رُبَمَا ۶۱۹ اَلنَّحْل

أَفَأَمِنَ الَّذِينَ مَكَرُوا السَّيِّئَاتِ أَنْ يَخْسِفَ اللَّهُ بِهِمُ الْأَرْضَ أَوْ يَأْتِيَهُمُ الْعَذَابُ مِنْ حَيْثُ لَا يَشْعُرُونَ ﴿۴۵﴾ أَوْ يَأْخُذَهُمْ فِي تَقَلُّبِهِمْ فَمَا هُمْ بِمُعْجِزِينَ ﴿۴۶﴾ أَوْ يَأْخُذَهُمْ عَلَى تَخَوُّفٍ فَإِنَّ رَبَّكُمْ لَرَءُوفٌ رَحِيمٌ ﴿۴۷﴾ أَوَلَمْ يَرَوْا إِلَى مَا خَلَقَ اللَّهُ مِنْ شَيْءٍ يَتَفَيَّأُ ظِلَالُهُ عَنِ الْيَمِينِ وَالشَّمَائِلِ سُجَّدًا لِلَّهِ وَهُمْ دَاخِرُونَ ﴿۴۸﴾

اپا پس په امن شول هغه خلق چه مکرونه جوړوی دناکاره کارونو دپاره چه ښکته به بوځی اللّه تعالٰی دوئ په ځمکه کښی یابه راشی دوئ ته عذاب دداسی ځای نه چه دوئ به نه پوهیږی ﴿۴۵﴾
یابه اونیسی دوئ لره په وخت دسفرکولو کښی پس دوی نه شی عاجزکولی اللّه تعالٰی لره ﴿۴۶﴾
یابه اونیسی دوی لره په حالت دویرولو پس یقیناً ستاسورب ډیرشفقت کؤونکی رحم کؤونکی دی ﴿۴۷﴾
آیا دوئ‌ نه گوری هغه څیزونوته چه پیدا کړی دی اللّه تعالٰی دهریوڅیزنه گرځی سوری دهغی د ښی طرف نه او کینړ(گس) طرفونونه سجده کؤونکی اللّه تعالٰی ته او دوی عاجزوی ﴿۴۸﴾

[۴۷،۴۶،۴۵] هرکله چه تیرشوؤ آیتونوکښی دمشرکانومخالفتونه او شبهی په رسول اوقرآن اوپه توحید باندی اوپه قیامت باندی ذکرشول نواوس دهغوی دپاره تخویف دنیوی په دری آیتونوکښی ذکرکوی د (مَكَرُوا السَّيِّئَاتِ) نه مراد دغه مخالفتونه اوشبهات دی په اسلام باندی کوم چه مخکښی تیرشول - (تَقَلُّبِهِمْ) نه مراد سفرونه کول دپاره ددنیا دی اودداسی سفرسره پریشانی ضرور وی ددی وجی په صیغه دفعل سره ذکرکړه اودا وصف دکافرانو دی لکه په سورة العمران (۱۹۶) کښی دی - یاپه بستروباندی اوړیدل را اوړیدل مراد دی (تَخَوُّفٍ) نه مراد نقصان دمالونو اود فصلونو او څاروو دی یاتری مراد عذاب دتادئ دی یا ویره ددشمن ده -
[۴۸] ددی ځای نه دریم باب دی تر (۶۴) پوری په دی باب کښی دری عقلی دلیلونه دی چه په هغی کښی د انقیاد دعالم دپاره د اللّه تعالٰی ذکردی آیت (۳۵،۵۲،۴۸) کښی او دلیل وحی دی په (۵۱) کښی بیا زجردی په شرک سره په (۵۵،۵۴) کښی بیا زجردی په نذر دغیراللّه سره په (۵۶) کښی بیارزجردی په شرک بالملائکه سره په (۵۵،۵۴) کښی بیازجردی په نظردغیراللّه سره په (۵۶) کښی بیا زجردی په شرک بالملائکه سره د (۵۷) نه تر(۶۰) پوری بیا تخویف دنیوی دی په (۶۱) کښی بیا زجربالشرک دی په (۶۲) کښی بیارزجراو تخویف دی په اتباع شیطان سره (۶۳) کښی بیاترغیب دی قران ته په (۶۴) کښی - په دی آیت (۴۸) کښی سجده دسورو ذکرکړی شوی ده اومراد دسجدی نه گرځیدل دسورو اوکمیدل او زیاتیدل دسورو په حکم د اللّه تعالٰی سره دی په دی آیت کښی یمین ئی مفرد وئیلی دی اوشمائیل ئی جمع وئیلی دی ځکه چه شروع کیدل دسوری دیمین نه دی په یوحال بیاشمال طرف ته گرځی لږلږ‌په مختلفو حالاتوکښی - دوهمه نکته داده چه په عرب کښی هرکله مخ کړی مشرق طرف ته نویمین طرف ته لږ وطنونه دی اوشمال طرف ته ډیرملکونه دی (واللّه اعلم) (مِنْ شَيْءٍ) نه مراد اجسام دی اودارنگ په سورة رعد (۱۵) کښی هم ذکردی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>