رُبَمَا ۶۲۲ اَلنَّحْل
وَيَجْعَلُونَ لِلَّهِ الْبَنَاتِ سُبْحَانَهُ وَلَهُمْ مَا يَشْتَهُونَ ﴿۵۷﴾ وَإِذَا بُشِّرَ أَحَدُهُمْ بِالْأُنْثَى ظَلَّ وَجْهُهُ مُسْوَدًّا وَهُوَ كَظِيمٌ ﴿۵۸﴾ يَتَوَارَى مِنَ الْقَوْمِ مِنْ سُوءِ مَا بُشِّرَ بِهِ أَيُمْسِكُهُ عَلَى هُونٍ أَمْ يَدُسُّهُ فِي التُّرَابِ أَلَا سَاءَ مَا يَحْكُمُونَ ﴿۵۹﴾ لِلَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِالْآخِرَةِ مَثَلُ السَّوْءِ وَلِلَّهِ الْمَثَلُ الْأَعْلَى وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ ﴿۶۰﴾
او مقرره وی دوی اللّه تعالٰی لره لونړه پاک دی اللّه تعالٰی او وی دی دوی لره هغه څه چه دوی غواړی ﴿۵۷﴾
اوکله چه زیری ورکړی شی یوتن ددوی ته په لورسره شی مخ دهغه تور اوهغه دغصی نه ډک وی ﴿۵۸﴾
ځان پټوی دقوم نه دوجی د ناکاره زیری نه چه ده ته ورکړی شوی دی (سوچ کوی) چه آیا اوساتی هغه (بچی) په ذلت سره اوکه ژوندی او منډی په خاورو کښی خبرشئ ناکاره ده هغه فیصله چه دوئ ئی کوی ﴿۵۹﴾
هغه چالره چه ایمان په آخرت نه لری ناکاره حال دی او اللّه تعالٰی لره خاص دی صفت اوچت او هغه زوره ور او حکمتونووالادی ﴿۶۰﴾
[۵۷] داهم په ماقبل باندی عطف دی اوبل قسم شرک باندی رد کوی نوپه دی آیت کښی زجردی په مشرکین بالملائکة باندی چه هغوی ملائک بنات د اللّه تعالٰی گنړی اودا په مشرکین عرب کښی بعضی قبیلی وی اوهم دا رنگ ذکردی په سورة صافات آیت (۱۴۹) کښی اوسورة زخرف آیت (۱۶) کښی اوسورة طور آیت (۳۹) کښی -
[۵۸] په دی کښی رد دی په رسم دجاهلیت چه هغوی به په لور او خورپیداکیدو بد گنړل او (كَظِيمٌ) هغه غمژن ته وائی چه دغم دوجی نه خبری نشی کولی (بُشِّرَ) بشارت اول خبرد خوشحالئ ته وئیلی شی اودلته په معنیٰ د حرف اول خبرسره دی چه دوی په دی خبرباندی خوشحالی نه کوله -
[۵۹] په دی آیت کښی طریقه دجاهلیت ذکرده چه کله به خبرشول په پیدائش دلورباندی نوپټیدل به دوجی دشرم نه اوفکربه ئی کوؤ چه آیا اوساتی ئی سره دذلت نه اوکه ژوندی ئی دفن کړی (أَيُمْسِكُهُ) ددی نه مخکښی تقدیردی په عبارت کښی یعنی یتفکراو، هُ ضمیردمذکرئی حرف د مَا بُشِّرَ ته راجع کړی دی - (هُونٍ) معنیٰ داچه لورپه ذلت سره ساتی نارینه بچی په هغی باندی غوره کوی زنانه له میراث نه ورکوی -
[۶۰] په دی آیت کښی زجردی مشرکین بالملائکة ته (مَثَلُ السَّوْءِ) ناکاره صفت او حال چه مراد د هغی نه جهل اوکفروغیره دی او (الْمَثَلُ الْأَعْلَى) مراد ترینه اوچت صفات دی که صفات ثبوتی وی لکه خالق او رازق، عالم، اوقادریاصفات سلبیه وی چه شریک ئی نیشته ولد ئی نیشته مثل ئی نیشته -