رُبَمَا ۶۲۱ اَلنَّحْل
وَلَهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَلَهُ الدِّينُ وَاصِبًا أَفَغَيْرَ اللَّهِ تَتَّقُونَ ﴿۵۲﴾ وَمَا بِكُمْ مِنْ نِعْمَةٍ فَمِنَ اللَّهِ ثُمَّ إِذَا مَسَّكُمُ الضُّرُّ فَإِلَيْهِ تَجْأَرُونَ ﴿۵۳﴾ ثُمَّ إِذَا كَشَفَ الضُّرَّ عَنْكُمْ إِذَا فَرِيقٌ مِنْكُمْ بِرَبِّهِمْ يُشْرِكُونَ ﴿۵۴﴾ لِيَكْفُرُوا بِمَا آتَيْنَاهُمْ فَتَمَتَّعُوا فَسَوْفَ تَعْلَمُونَ ﴿۵۵﴾ وَيَجْعَلُونَ لِمَا لَا يَعْلَمُونَ نَصِيبًا مِمَّا رَزَقْنَاهُمْ تَاللَّهِ لَتُسْأَلُنَّ عَمَّا كُنْتُمْ تَفْتَرُونَ ﴿۵۶﴾
اوخاص دهغه په اختیار کښی دی هغه څیزونه چه په آسمانونو او ځمکه کښی دی اوخاص اللّه تعالٰی لره تابعداری لازم ده آیا پس سیوا د اللّه تعالٰی نه ویریږئ تاسو اوهغه چه په تاسوباندی څه نعمت دی نود اللّه تعالٰی دطرف نه دی بیاهم چه کله اورسیږی تاسوته مصیبت پس هغه ته خاص فریاد کوئ تاسو ﴿۵۲﴾
اوهغه چه په تاسوباندی څه نعمت دی نود اللّه تعالٰی دطرف نه دی بیاهم چه کله اورسیږی تاسوته مصیبت پس هغه ته خاص فریاد کوئ تاسو ﴿۵۳﴾
بیا چه کله لری کړی مصیبت ستاسونه نویو ډله ستاسو دخپل رب سره شریکان جوړوی ﴿۵۴﴾
(عاقبت داشو) چه ناشکری اوکړی دوی دهغه نعمت چه مونږ دوی ته ورکړی دی پس مزی واخلئ پس زردی چه پوهه به شئ تاسو ﴿۵۵﴾
او مقرره وی دوئ هغه چالره چه هغوی پوهه نه لری برخه دهغه مال نه چه مونږ دوی له ورکړی دی قسم دی په اللّه تعالٰی خامخا تپوس به اوکړی شی ستاسونه دهغه څه چه دروغ جوړوئ تاسو ﴿۵۶﴾
[۵۲] دا دلیل عقلی دی او لام په (لَهُ) کښی دپاره داختیاراودپاره دانقیاد دی (الدِّينُ) په معنیٰ دعبادت دی یعنی متصرف خاص اللّه تعالٰی دی نومعبود هم خاص هغه دی (وَاصِبًا) لازم او همیشه او خاص ته وئیلی شی (تَتَّقُونَ) تقویٰ په اصل کښی توحید دعبادت ته وئیلی شی نودلته ئی د الدین (چه په معنیٰ دعبادت دی) دمناسبت دوجی نه تقویٰ ذکر کړی ده -
[۵۳] په دی کښی هم دلیل عقلی دی مَا موصوله دی او مِن دپاره داستغراق دی نوهرنعمت ظاهری اوباطنی اوبدنی او مالی، صحت، عافیت، مالداری وغیره ته شامل دی (فَإِلَيْهِ تَجْأَرُونَ) یعنی عقیده دمشرک په وخت دتکلیف کښی داده چه مصیبتونه لری کوؤنکی د اللّه تعالٰی نه سیوا بل څوک نیشته جَوَار آواز دسخی یا آواز د کُتری (دسپی بچی) دی په وخت دسختئ کښی مراد ترینه چغی وهل په ډیرعاجزئ سره دی -
[۵۵،۵۴] دا آیتونه هم په زجرکښی داخل دی حاصل دادی چه په وخت دتکلیف کښی اللّه تعالٰی ته عاجزی کوی اوهرکله چه اللّه تعالٰی ددوی عاجزی قبوله کړی اوتکلیف ترینه لری کړی نودوی شرک کوی یعنی بیا نسبت دلری کولو دتکلیف د اللّه تعالٰی نه سیوا بل چاته کوی (فَتَمَتَّعُوا) کښی اشاره ده چه اللّه تعالٰی ددی مشرکانو دعا ددی وجی نه قبلوی چه دا دنیا متاع ده اومتاع کافرانوته هم ملاویږی -
دا رنگ په سورة روم آیت (۳۳) او (۳۴) کښی هم دی -
[۵۶] په دی آیت کښی زجردی په نذرکولو دپاره دغیراللّه، اودا عطف دی په یشرکون باندی اودهغی تفسیردی اودارنگ په سورة انعام آیت (۱۳۶) کښی هم دی (كُنْتُمْ تَفْتَرُونَ) ددی نه مراد هغه قصی مشرکانه او مسائل شرکیه دی (لَا يَعْلَمُونَ) ضمیرراجع دی مَاته چه هغه په معنیٰ دمعبودانو دی یعنی معبودان هیڅ علم ددوی دنذرونونه نه لری یاضمیرراجع دی عابدانوته یعنی دوی دمعبودانو دحال نه خبرلری چه هغوی خو عاجز دی اوڅه نه اوری اونه وینی (مِمَّا رَزَقْنَاهُمْ) مراد ددی نه دخوراک او څښکاک څیزونه اوڅاروی اوغلی کپړی وغیره دغیراللّه په نوم باندی نذرکول دی -