رُبَمَا ۶۲۶ اَلنَّحْل

وَاللَّهُ خَلَقَكُمْ ثُمَّ يَتَوَفَّاكُمْ وَمِنْكُمْ مَنْ يُرَدُّ إِلَى أَرْذَلِ الْعُمُرِ لِكَيْ لَا يَعْلَمَ بَعْدَ عِلْمٍ شَيْئًا إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ قَدِيرٌ ﴿۷۰﴾ وَاللَّهُ فَضَّلَ بَعْضَكُمْ عَلَى بَعْضٍ فِي الرِّزْقِ فَمَا الَّذِينَ فُضِّلُوا بِرَادِّي رِزْقِهِمْ عَلَى مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُهُمْ فَهُمْ فِيهِ سَوَاءٌ أَفَبِنِعْمَةِ اللَّهِ يَجْحَدُونَ ﴿۷۱﴾ وَاللَّهُ جَعَلَ لَكُمْ مِنْ أَنْفُسِكُمْ أَزْوَاجًا وَجَعَلَ لَكُمْ مِنْ أَزْوَاجِكُمْ بَنِينَ وَحَفَدَةً وَرَزَقَكُمْ مِنَ الطَّيِّبَاتِ أَفَبِالْبَاطِلِ يُؤْمِنُونَ وَبِنِعْمَتِ اللَّهِ هُمْ يَكْفُرُونَ ﴿۷۲﴾

او اللّه تعالٰی پیدا کړی ئی تاسو بیا مړه کوی تاسو اوبعضی ستاسونه داسی دی چه اورسولی شی ناکاره عمرته (عاقبت داشی) چه نه پوهیږی روستو دپوهی نه په هیڅ څیزباندی یقیناً‌ اللّه تعالٰی پوهه دی قدرت والادی ﴿۷۰﴾
او اللّه تعالٰی غوره والی درکړی بعضی ستاسوته په بعضوباندی په خوراک کښی پس نه دی هغه څوک چه غوره کړی شوی دی ورکؤونکی دمال خپل نه مریانو او وینځوته پس چه هغوی ددوی سره برابرشی (په اختیارکښی) آیا پس دنعمت د اللّه تعالٰی نه دوی انکارکوی ﴿۷۱﴾
او اللّه تعالٰی پیدا کړی دی تاسولره ستاسو دجنس نه جوړئ اوپیدا کړی دی تاسولره ستاسو دبیبیانونه ځامن او نوسی اوخوراک ئی درکړی دی ښه پاک څیزونه آیا پس په باطل (معبودانو) باندی ایمان لرئ اود نعمت د اللّه تعالٰی نه انکارکوئ ﴿۷۲﴾

[۷۰] په دی کښی هم دلیل عقلی دی (أَرْذَلِ الْعُمُرِ) ددی نه مراد داسی حال دی چه دانسان قوتونه ناقص شی اوعقل ئی بی کاره شی اوعلم اوپوهه ترینه زائله شی اودی ته هرم هم وائی - اوحدیث صحیح کښی راغلی ده چه اعوذبک من الهرم اوبعضو مفسرینو وئیلی دی چه دا حال په مؤمن باندی نه راځی په دلیل دسورة تین آیت (۶،۵) اودا رنگ دسورة حج په آیت (۵) کښی هم دی (إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ) په دی کښی اشاره ده چه د اللّه تعالٰی په علم کښی هیڅ نقصان نه راځی (قَدِيرٌ) کښی اشاره ده چه خلق اووفات اوبوډا کول دلیلونه دقدرت د اللّه تعالٰی دی -
[۷۱] هرکله چه مخکښی ایاتونوکښی درزق څیزونه ذکرکړل نو اوس درزق تفاوت ذکرکوی نو ددی آیت په اول جمله کښی تصریح ده په دی خبره چه نظام د اللّه تعالٰی په طریقه د تفاوت سره دی چه څوک ئی غنی جوړکړی دی اوڅوک ئی فقیراوڅوک آزاد او څوک مرئی اودا رنگ په سورة انعام آیت (۱۶۵) اوسورة زخرف آیت (۳۲) کښی دی اوبیا په دی آیت کښی مثال دی د رد دشرک دپاره دوجی د تفاوت درزق نه اودارنگ ذکردی په سورة روم آیت (۲۸) کښی، حاصل دمثال دادی چه هیچ چیری یو مالک په تاسوکښی خپل مملوک لره دومره مال نه دی ورکړی چه دځان سره ئی په اختیارکښی برابرکړی وی نوڅرنگ وائی مشرکان چه اللّه تعالٰی بعضی بندگانو لره چه هغه د اللّه تعالٰی مملوک دی لکه ملائک او انبیاء او اولیاء دومره اختیارورکړی دی چه دځان سره ئی په تصرف کښی برابرکړی وی اوهغوی هم دخلقو حاجت روائي او مشکل کشائی کوی د اللّه تعالٰی په شان - داد اللّه تعالٰی دنعمتونو نه انکاردی اوپه دی مثال کښی اشاره ده رد دشرک عطائی ته -
[۷۲] په دی کښی هم دلیل عقلی دی په بیان د نعمت د ازواجو اود اولاد سره (مِنْ أَنْفُسِكُمْ) معنیٰ داده چه ستاسو دجنس نه اوپه دی کښی اشاره ده دی خبری ته چه نکاح دانسان دپیریانوسره نه کیږی ځکه چه دجنس مخالفت دی (حَفَدَةً) مراد ددی نه نوسی او خدمتگاران دی ځکه چه خفد په اصل کښی خدمت ته وئیلی کیږی اوپه لفظ دلکم کښی اشاره ده دیته چه اولاد به په نسب کښی دپلار تابع وی (أَفَبِالْبَاطِلِ) مراد ددینه معبودان باطله دی چه مشرکان په هغوی باندی عقیده لری چه ښځی او ځامن اومالونه مونږلره زمونږمعبودانو راکړی دی او اللّه ته نسبت نه کوی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>