رُبَمَا ۶۲۷ اَلنَّحْل
وَيَعْبُدُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ مَا لَا يَمْلِكُ لَهُمْ رِزْقًا مِنَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ شَيْئًا وَلَا يَسْتَطِيعُونَ ﴿۷۳﴾ فَلَا تَضْرِبُوا لِلَّهِ الْأَمْثَالَ إِنَّ اللَّهَ يَعْلَمُ وَأَنْتُمْ لَا تَعْلَمُونَ ﴿۷۴﴾
اوبندگی کوی دوی سیوا د اللّه تعالٰی نه دهغه چاچه نشی ورکولی دوی ته روزی د آسمانونونه او دځمکی نه هیڅ قسم اونه ئی وس رسی ﴿۷۳﴾
پس مه بیانوئ اللّه تعالٰی لره مثالونه یقیناً اللّه تعالٰی پوهه لری او تاسو پوهه نه لرئ ﴿۷۴﴾
[۷۳] په دی آیت کښی زجردی په شرک فی العبادت اوپه شرک فی التصرف باندی اودا تفسیردی د تیرشوی آیت چه أَفَبِالْبَاطِلِ يُؤْمِنُونَ یعنی په باطل باندی دیقین کولو نښه داده چه دهغوی بندگی کوی سجدی، طوافونه، نذرونه دقبرونوکول اونورافعال شرکیه (لَا يَمْلِكُ لَهُمْ رِزْقًا مِنَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ) یعنی باران وَرّوَل اود ځمکی نه بوټی اوفصلونه راویستل دځان دپاره اختیار نه لری (وَلَا يَسْتَطِيعُونَ) دبل چا دپاره دهم وس نه لری - یا دا چه اوس هم اختیارنه لری او آئینده دپاره هم امید نیشته -
[۷۴] په دی آیت کښی رد دی په هغه ټولو مشرکانو او کافرانو چه تشبیه د اللّه تعالٰی ورکوی دمخلوق سره مثلاً وائی چه مخلوق ته بغیردوسیلی نه رسیدل نه شی کیدی اود مخلوق دپاره سفارش کوونکی په کاردی چه هغه مخؤریز یا دوست وی دپاره دمشفوع الیه، نوادارنگ اللّه تعالٰی ته بغیردوسیلی نه رسیدل نه شی کیدی اونیکان بندگان شفیع قهری گنړی، اودارنگ په دی آیت کښی رد دی په مجسموؤ او مشبهوباندی چه د اللّه تعالٰی دصفتونو تشبیه ورکوی دمخلوق سره اوهغه له جسم ثابتوی اودارنگ په سورة شوریٰ (۱۱) اوسورة اخلاص (۴) کښی دی (إِنَّ اللَّهَ يَعْلَمُ) دا علت دماقبل دی یعنی د اللّه تعالٰی قیاس په مخلوق باندی نه شی کیدلی مخلوق په هرڅه نه پوهیږی (دمحتاج په حاجت اوحالت باندی علم نه لری) ددی وجی نه هغه وسیلی ته مجتاج دی او اللّه تعالٰی په هرڅه باندی علم لری دا رنگ اللّه تعالٰی په خپل شان او صفتونوباندی عالم دی که دځان دپاره مثال ذکرکوی نوصحیح دی لیکن مخلوق خود اللّه تعالٰی په شان اوپه صفاتوباندی پوره علم نه لری نوهغه مثال د اللّه تعالٰی نه شی پیش کولی -