رُبَمَا ۶۳۴ اَلنَّحْل
وَلَوْ شَاءَ اللَّهُ لَجَعَلَكُمْ أُمَّةً وَاحِدَةً وَلَكِنْ يُضِلُّ مَنْ يَشَاءُ وَيَهْدِي مَنْ يَشَاءُ وَلَتُسْأَلُنَّ عَمَّا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ ﴿۹۳﴾ وَلَا تَتَّخِذُوا أَيْمَانَكُمْ دَخَلًا بَيْنَكُمْ فَتَزِلَّ قَدَمٌ بَعْدَ ثُبُوتِهَا وَتَذُوقُوا السُّوءَ بِمَا صَدَدْتُمْ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ وَلَكُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ ﴿۹۴﴾
اوکه غوختلی اللّه تعالٰی خامخا گرځولی به ئی وی تاسویوه ډله لیکن بی لاری کوی چاله چه اغواړی اوپه لاری روانوی چاله چه اوغواړی اوخامخاتاسونه به تپوس کیدی شی دهغه عملونو چه تاسوئی کوئ ﴿۹۳﴾
اومه گرځوئ قسمونه خپل بیکاره په کورنئ خپلی کښی نو اوبه خوئیږی خپی روستو دکلک والی دهغی نه او اوبه څکئ عذاب په وجه ددی چه منع کوئ خلق د دلاری د اللّه تعالٰی نه اوستاسو دپاره عذاب لوی دی ﴿۹۴﴾
[۹۳] هرکله چه تیرشوی آیت کښی اختلاف ذکرکړی شو چه هغه نقض دعهد په وجی سره پیداکیږی نوپه دی آیت کښی ذکرکوی چه دااختلاف هم د اللّه تعالٰی په اختیارکښی دی دارد دی په فرقه قدریه اومتزله باندی یعنی اضلال اوهدایت په اختیارد اللّه تعالٰی کښی دی اودلته اضلال اوهدایت په دی معنیٰ دی چه څوک دعهد نه واړوی اوڅوک په عهدباندی کلک پاتی شی - او (لَتُسْأَلُنَّ) کښی اشاره ده چه انسان مجبورمحض نه دی نودا رد دی په فرقه جبریه باندی -
[۹۴] په دی آیت کښی منع ده دقسم اوعهد ماتولونه هغه چالره چه مقتداوی لکه عالم، پیر، امام وغیره نوتکرارنیشته اودتخصیص وجه داده چه دده په عهد ماتولوسره دده دتابعدارو خپی هم دحق دین نه اوخوئیږی نوهم ضال وی اوهم مضل شی (قَدَمٌ) نه مراد قدمونه دتقلید کوؤنکودی یاقدمونه دهغه مقتدا مراد دی اواوله معنیٰ غوره ده په قرینه دصددتم عن سبیل اللّه -