رُبَمَا ۶۳۰ اَلنَّحْل

وَاللَّهُ جَعَلَ لَكُمْ مِمَّا خَلَقَ ظِلَالًا وَجَعَلَ لَكُمْ مِنَ الْجِبَالِ أَكْنَانًا وَجَعَلَ لَكُمْ سَرَابِيلَ تَقِيكُمُ الْحَرَّ وَسَرَابِيلَ تَقِيكُمْ بَأْسَكُمْ كَذَلِكَ يُتِمُّ نِعْمَتَهُ عَلَيْكُمْ لَعَلَّكُمْ تُسْلِمُونَ ﴿۸۱﴾ فَإِنْ تَوَلَّوْا فَإِنَّمَا عَلَيْكَ الْبَلَاغُ الْمُبِينُ ﴿۸۲﴾ يَعْرِفُونَ نِعْمَتَ اللَّهِ ثُمَّ يُنْكِرُونَهَا وَأَكْثَرُهُمُ الْكَافِرُونَ ﴿۸۳﴾ وَيَوْمَ نَبْعَثُ مِنْ كُلِّ أُمَّةٍ شَهِيدًا ثُمَّ لَا يُؤْذَنُ لِلَّذِينَ كَفَرُوا وَلَا هُمْ يُسْتَعْتَبُونَ ﴿۸۴﴾

او اللّه تعالٰی جوړکړی دی تاسولره دهغی نه چه پیداکړی دی سوری اوجوړ کړی دی تاسولره د غرونونه غارونه اوپیداکړی دی تاسولره قمیصونه چه ساتی تاسو لره دگرمئ نه اوقمیصونه چه ساتی تاسو په وخت دجنگ کښی دغسی پوره کوی اللّه تعالٰی نعمت خپل په تاسو باندی دی دپاره چه د اللّه تعالٰی توحید اومنئ ﴿۸۱﴾
پس که دوی مخ اوگرځوو پس یقیناً ستا په ذمه باندی رَسَول دی صفا ﴿۸۲﴾
پیژنی دوی نعمت د اللّه تعالٰی بیا دهغی نه انکارکوی اوزیات ددوی نه کفرکوی ﴿۸۳﴾
اوپه کومه ورځ چه راپورته به کړو دهرامت نه بیان کؤونکی بیابه اجازت نشی ورکیدی کافرانوته (دعذرکولو) اونه به ددوی توبه قبلیدیشی ﴿۸۴﴾

[۸۱] دا دلیل عقلی دی اوپه دی کښی ذکردنعمتونودسورو اود غارونو او قمیصونو او زغرو دی - (مِمَّا خَلَقَ) مراد ددی نه اونی دیوالونه وغیره دی (نِعْمَتَهُ) مراد ددی نه جنس نعمت دی اواتمام غیردی د اختتام نه (لَعَلَّكُمْ تُسْلِمُونَ) اسلام پوره انقیاد دی ظاهری او باطنی - یعنی منعم علیه باندی عقلاً او نقلاً لازم دی چه د منعم انقیاد اوکړی (تَقِيكُمُ الْحَرَّ) گرمی ئی ذکرکړی ده اویخنی ئی نه ده ذکرکړی ځکه چه هغه وخت کښی مخاطب مکی والاوو اوپه هغوی یخنی نه وه (تَقِيكُمْ بَأْسَكُمْ) دا دلیل دی په دی باندی چه انسان دپاره داستعمال دداسی اسبابوچه دمرگ نه بچ شی جائزدی -
[۸۲] په دی آیت کښی تسلی ده پیغمبرته او (فَإِنْ تَوَلَّوْا) ددی جزاء په اصل کښی مقدرده حاصل ئی دادی پس که دوی مخ اړوی نودوی له به عذا ب ورکړی شی په تاباندی څه وبال نیشته ما سیوا دتبلیغ نه -
[۸۳] په دی آیت کښی زجردی مطلب ددی آیت دادی چه اقرارکوی چه دانعمتونه د اللّه تعالٰی دی خوبیا انکارکوی اونسبت کوی شفاعت د الٰهو ته - دوهمه معنیٰ داده چه اقرار دنعمتونوکوی په خپلو خولوسره اوانکارکوی په عملونوسره - بله معنیٰ داده چه پیژنی په زړونوسره اوانکارکوی په ژبوخپلو (وَأَكْثَرُهُمُ الْكَافِرُونَ) اکثرهم ځکه اوئیل چه دبعضی کسانوعملی انکارکفرته رسیدونکی نه وی -
[۸۴] ددی ځای نه شپږم باب دی تر (۱۱۳) پوری په دی کښی اول تخویف اخروی دی د (۸۴) نه تر (۸۹) پوری بیاترغیب دی قرآن ته دپاره د دفع دعذاب په (۸۹) کښی پوری بیاترغیب دی قرآن ته دپاره ددفع دعذاب په (۸۹) کښی بیا خلاصه دمضامینو دقرآن ده په (۹۰) کښی بیاترغیب دی په وفا دلوظ سره په (۹۱) آیت کښی بیا منع ده د نقض عهد نه په مختلف تعبیرونو سره په آیت (۹۶،۹۵،۹۴،۹۲،۹۱) کښی اوتخویف دی په (۹۳) کښی اوبشارت دی په (۹۷) کښی بیاترغیب دی قرآن ته سره دادب نه په (۱۰۰،۹۹،۹۸) کښی اوزجردی په انکاردنسخ سره په (۱۰۲،۱۰۱) کښی اوبیا زجردی په نسبت کولودقرآن سره تعلیم د بشرته آیت (۱۰۳) کښی بیا تخویف دی په (۱۰۴) کښی اوزجردی په (۱۰۵) کښی بیا تخویف دی په بی لوظئ‌ سره چه هغی ته ارتداد وائی د (۱۰۶) نه تر (۱۰۹) پوری بیا بشارت دی په هجرت سره آیت (۱۱۰) کښی تخویف اخروی دی (۱۱۱) کښی بیا تخویف دنیوی دی په طریقه د تمثیل سره په (۱۱۳،۱۱۲) کښی - په دی آیت (۸۴) کښی تخویف اخروی دی (لَا يُؤْذَنُ) یعنی د عذرکولو اذن به نه وی لکه په سورة مرسلات (۳۶) کښی دی - (وَلَا هُمْ يُسْتَعْتَبُونَ) دالفظ یا دعتبانه دی اوعتبا وئیلی کیږی رجوع کول او توبه کول یادعتاب نه دی په دی کښی معنیٰ دزائل کولودعتاب ده - یعنی رضاکول نومعنیٰ دا شوه چه ددوی نه طلب دتوبی نه شی کیدی یاداچه ددوی نه طلب درضا کولود اللّه تعالٰی نه شی کیدی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>