رُبَمَا ۶۲۹ اَلنَّحْل

وَاللَّهُ أَخْرَجَكُمْ مِنْ بُطُونِ أُمَّهَاتِكُمْ لَا تَعْلَمُونَ شَيْئًا وَجَعَلَ لَكُمُ السَّمْعَ وَالْأَبْصَارَ وَالْأَفْئِدَةَ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ ﴿۷۸﴾ أَلَمْ يَرَوْا إِلَى الطَّيْرِ مُسَخَّرَاتٍ فِي جَوِّ السَّمَاءِ مَا يُمْسِكُهُنَّ إِلَّا اللَّهُ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ ﴿۷۹﴾ وَاللَّهُ جَعَلَ لَكُمْ مِنْ بُيُوتِكُمْ سَكَنًا وَجَعَلَ لَكُمْ مِنْ جُلُودِ الْأَنْعَامِ بُيُوتًا تَسْتَخِفُّونَهَا يَوْمَ ظَعْنِكُمْ وَيَوْمَ إِقَامَتِكُمْ وَمِنْ أَصْوَافِهَا وَأَوْبَارِهَا وَأَشْعَارِهَا أَثَاثًا وَمَتَاعًا إِلَى حِينٍ ﴿۸۰﴾

او اللّه تعالٰی راویستلی ئی تاسو دخیټو د میندو ستاسونه چه نه پوهیدلی په هیڅ څیزاوپیدا کړی دی تاسولره غوږونه اوسترگی او زړونه ددی دپاره چه تاسو شکراوکړئ‌ ﴿۷۸﴾
آیا دوی نه گوری مارغانوته چه تابع کړی شوی دی په فضا دآسمان کښی نه دی ټینگ کړی دوئ سیوا د اللّه تعالٰی نه هیچ چا یقیناً په دی کښی ډیردلیلونه دی هغه قوم لره چه ایمان لری ﴿۷۹﴾
او اللّه تعالٰی پیداکړی دی تاسولره د کوټوستاسونه ځای دآرام اوپیداکړی دی تاسولره دڅرمنودڅارؤونه کوټی چه سپک مومئ تاسوهغی لره په ورځ دسفر ستاسو اوپه ورځ ددیره کیدو ستاسو اود وړئ دهغی نه اودپشم د هغی نه اود ویختودهغی نه سامان دکور اود فائدی څیزونه تریووخت پوری ﴿۸۰﴾

[۷۸] ددی آیت نه پنځم باب دی تر (۸۳) پوری په دی کښی څلور عقلی دلیلونه دی (۸۱،۸۰،۷۹،۷۸) په دی کښی تذکیردنعمتونودی چه هغه بدنی قوتونه دی اومارغان او کورونه او خیمی دی اوسوری او غارونه دی اوقمیصونه او زغردی اوبیا تسلی ده (۸۲) کښی اوزجردی په (۸۳) کښی - په دی آیت (۷۸) کښی دلیل عقلی دی په ذکردانعام دپیدائش دانسان اوذکرددریو قوتونو دانسان لره اوهغه دری واړه اسباب دعلم او دشکردی (وَجَعَلَ) دائی جدا ذکرکړو اگرچه دپیدایش سره دا قوتونه موجود وی لیکن دپیدائش نه روستو په دی کښی ترقی پیدا کیږی تربلوغ اوبیادڅلویښت کالوپوری -
[۷۹] داهم دلیل عقلی دی په ذکردنعمت دمارغانو سره او دارنگ په سورة ملک (۱۹) کښی ذکردی (جَوِّ) په اصل کښی جوف ته وئیلی شی مراد ددی نه فضاء ده په مینځ د آسمان اود ځمکه کښی -داهم دلیل عقلی دی په ذکردنعمت دمارغانو سره او دارنگ په سورة ملک (۱۹) کښی ذکردی (جَوِّ) په اصل کښی جوف ته وئیلی شی مراد ددی نه فضاء ده په مینځ د آسمان اود ځمکه کښی -
[۸۰] داهم دلیل عقلی دی په تذکیردنعمتونو دکوټو اود خیمو او وړئ اوپشم او ویښته اودهغی نه جامی اونورسامانونه جوړول (مِنْ بُيُوتِكُمْ) کښی اشاره ده ښارونووالوته (مِنْ جُلُودِ الْأَنْعَامِ بُيُوتًا) کښی اشاره ده بانډو اوصحرااوونوته (مِنْ بُيُوتِكُمْ) لفظ د مِن کښی اشاره ده چه دکوټی په بعضه حصه کښی اوسیدل کیدی شی (تَسْتَخِفُّونَهَا) یعنی کله چه سفرکوئ چه دا خیمی منتقل کول درته آسان وی اوکله چه اقامت کوئ نوخیمی اودرول درته اسان وی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>