رُبَمَا ۶۲۳ اَلنَّحْل

وَلَوْ يُؤَاخِذُ اللَّهُ النَّاسَ بِظُلْمِهِمْ مَا تَرَكَ عَلَيْهَا مِنْ دَابَّةٍ وَلَكِنْ يُؤَخِّرُهُمْ إِلَى أَجَلٍ مُسَمًّى فَإِذَا جَاءَ أَجَلُهُمْ لَا يَسْتَأْخِرُونَ سَاعَةً وَلَا يَسْتَقْدِمُونَ ﴿۶۱﴾ وَيَجْعَلُونَ لِلَّهِ مَا يَكْرَهُونَ وَتَصِفُ أَلْسِنَتُهُمُ الْكَذِبَ أَنَّ لَهُمُ الْحُسْنَى لَا جَرَمَ أَنَّ لَهُمُ النَّارَ وَأَنَّهُمْ مُفْرَطُونَ ﴿۶۲﴾ تَاللَّهِ لَقَدْ أَرْسَلْنَا إِلَى أُمَمٍ مِنْ قَبْلِكَ فَزَيَّنَ لَهُمُ الشَّيْطَانُ أَعْمَالَهُمْ فَهُوَ وَلِيُّهُمُ الْيَوْمَ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ ﴿۶۳﴾

اوکه نیولی اللّه تعالٰی خلقو لره په سبب دظلم دهغوئ نه به وی پریخودلی په دی ځمکه باندی هیڅ زنده سر لیکن روستو کوی اللّه تعالٰی دوی لره ترنیټی مقرری پوری پس کله چه راشی نیټه ددوئ نه به روستوکیدی شی یوساعت اونه به مخکښی کیدی شی ﴿۶۱﴾
او مقررکوی دوی اللّه تعالٰی لره هغه څه چه دوئ‌ (ځآن له) بدگنړی اووائی ژبی ددوی دروغ چه یقیناً شته دوی لره خوشحالی خامخا شته دوی لره صرف اور اودوی به ورته مخکښی اوغورځولی شی ﴿۶۲﴾
قسم په اللّه تعالٰی یقیناً لیږلی دی مونږډیرو امتونونه ستا نه پخوا (رسولان) پس ښائسته کړو دوی ته شیطان (ناکاره) عملونه ددوی پس هغه ددوی ملگری دی نن ورځ او دوی لره عذاب دردناک دی ﴿۶۳﴾

[۶۱] په دی آیت کښی دتخویف دنیوی دی اوجواب دسوال دی هرکله چه ظلمونه دمشرکانوذکرشول نوسوال اوشوپه دوی باندی عذابونه ولی نه راځی ددی ظلمونوپه سبب سره نوپه دی آیت کښی دهغی جواب دی - اومطلب دآیت دادی که اللّه تعالٰی مخلوقات نیولی په گناهونودگناه گاروسره اومعافی او تاخیرئی نه کولی نوبارانونه او بوټی به ئی بند کړی وی نوزنده سربه مړه وی اودارنگ په سورة فاطر آیت (۴۵) کښی ذکردی (فَإِذَا جَاءَ أَجَلُهُمْ) داسی په سورة اعراف (۳۴) اوسورة یونس (۴۹) کښی ذکرشوی دی -
فائده: هرکله چه په سورة اعراف اوپه دی سورة کښی فَاپه اذا باندی داخله کړه نوپه جزاباندی فَا داخله نه کړه دپاره ددی چه کلام کښی فصاحت کم نه شی اوسورة یونس کښی اوله فَا نیشته نوفَا ئی په جزا باندی داخله کړه بیاهرکله چه په سورة یونس کښی صریح سوال دعذاب ذکر وؤ نوپه جواب کښی فَا ذکر نه کړه اوپه دی سورة او سورة اعراف کښی سوال مذکورنه دی ددی وجی نه فا ذکرشوی ده واللّه اعلم بحکمهِ -
[۶۲] په دی کښی زجردی په شرک باندی سره ددروغ دعویٰ کولونه چه دوی لره حسنیٰ ده یعنی په دنیاکښی خوشحالی اوپه آخرت کښی ثواب او جنت دی (مَا يَكْرَهُونَ) نه مراد لونړه دی اوشریک دی اودا دواړه عام خلق بد گنړی (مُفْرَطُونَ) دفرط نه ماخوذ دی یعنی مخکښی به لیږلی کیږی یاپه جلتئ به ځی اورته یاهیربه کړی شی داټولی معانی جائز دی -
[۶۳] په دی آیت کښی تسلی ده رسول اللّٰه ﷺ ته سره دزجراوتخویف نه منکرینوته اوسبب دگمراهئ ذکرکړی دی یعنی دوی چه وائی چه زمونږحسنیٰ ده سره دشرک نه نودا ورته شیطان ښائسته کړی ده چه شرک او بدعات خو ښه کارونه دی اوثواب دی او د (فَزَيَّنَ) نسبت شیطان ته په اعتبارد وسوسو دهغه دی (فَهُوَ وَلِيُّهُمُ الْيَوْمَ) ددی یوتوجیه داده چه ضمیر دهُم اُمم ته راجع دی اود الیوم نه مراد ژوند ددنیا دی یاورځ دقیامت ده - دوهمه توجیه داده چه هِم ضمیرمشرکانوته راجع دی یعنی داشیطان لکه چه دوست وؤ دمخکنوخلقو نونن زمانه کښی دموجوده مشرکانو هم دوست دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>