رُبَمَا ۶۳۲ اَلنَّحْل
وَيَوْمَ نَبْعَثُ فِي كُلِّ أُمَّةٍ شَهِيدًا عَلَيْهِمْ مِنْ أَنْفُسِهِمْ وَجِئْنَا بِكَ شَهِيدًا عَلَى هَؤُلَاءِ وَنَزَّلْنَا عَلَيْكَ الْكِتَابَ تِبْيَانًا لِكُلِّ شَيْءٍ وَهُدًى وَرَحْمَةً وَبُشْرَى لِلْمُسْلِمِينَ ﴿۸۹﴾ إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ وَالْإِحْسَانِ وَإِيتَاءِ ذِي الْقُرْبَى وَيَنْهَى عَنِ الْفَحْشَاءِ وَالْمُنْكَرِ وَالْبَغْيِ يَعِظُكُمْ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ ﴿۹۰﴾
اوپه کومه ورځ چه راپورته کړو به په هرامت کښی گواهی کؤونکی په دوی باندی دجنس ددوی نه اورابه ولو تالره گواهی کؤونکی په دی (موجوده) خلقوباندی اونازل کړی مونږپه تاباندی داکتاب تشریح کؤونکی دی دهری ضروری جبری اوهدایت دی اورحمت دی اوزیری دی دپاره دمسلمانانو ﴿۸۹﴾
یقیناً اللّه تعالٰی حکم کوی په انصاف سره اواحسان سره اوحقونه ورکول خپلوانوته اومنع کوی د بی حیايئ نه اودبدوکارونونه اودظلم کولونه وعظ درکوی تاسوته دی دپاره چاتاسونصیحت قبول کړئ ﴿۹۰﴾
[۸۹] ددی آیت په اوله حصه کښی تخویف اخروی دی په ذکردشهادت دانبیاؤ اودعلماؤ حق پرستو په امتونوباندی اودا شهادت ددعوت اوتبلیغ به وی او داسی په سورة نساء (۴۱) کښی دی اوپه (۸۴) کښی ذکر دعام دی ددی آیت په دوهمه حصه کښی ترغیب دی قرآن ته په ذکردڅلورو صفاتودپاره دبچ کیدلو دعذاب قیامت نه اودارنگ په دی جمله کښی اشاره ده چه دعوت کونکوته اللّه تعالٰی علم دقرآن ورکړی دی نودهغی په باره کښی به ددوی نه تپوس کیږی (تِبْيَانًا لِكُلِّ شَيْءٍ) په دی کښی مرادهرهغه څیزونه دی چه ددین باره کښی هغی ته حاجت وی یامراد کل شیء نه په دی سورة کښی ذکرداصولو دنعمتونودی (وَبُشْرَى لِلْمُسْلِمِينَ) معنیٰ داده چه په قرآن سره زړونه دمسلمانانو خوشحالیږی - او مُسْلِمِينَ، هغه دی چه سره دایمان نه اعمال ظاهریه شرعیه باندی پابندی کوی اوعمل په قرآن باندی ښکاره کوی -
[۹۰] په دی آیت کښی خلاصه د (لِكُلِّ شَيْءٍ) ذکرده چه مخکښی آیت کښی ذکرشو اوددی آیت په باره کښی عثمان ابن مظعون رضی اللّه عنه فرمائیلی دی چه اول خوماایمان صرف دحیاء دوجی نه راوړی وو اوکله چه دا آیت نازل شو او زه د رسول اللّٰه ﷺ سره ناست ووم نوایمان کلک شوځما په زړه کښی - مینه او محبت می زیات شو د محمد ﷺ سره - اوعبداللّه ابن مسعود رضی اللّه عنهم فرمائیلی دی چه داپه قرآن کښی ښه جمع کوونکی دخیردی اود شردی او ددی وجی نه عمربن عبدالعزیر امرکړی وو خطیبانوته چه دا آیت په خطبو کښی اولولئ تشریح ددی آیت داده چه احکام دوه قسمه دی مامورات (چه په هغی سره امراوحکم کړی شوی وی) او منهیات (چه دهغی نه منع کړی شوی وی) بیا مامورات دوه قسمه دی حقوق د اللّه تعالٰی او حقوق دبندگانو او منهیات هم دغه دوه قسمونه دی، بیا حقوق د اللّه تعالٰی په دوه قسمه دی یوعقائد او عبادات اودوهم دهغی اوقات او مقداراو کیفیات (طریقی) نو (بِالْعَدْلِ) کښی حق د اللّه تعالٰی اول قسم دی یعنی عقائد اوعبادات یعنی توحید اوټول اعمال دتوحید اوپه (الْإِحْسَانِ) کښی حق د اللّه تعالٰی دوهم قسم دی یعنی طریقی او مقادیر او اوقات اوهغی ته سنت هم وئیلی کیږی اوحق دبندگانوپه (إِيتَاءِ ذِي الْقُرْبَى) کښی ذکردی یعنی قربت والا (که نسبی وی اوکه سببی وی) یعنی عامومؤمنانوته دهغوی حقوق اداکول، دینی او دنیوی حقوق دواړه - اومنهیات هم دوه قسمه دی حقوق اللّه او حقوق العباد - اوحقوق اللّه کښی بیا دوه قسمه دی یوهغه چه دهغی قباحت په عقل او شرعی دواړو سره معلوم وی لفظ (الْفَحْشَاءِ) سره هغه مراد دی په هغی کښی ټول اقسام دکفر اودشرک داخل دی اودروغ، غلاکول، زنا کول هم په کښی داخل دی - دوهم هغه چه دهغی قباحت صرف په شرعی سره معلومیږی لکه بدعات د عقائدو اوداعمالواوپه لفظ (الْمُنْكَرِ) کښی هغه ته اشاره ده اوحقوق العباد کښی ظلم کول په بندگانوباندی لوی گناه دی هغی ته اشاره ده په لفظ د (الْبَغْيِ) سره نومعلومه شوه چه په دی آیت کښی ټول دین اسلام داخل دی (يَعِظُكُمْ) معلومه شوه چه په وعظ کولوکښی ذکر دماموراتو او منهیاتو داخل دی -