رُبَمَا ۶۳۳ اَلنَّحْل
وَأَوْفُوا بِعَهْدِ اللَّهِ إِذَا عَاهَدْتُمْ وَلَا تَنْقُضُوا الْأَيْمَانَ بَعْدَ تَوْكِيدِهَا وَقَدْ جَعَلْتُمُ اللَّهَ عَلَيْكُمْ كَفِيلًا إِنَّ اللَّهَ يَعْلَمُ مَا تَفْعَلُونَ ﴿۹۱﴾ وَلَا تَكُونُوا كَالَّتِي نَقَضَتْ غَزْلَهَا مِنْ بَعْدِ قُوَّةٍ أَنْكَاثًا تَتَّخِذُونَ أَيْمَانَكُمْ دَخَلًا بَيْنَكُمْ أَنْ تَكُونَ أُمَّةٌ هِيَ أَرْبَى مِنْ أُمَّةٍ إِنَّمَا يَبْلُوكُمُ اللَّهُ بِهِ وَلَيُبَيِّنَنَّ لَكُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ مَا كُنْتُمْ فِيهِ تَخْتَلِفُونَ ﴿۹۲﴾
اوپوره کوئ لوظ د اللّه تعالٰی کله چه تاسو لوظ کړی دی او مه ماتوئ قسمونه وروسته دوپوخ والی دهغی نه اویقیناً گرځولی دی تاسو اللّه تعالٰی لره په ځان باندی ذمه وار یقیناً اللّه تعالٰی عالم دی په هغه څه باندی چه کوئ تاسو ﴿۹۱﴾
اومه کیږئ په شان دهغه زنانه چه سپړدلی ئی وی سپنړسئ خپله روستو دمضبوط والی نه ټکړی ټکړی گرځوئ تاسوقسمونه خپل بی کاره په کورنئ خپله کښی ددی وجی نه چه شته یوه ډله ډیروفائدو والا دبلی ډلی نه یقیناً ارمیښت کوی اللّه تعالٰی په تاسوباندی په دی سره اوخامخا بیان به کړی تاسوته دقیامت په ورځ هغه شی چه تاسوپه هغی کښی اختلاف کوئ ﴿۹۲﴾
[۹۱] هرکله چه تیرشوی آیت کښی عهد د اللّه تعالٰی ذکرکړی شو نوپه دی آیت کښی ترغیب دی په وفاء دعهد سره اومنع کول دی دنقض عهد نه (وَقَدْ جَعَلْتُمُ اللَّهَ عَلَيْكُمْ كَفِيلًا) کښی اشاره ده چه د قسم کولو او عهد کولو په وخت کښی د اللّه تعالٰی نوم ذکرکولی شی (وَأَوْفُوا) قرطبی وئیلی دی چه دا معطوف دی په معنیٰ د ماقبل باندی یعنی اللّه تعالٰی تاسوته اوامراو نواهی رالیږلی دی اوامرئی کړی دی په ایفاء د عهدونوباندی (بِعَهْدِ اللَّهِ) دا لفظ عام دی هرهغه عهد ته چه د اللّه تعالٰی او رسول اللّٰه ﷺ سره تړلی شوی دی (چه هغه په قرآن اوحدیث کښی دی) یاپه مینځ دبندگانو کښی عهود او عقود وی دی ټولوته شامل دی - لیکن اول دعهدونونه مراد قرآن اوحدیث باندی عمل کول اوپه توحید او سنت باندی وفا کول دی ددی وجی نه دلته ئی عهداللّه وئیلی دی اوپه عهد کښی لفظ د اشهد وی اوهغه په معنیٰ دیمین (قسم) کښی دی ددی وجی نه الایمان ئی اوئیلو اوبیا ددی عهدونوتاکید په رالیږلودقرآن اودرسول سره شوی دی ددی وجی نه (تَوْكِيدِهَا) ئی اوئیلو اوهرکله چه هردعوی دارد ایمان د اللّه تعالٰی ذمه داری په وخت دعهد کښی ذکرکوی ددی وجی نه (وَقَدْ جَعَلْتُمُ اللَّهَ) ئی اوفرمائیل -
[۹۲] په دی آیت منع ده د عهد دماتولونه په طریقه دمثال سره ئی ذکرکړی دی اودا عطف دی ولاتنقضوالایمان باندی دمثال حاصل دادی چه یوزنانه وی او جولاگیری (کډئي) کوونکی وی اولیونئ هم وی ځکه چه اودلی شوی تارونه دوباره سپړی اوټکړی کوی نوعهدماتوونکی دهغی په شان دی- نومعلومه شوه چه د اللّه تعالٰی عهدماتوونکی دداسی زنانه په شان بی عقله او بی شعوره دی اوځان ته نقصان رسوؤنکی دی (تَتَّخِذُونَ) په دی کښی همزه داستفهام دپاره زجرپټ دی (دَخَلًا بَيْنَكُمْ) په معنیٰ ددهوکی سره دی یعنی سبب الدخل، یا دَخَلا په معنیٰ دفاسد (بی کاره) دی اوسبب دنقض دعهد ئی ذکرکړی دی (أَنْ تَكُونَ أُمَّةٌ هِيَ أَرْبَى مِنْ أُمَّةٍ) یعنی مشرکان اوکافرانواوبدعتیانو ته نظراوکړئ نوهغوی ورته مالدارښکاره شی دهغوی امدنی ډیره ووینی نوددنیا دحرص دوجی نه عهددتوحید او طریقه دسنت پریږدی - (إِنَّمَا يَبْلُوكُمُ اللَّهُ بِهِ) په دی جملی سره جواب ورکوی چه اللّه تعالٰی مشرکانواوبی دینوخلقوته مالداری او امدنی ډیره ورکوی ځکه چه په دی سره دمؤمنانو ابتلاء او امتحان کوی (تَخْتَلِفُونَ) اشاره ده چه نقض عهد سبب دی دپاره داختلاف -