رُبَمَا ۶۲۵ اَلنَّحْل

وَمِنْ ثَمَرَاتِ النَّخِيلِ وَالْأَعْنَابِ تَتَّخِذُونَ مِنْهُ سَكَرًا وَرِزْقًا حَسَنًا إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَةً لِقَوْمٍ يَعْقِلُونَ ﴿۶۷﴾ وَأَوْحَى رَبُّكَ إِلَى النَّحْلِ أَنِ اتَّخِذِي مِنَ الْجِبَالِ بُيُوتًا وَمِنَ الشَّجَرِ وَمِمَّا يَعْرِشُونَ ﴿۶۸﴾ ثُمَّ كُلِي مِنْ كُلِّ الثَّمَرَاتِ فَاسْلُكِي سُبُلَ رَبِّكِ ذُلُلًا يَخْرُجُ مِنْ بُطُونِهَا شَرَابٌ مُخْتَلِفٌ أَلْوَانُهُ فِيهِ شِفَاءٌ لِلنَّاسِ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَةً لِقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ ﴿۶۹﴾

اود میؤو د کهجورو او انگورونه جوړه وئ تاسودهغی نه سرکه اوخوراک ښائسته یقیناً په دی کښی شته لوی دلیل هغه قوم لره چه عقل نه کار اخلی ﴿۶۷﴾
اوپه زړه کښی واچوله رب ستا توری مچئ ته چه جوړوه ته دغرونونه کورونه اود ونونه اودهغی نه چه داخلق ئی آباده وی ﴿۶۸﴾
بیا خوره دهرقسم میؤو نه پس روانه شه په لارو د رب ستا چه آسانی دی تاته راوځی دخیټو دهغوی نه د څښکلوڅیز چه مختلف دی رنگونه د هغی په هغی کښی علاج دی خلقولره یقیناً په دی کښی لوی دلیل دی هغه قوم لره چه فکرکوی ﴿۶۹﴾

[۶۷] په دی کښی دلیل عقلی دی او مراد د (سَكَرًا) نه سکرشراب دی لیکن ددی آیت دنزول په وخت کښی خمرنه وؤ حرام کړی شوی یاداده چه مراد د سکرنه عصیردی اوسکرئی ورته په دی وجه وئیلی دی چه دا عصیرڅه وخت پوری باقی پاتی شی نوکله ترینه مسکرجوړشی یامراد د سَکَرَ نه سرکه ده اومراد درزق حَسَن نه ټول دخوراک او د څښکاک څیزونه دی چه جوړیږی ددی دواړونه، اونشه په کښی نه وی اودا آیت په اوله معنیٰ سکرسره دلیل دی چه خمرپه انگورو پوری خاص نه دی بلکه دکجهورونه هم جوړیږی بلکه دنورڅیزونونه هم جوړیږی (وربشی، جوار وغیره) لیکن ددی دوؤ ذکرئی ددی وجی نه اوکړو چه په عرب کښی داډیروو اوهرکله چه ددی څیزونوجوړل عقل غواړی دارنگ دسکر وغیره تعلق دعقل سره دی ددی وجی نه یعقلون ئی په آخرکښی ذکرکړی دی -
[۶۹،۶۸] داهم دلیل عقلی دی په بیان دنعمت دگبین سره اوپه اول آیت کښی ذکردی دمکان جوړولو د نحل دغرونو او ونونه اوهغه غیرمملوک وی اود آبادو دخلقونه، اوهغه مملوک وی اوپه دوهم آیت کښی دجوړیدلو دعسل او راوتلود عسلو ذکرکړی دی اولفظ د (بُطُونِهَا) ظاهراً‌ دلالت کوی چه دالاندی طرف نه را اوځی لیکن صحیح داده چه دهغی د راوتلوطرف معلوم نه دی (فِيهِ شِفَاءٌ لِلنَّاسِ) شفا نکره ده په مقام داثبات کښی ده نوعموم نه فائده کوی نومعلومه شوه چه په دی کښی علاج دی دبعضی مرضونو لیکن بعضی سلف صالحینو دحسن نیت په وجه په عموم باندی حمل کړی دی اودا آیت دلیل دی په دی خبره چه علاج کول دمرضونودپاره جائزدی اودتوکل نه خلاف نه دی (وَأَوْحَى) دلته د ایحاء نه مراد دمچئ په فطرت کښی داعلم پیدا کول دی (ذُلُلًا) په دی کښی اشاره ده مچئ‌ ته واپسی خپل ځای ته اسانه وی لارترینه نه روکیږی (شَرَابٌ ) په دی کښی اشاره چه عسل په طریقه دمشروب استعمالول ډیرفائده مند دی (يَتَفَكَّرُونَ) په دی کښی اشاره ده چه دنحل دگبین نه فائدی اخستل اودهغی نه مختلفی نسخی او دوا جوړول دفکروالو کار دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>