رُبَمَا ۶۲۴ اَلنَّحْل
وَمَا أَنْزَلْنَا عَلَيْكَ الْكِتَابَ إِلَّا لِتُبَيِّنَ لَهُمُ الَّذِي اخْتَلَفُوا فِيهِ وَهُدًى وَرَحْمَةً لِقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ ﴿۶۴﴾ وَاللَّهُ أَنْزَلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَأَحْيَا بِهِ الْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَةً لِقَوْمٍ يَسْمَعُونَ ﴿۶۵﴾ وَإِنَّ لَكُمْ فِي الْأَنْعَامِ لَعِبْرَةً نُسْقِيكُمْ مِمَّا فِي بُطُونِهِ مِنْ بَيْنِ فَرْثٍ وَدَمٍ لَبَنًا خَالِصًا سَائِغًا لِلشَّارِبِينَ ﴿۶۶﴾
اونه دی نازل کړی مونږپه تاباندی کتاب (قرآن) مگردپاره ددی چه تشریح اوکړی ته دوی ته دهغه خبرو چه دوی اختلاف کړی دی په هغی کښی اوهدایت او رحمت دی دپاره دهغه قوم چه ایمان لری ﴿۶۴﴾
او اللّه تعالٰی را ورولی دی دبره طرف نه اوبه پس تازه کړی ده په هغی سره ځمکه پس داوچوالی دهغی نه یقیناً په دی کښی لوی دلیل دی هغه قوم لره چه اوری ﴿۶۵﴾
اویقیناً تاسولره په څارؤو کښی عبرت دی څښکوومونږتاسوته دهغی نه چه ددی په خیټو کښی دی دمینځ دغوشانو اودوینی نه پئ صفا اسان تیریدونکی دپاره د څښکونکو ﴿۶۶﴾
[۶۴] هرکله چه تسلی رسول ته ذکرشوه مخکښی آیت کښی نوپه دی آیت کښی تشجیع ده رسول اللّٰه ﷺ ته په تبلیغ دقرآن سره - الَّذِي اخْتَلَفُوا فِيهِ، نه مراد مسئله دتوحید اود بعث بعدالموت وغیره ده اودا آیت دلیل دی چه په قرآن کښی اختلافی مسئلی فیصله کیږی -
[۶۵] ددی آیت نه څلورم باب دی تر (۷۸) پوری په دی باب کښی شپږعقلی دلیلونه دی چه په هغه کښی پیدائش دمنافعوداشیاؤ ذکردی یعنی خوراک او څښکاک او بیبیانی او اولاد - په آیت (۶۵) کښی اوبه دباران اوبوټی ذکرشوی دی اوآیت (۶۶) کښی پئ ذکرشوی دی اوآیت (۶۷) کښی عصیراو شربتونه ذکرشوی دی او آیت (۶۸) کښی گبین ذکرشوی دی اوآیت (۷۰) کښی خلق دنفوس ذکرشوی دی اوآیت (۷۲) کښی خلق دبیبیانو او اولاد ذکرشوی دی بیابیان دمثال دی دپاره درد شرک په (۷۱) کښی بیازجردی په شرک فی العبادة په آیت (۷۳) کښی بیا منع ده دامثال شرکیؤ نه په آیت (۷۴) کښی بیا دوه مثالونه دی د رد شرک دپاره آیت (۷۵،۷۴) کښی، بیاتخویف اخروی دی په (۷۷) کښی په آیت کښی يَسْمَعُونَ) ذکرکړی دی په دی کښی اشاره ده چه په دی مقام کښی لیدل ضروری نه دی اوریدل هم کافی کیږی - یعنی باران وریدل اوبوټی اوفصلونه ټوکیدل په هرځای کښی نه وی خوچه صرف واوری نو دا کافی ده -
[۶۶] دا دلیل عقلی دی په ذکردنعمت دپیؤ سره اود بَيْنِ فَرْثٍ وَدَمٍ مطلب دادی چه د گیاه وغیره دخوراک نه بعضی حصه لری ته لاړه شی اوفرث تری جوړ شی اوبعضی حصه وینه جوړه شی اودوینی نه پئ جوړیږی - اودوهم مطلب دادی چه خوراک کله لری ته اورسیږی نوپوخ ئی کړی نولاندی فرث مینځ کښی پئ اودپاسه وینه شی اودکبد په ذریعه وینه په رگونوکښی لاړه شی اوپئ غولانځی ته لاړ شی اوفرث په لری کښی پاتی شی -
فائده: په دی آیت کښی بُطُونِهِ ضمیرمذکرراوړی دی اوپه سورة مؤمنون آیت (۲۱) کښی ضمیرمؤنث راوړی دی نودلته کښی په تاویل دکل واحد سره دی په سورة مؤمنون په اعتباردظاهری جمع سره دی بیا ددی فرق کولو یوحکمت دا معلومیږی چه په دی سورة کښی صرف یوفائده دڅاروی ئی ذکرکړی ده اوپه سورة مؤمنون کښی نوری فائدی هم ذکرکړی دی - نودلته دفائدی دیووالی د وجی نه اکتفاء اوشوه په ضمیرمفرد باندی اوپه سورة مؤمنون کښی دکثرت دفائدو دوجی لحاظ د جمعی اوکړی شو -