رُبَمَا ۶۲۰ اَلنَّحْل
وَلِلَّهِ يَسْجُدُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ مِنْ دَابَّةٍ وَالْمَلَائِكَةُ وَهُمْ لَا يَسْتَكْبِرُونَ ﴿۴۹﴾ يَخَافُونَ رَبَّهُمْ مِنْ فَوْقِهِمْ وَيَفْعَلُونَ مَا يُؤْمَرُونَ ۩ ࣛ ﴿۵۰﴾ وَقَالَ اللَّهُ لَا تَتَّخِذُوا إِلَهَيْنِ اثْنَيْنِ إِنَّمَا هُوَ إِلَهٌ وَاحِدٌ فَإِيَّايَ فَارْهَبُونِ ﴿۵۱﴾
اوخاص اللّه تعالٰی لره سجده کوی هغه څه چه په آسمانونوکښی دی اوهغه څه چه په ځمکه کښی دی هرقسم جاندار او ملائک اودوی لوئی نه کوی دحکم د اللّه تعالٰی نه ﴿۴۹﴾
ویریږی دوئ درب خپل نه چه اوچت دی ددوی نه اوکوی دوی هغه چه دوی ته ئی حکم کیدی شی ﴿۵۰﴾
او فرمائیلی دی اللّه تعالٰی مه جوړوئ حق دار دبندگئ دوه یقیناً هغه حق دار دبندگئ یودی پس خاص ځمانه ویره کوئ ﴿۵۱﴾
[۴۹] دآ آیت هم دمخکښی لاندی داخل دی یعنی په دی کښی تعیم دی روستودتخصیص نه (مِنْ دَابَّةٍ) ظاهرداده چه دا شامل دی اهل دآسمانونو اود ځمکودواړوته په دلیل دسورة شوریٰ (۲۹) سره او (وَالْمَلَائِكَةُ) تخصیص بعدالتعمیم دی دپاره درد په مشرکین بالملائکه باندی اودآبةٍ په معنیٰ دساه والاده نوملائکوته هم وئیلی شی او دوهمه توجیه داده چه په آیت کښی لف نشرغیرمرتب دی یعنی من دآبةٍ بیان د مافی الارض دی او والملائکة بیان دمافی السموات دی (وَهُمْ لَا يَسْتَكْبِرُونَ) دا دلیل دی چه ابلیس دملائکونه نه ووځکه چه هغه استکبارکړی وو -
[۵۰] په دی آیت کښی سره دمخکښی نه دملائکو دری صفات ذکرکوی اول عجزدهغوی دوهم خوف دهغوی دریم انقیاد د امر د اللّه تعالٰی (فَوْقِهِمْ) فوق په صفت داللّه تعالٰی کښی دی په اعتبارد معنیٰ سره محکم دی اوپه اعتباردکیفیت سره متشابه دی تاویل کول په غلبه سره اودارنگ تشبیه او تمثیل ددی د صفت دمخلوق سره دواړه غلط دی -
[۵۱] په دی آیت کښی دلیل وحی دی دپاره درد دشرک اومعطوف دی په معنیٰ دماقبل باندی په طریقه ددلیل سره یعنی اللّه تعالٰی فرمائیلی دی چه سجده ځمانه سیوا بل چاته مه کوئ ځکه چه سجده حق د الٰه دی او اللّه تعالٰی فرمائیلی دی چه دوهم الٰه نیشته - اوهرکله چه مشرکان اکثراوقاتوکښی دویری په وخت کښی خپلو الٰهو (معبودانو) ته سجدی کوی ددی وجی نه اوفرمائیل (فَإِيَّايَ فَارْهَبُونِ) او اثنین ئی دتاکید دپاره ددی وجی نه ذکرکړو چه نفی تعدد مراد ده نفی دالوهیت نه ده مراد -