رُبَمَا ۶۲۸ اَلنَّحْل
ضَرَبَ اللَّهُ مَثَلًا عَبْدًا مَمْلُوكًا لَا يَقْدِرُ عَلَى شَيْءٍ وَمَنْ رَزَقْنَاهُ مِنَّا رِزْقًا حَسَنًا فَهُوَ يُنْفِقُ مِنْهُ سِرًّا وَجَهْرًا هَلْ يَسْتَوُونَ الْحَمْدُ لِلَّهِ بَلْ أَكْثَرُهُمْ لَا يَعْلَمُونَ ﴿۷۵﴾ وَضَرَبَ اللَّهُ مَثَلًا رَجُلَيْنِ أَحَدُهُمَا أَبْكَمُ لَا يَقْدِرُ عَلَى شَيْءٍ وَهُوَ كَلٌّ عَلَى مَوْلَاهُ أَيْنَمَا يُوَجِّهْهُ لَا يَأْتِ بِخَيْرٍ هَلْ يَسْتَوِي هُوَ وَمَنْ يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ وَهُوَ عَلَى صِرَاطٍ مُسْتَقِيمٍ ﴿۷۶﴾ وَلِلَّهِ غَيْبُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَمَا أَمْرُ السَّاعَةِ إِلَّا كَلَمْحِ الْبَصَرِ أَوْ هُوَ أَقْرَبُ إِنَّ اللَّهَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ ﴿۷۷﴾
بیان کړی دی اللّه تعالٰی مثال بنده مرئی وس نه لری په هیڅ څیزباندی اوهغه څوک چه ورکړی دی مونږ هغه ته دخپل طرف نه رزق ښائسته پس هغه خرچ کوی دهغی نه پټ او ښکاره ایا دوی برابرکیدی شی ټول صفتونه د الوهیت دیواللّه تعالٰی دی بلکه زیات خلق پوهه نه لری ﴿۷۵﴾
اوبیان کړی دی اللّه تعالٰی مثال ددوو سړویودهغوی نه چاړا دی وس نه لری په هیڅ څیزباندی اوهغه بوج وی په مالک خپل باندی کوم خواته چه توجه ورکوی نو نشی راوړی هیڅ خیرایا برابردی هغه اوهغه څوک چه حکم کوی په انصاف سره اوهغه وی په لارنیغه باندی ﴿۷۶﴾
اوخاص اللّه تعالٰی لره دی (علم) دپټوڅیزونو دآسمانونو او دځمکی اونه ده معامله دقیامت دراتلو مگرپه شان درپ دسترگی ده بلکه ددی نه هم ډیره نزدی یقیناً اللّه تعالٰی په هرڅیزباندی قدرت لری ﴿۷۷﴾
[۷۵] په آیت کښی مثال دی دپاره د رد په هغه چاچه اللّه تعالٰی مخلوق سره برابروی اواشاره ده دیته چه تاسواللّه تعالٰی لره د خپل ځان نه مثالونه مه پیش کوئ بلکه د اللّه تعالٰی مثال بیانولوته غوږکیږدئ حاصل ددی مثال دادی لکه چه یومرئی وی چه په هیڅ څیزباندی وس نه لری قدرت او تصرف ئی نیشته بغیرداجازت دمولٰی خپل نه اوبل شخص آزاد وی چه هغه ته حلال او فراخ مال ورکړی شوی دی اوهغه دهغی نه په خپل اختیارسره خرچ کوی نودا دواړه برابرنه دی په هیڅ اعتبارسره یعنی مالک او مملوک اومرئی او مولٰی برابرنه دی نوڅه رنگ مشرکان برابرگنړی اللّه تعالٰی لره (هغه اللّه چه مالک اومتصرف دی) دهغه سره چه مملوک د اللّه تعالٰی دی اواختیارمستقل ورسره نیشته که ملائک دی اوکه انسان دی اوکه پیریان دی (مَمْلُوكًا) دا ددی وجی نه ذکرکړو چه عبد خوپه اصل کښی هربنده ته وئیلی شی که آزاد وی اوکه مرئی وی (هَلْ يَسْتَوُونَ) هرکله چه په دی صفت سره مریان او مولاگان ډیردی نوجمع ئی ذکرکړله (الْحَمْدُ لِلَّهِ) دا تفریع ده په وضاحت ددی مثال باندی اواشاره ده چه ټول صفتونه د الوهیت دیو اللّه تعالٰی دپاره دی نودهغه سره هیڅ مخلوق شریک اومشابه نه شی کیدلی -
[۷۶] دابل مثال دی دپاره درد په مشرکینو، تفصیل ددی مثال دادی لکه څنگه چه یوتن چاړا وی اوخبری نه شی کولی - په هیڅ څیزباندی ئی وس نه رسیږی یعنی لاس خپی ئی کارنه کوی اودی بوج وی په خپل مالک باندی (اومالک دلره یوخوا بل خوا نقل کوی) اودارنگ دده سنبالول دمولٰی په ذمه باندی وی اوهرڅه چه دهغه نه طلب کوی نوڅه خیراو فائده نه شی ورکولی ځکه چه نه پوهیږی اونه آوری - اوبل کس هغه دی چه امراوحکم کوی او په عدل اونصاف قدرت لری اوپه لارباندی تلی شی داسی لار چه دی مقصد ته رسوی اوتمیزکولی شی دنیغی لاری او د کږی لاری، نودا دواړه هیڅ کله برابر نشی کیدی نودامثال دی دمعبود باطل چه بت دی یاخاوند دقبردی هغه هم خبری نه شی کولی اولاس او خپی ئی کارنه شی کولی اوپه تغسیل او تکفین او نقل کولوکښی ژوندو ته محتاج دی اوکه څه حاجت ترینه طلب کولی شی نوهغه پوره کولی نه شی ځکه چه نه آوری اونه پوهیږی - اومعبود حق چه اللّه تعالٰی دی امرکوونکی دی په انصاف اوقادر دی په هرڅه اوپوره نظام چلوونکی دټول عالم دی - فرق داول مثال او دوهم مثال دادی چه اول په اعتباردنفی تصرف سره دی فقط او دوهم په اعتباردنفی دکلام او دعلم اودسمع دی سره دنفی دقدرت نه -
فائده: هرکله چه فرق ددوهم قسم د جانبینوپه باره کښی ډیرواضح دی ددی وجی نه هل یستوی ئی په مینځ کښی ذکرکړو اوپه اول قسم کښی فرق لږدی نوهلته ئی هل یستوون په آخرکښی ذکر کړی دی -
[۷۷] په دی آیت کښی تتمه ده دمخکښی مثال اورد دی په شرک فی العلم او شرک فی التصرف باندی اومراد دساعت نه هغه وخت دی چه په هغی کښی ټول خلق به فناکیږی په شپیلئ وهلوسره یا دارنگ دوباره ژوندی کیدل په یوځل سره په دوهمه شپیلئ سره نودهغه وخت مثال ئی ذکرکړی دی درپ دسترگوسره یعنی چه دغه وخت په دومره لږوی لکه رپ دسترگی (أَوْ هُوَ أَقْرَبُ) هرکله چه رپ دسترگی جزء دی دزمانی اوزماني دی نوترقی ئی اوکړه په مثال کښی چه هغه وخت آنی دی زمانی نه دی او لمح البصر خوزمانی ده - اوداسی په سورة قمر (۵۰) کښی شته دی -