول هجرت کړی وو ملک دحبش ته نوپه حبشوکښی دبادشاه (اصحمه) ملگرتیا ورته ملاؤ شوه اودهغی نه روستو په مدینه کښی اوبیا روستو په نورو ملکونوباندی غلبه حاصل شوه -
[۴۳] په دی آیت کښی اثبات دصدق د رسول اللّٰه ﷺ دی او رد دی په دریمه عقیده دکافرانو چه انکار درسالت دی اوجواب دشبهی د منکرینو د رسالت دی چه منکرینو شبهه کوله چه رسول د اللّه بشرنه شی کیدی نودی آیت کښی ئی جواب اوکړو او (أَهْلَ الذِّكْرِ) نه مراد علماء دکتاب او سنت دی چه هغوی عقیده لری په هغی باندی اوعمل پری کوی نوددی وجی نه اهل العلم ئی نه دی وئیلی بلکه اهل الذکر ئی وئیلی دی اوتفسیرقرطبی کښی ددی آیت په تفسیرکښي لیکلی دی چه ټول انبیاء بشردی اوداسی ذکردی په سورة انبیاء آیت (۷) کښی هم -
فائده: په دی آیت کښی دلیل دی په دی خبره چه په وخت دنیشتوالی دعلم کښی داهل علم نه تپوس کول فرض دی - ځکه چه دکوم شی عمل فرض دی نودهغی علم هم فرض دی - لیکن ددی آیت نه استدلال کول په تقلید جامد اوتقلید شخصی صحیح او جائز نه دی اوله وجه داده چه الذکرنه مراد وحی ده یعنی دهغه چانه تپوس کوئ چه په جواب کښی دلیل وحی ذکرکوی (قرآن او سنت) او د دلیل د تابعدارئ ته تقلید نشی وئیلی کیدی - دوهمه وجه داده چه دعدم علم دوه درجی دی اول عدم علم دحکم دوهم عدم علم د دلیل نودواړه تپوسونه کول لازم دی نوچه دلیل ورته معلوم شی نوداخو تقلید نه دی - دریمه وجه داده چه اللّه تعالٰی اهل الذکر عام ذکرکړی دی اومقلد حنفی خود شافعی عالم نه تپوس نه کوی بلکه مونځ کول ورپسی جائز نه گنړی څلورمه وجه علٰی طریق التنزل ده چه صحیح ده چه په دی آیت کښی اثبات دتقلید دی د امی لیکن هرکله چه روستو وخت کښی دغه شخص امی ته چه صحیح حدیث د مخکنی قول نه خلاف معلوم شی نودی به دغه قول عمل پریږدی اوپه حدیث به عمل کوی اوداسی شامی د علامه بیری نه نقل کړی دی په (ج ۱/ص ۴۶) کښی نومعلومه شوه چه مخکښی تقلید ددی شخص تقلید محمود وؤ اوکه سره دعلم دمخالفت دصحیح حدیث نه اول قول (مذهب خپل) نه پریږدی نودا تقلید مذموم اوحرام دی -
[۴۴] دا آیت هم متعلق دی په مخکښی آیت پوری اوتشجیع ده رسول اللّٰه ﷺ ته په تبلیغ دقرآن روسته داثبات د صدق دهغه نه (بِالْبَيِّنَاتِ) متعلق دی په اَرسَلنَا هُم مقدر پوری اویا متعلق دی په لاتعلمون پوری اوپه دی آیت کښی یوه ذمه واری دپیغمبر ذکرشوی ده چه هغه تشریح کول دقرآن دی، اودوهمه ذمه واری په امت کښی داهل فکروالاجتهاد ذکر کړی شوی ده په (لِتُبَيِّنَ) کښی دلیل دی په دی خبره چه سنت د نبی ﷺ شرح او تفسیرد قرآن دی اوپیغمبر ددی دپاره رالیږلی شوی دی اوپه دی کښی صریح رد دی په منکرینو دحدیث باندی -
فائده: په دی آیت کښی اشاره دلیلونودشرعی ته اول دلیل قرآن دی چه په لفظ د الذکر، کښی مراد دی اودوهم دلیل سنت د نبی ﷺ دی چه په لِتُبَيِّنَ کښی هغی ته اشاره ده اودریم دلیل اجتهاد دمجتهدینو دی که په اتفاق سره وی نوهغی ته اجماع وائی اوکه قول دبعضووی نوهغی ته قیاس دمجتهد وائی لیکن اجماع دلیل او حجت مثبته دی په دی شرط چه سند دهغی دقرآن او حدیث نه موجود وی اودنص صریح نه مخالفت نه وی اوقیاس خوحجت داثبات دپاره نه دی بلکه صرف ښکاره کوؤنکی دی -