رُبَمَا ۶۳۱ اَلنَّحْل
وَإِذَا رَأَى الَّذِينَ ظَلَمُوا الْعَذَابَ فَلَا يُخَفَّفُ عَنْهُمْ وَلَا هُمْ يُنْظَرُونَ ﴿۸۵﴾ وَإِذَا رَأَى الَّذِينَ أَشْرَكُوا شُرَكَاءَهُمْ قَالُوا رَبَّنَا هَؤُلَاءِ شُرَكَاؤُنَا الَّذِينَ كُنَّا نَدْعُو مِنْ دُونِكَ فَأَلْقَوْا إِلَيْهِمُ الْقَوْلَ إِنَّكُمْ لَكَاذِبُونَ ﴿۸۶﴾ وَأَلْقَوْا إِلَى اللَّهِ يَوْمَئِذٍ السَّلَمَ وَضَلَّ عَنْهُمْ مَا كَانُوا يَفْتَرُونَ ﴿۸۷﴾ الَّذِينَ كَفَرُوا وَصَدُّوا عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ زِدْنَاهُمْ عَذَابًا فَوْقَ الْعَذَابِ بِمَا كَانُوا يُفْسِدُونَ ﴿۸۸﴾
اوکوم چه وخت اوینی ظالمان خلق عذاب لره پس نه به شی سپک کیدی ددوی نه اونه به دوی له مهلت ورکیدی شی ﴿۸۵﴾
اوکوم وخت اووینی مشرکان خلق خپلومعبودانو(باطلو) لره اوبه وائی ای ربه زمونږ داهغه زمونږمعبودان دی کوم چه مونږترینه مدد غوښتلو سیوا ستانه پس هغوی به اغورځوی دوی ته جواب چه یقیناً تاسو دروغژن ئی ﴿۸۶﴾
اوپیش به کړی دوی اللّه تعالٰی ته په دغه ورځ دروغی خبری اوروک به شی دوی نه هغه چه دوی څه دروغ جوړول ﴿۸۷﴾
هغه کسان چه کفرئی کړی دی اومنع کوی خلق د لاری د اللّه تعالٰی نه زیاتی کؤو به دوی لره عذاب نوردپاسه ددوی نه په دی وجه چه دوی فساد کوی ﴿۸۸﴾
[۸۵] په دی آیت کښی هم تخویف اخروی دی اوجزاء دپاره اذا محذوف ده اوتقدیرئی دادی فبعذبون -
[۸۶] په دی کښی هم تخویف اخروی دی په برائت د الٰهؤ باطله سره دعابدینونه (إِنَّكُمْ لَكَاذِبُونَ) یعنی مونږتاسوته امردخپلی بندگئ نه دی کړی - دا دلیل دی په دی خبره چه دغه معبودان دخپلو عابدانو دحال نه خبرنه دی لکه سورة یونس آیت (۲۹.۲۸) او احقاف ایت (۶.۵) کښی چه ذکردی -
[۸۷] په دی آیت کښی هم تخویف دی او د (ضَلَّ عَنْهُمْ) معنیٰ داده چه هیربه شی ددوی نه هغه باطل دلیلونه چه دوی دځان نه جوړول اودوهمه معنیٰ داده چه غائب به شی ددوی نه هغه معبودان چه دوی ورته په دروغه معبودان وئیل، دریمه معنیٰ داده چه زائل به شی ددوی نه ددروغوامیدونه چه دا الٰهه به زمونږسفارش کوی -
[۸۸] په تیرشوؤ آیتونوکښی ذکردمعبودینوصالحینو وو چه د اللّه تعالٰی سره شریک کړی شوی وو او تخویف وو عامومشرکانوته، اوپه دی آیت کښی تخویف دی هغه گمراهانوته چه نورخلق ئی گمراه کړی وو (يُفْسِدُونَ) افساد نه مراد نوروخلقوته دگمراهئ دعوت ورکول دی -