رُبَمَا ۶۳۵ اَلنَّحْل
وَلَا تَشْتَرُوا بِعَهْدِ اللَّهِ ثَمَنًا قَلِيلًا إِنَّمَا عِنْدَ اللَّهِ هُوَ خَيْرٌ لَكُمْ إِنْ كُنْتُمْ تَعْلَمُونَ ﴿۹۵﴾ مَا عِنْدَكُمْ يَنْفَدُ وَمَا عِنْدَ اللَّهِ بَاقٍ وَلَنَجْزِيَنَّ الَّذِينَ صَبَرُوا أَجْرَهُمْ بِأَحْسَنِ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ ﴿۹۶﴾ مَنْ عَمِلَ صَالِحًا مِنْ ذَكَرٍ أَوْ أُنْثَى وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَنُحْيِيَنَّهُ حَيَاةً طَيِّبَةً وَلَنَجْزِيَنَّهُمْ أَجْرَهُمْ بِأَحْسَنِ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ ﴿۹۷﴾ فَإِذَا قَرَأْتَ الْقُرْآنَ فَاسْتَعِذْ بِاللَّهِ مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ ﴿۹۸﴾
اومه اخلئ په بدل دلوظ د اللّه تعالٰی دنیا لږه یقیناً هغه څه چه د اللّه تعالٰی سره دی هغه غوره دی تاسولره که تاسوپوهیږئ ﴿۹۵﴾
هغه څه چه تاسوسره دی فنا به شی اوهغه څه چه د اللّه تعالٰی سره دی باقی دی اوخامخا بدله ورکؤوم به هغه کسانوته چه صبرئی کړی دی ثوابونه د هغوی په عوض دهغه کارونوچه دوی کول ﴿۹۶﴾
چاچه عمل کړی دی برابردسنت سره که نارینه وی اوکه زنانه وی اوحال دا چه مؤمن وی پس خامخا ژوند به ورکوم ده ته ژوند دمزی او خامخا بدله ورکؤو دوی ته دثوابونوددوی په عوض دښه کارونوچه دوی کول ﴿۹۷﴾
پس کله (چه غواړی) ته چه لولی قرآن پس (اول) پناهی اوغواړه په اللّه تعالٰی سره دشیطان رټلی شوی نه ﴿۹۸﴾
[۹۵] په دی آیت کښی منع کول دی دنقض دعهد نه ددنیا دمال او جاه په حرص سره یعنی چه حق دین دتوحید او سنت ددنیا دمال او اقتدار دوجی نه مه پریږدئ اودی ته اشتراء هم وائی اوتفصیل ددی اشتراء په سورة بقره (۴۱) کښی ذکرشوی دی او (ثَمَنًا قَلِيلًا) ټول متاع ددنیا ته وئیلی شی لکه په سورة توبه (۳۸) اوسورة نساء (۷۷) کښی دی (إِنَّمَا عِنْدَ اللَّهِ) دا ترغیب دی جنت اوآخرت ته -
[۹۶] په دی کښی علت دی دماقبل (خیر) دپاره - اوپه دی کښی تزهید فی الدنیا دی یعنی د اللّه تعالٰی دعهد اوپه دین باندی مضبوط کیدلوسره چه کوم اوجراوثواب د اللّه تعالٰی طرف نه ملاویږی هغه نه ختمیږی اوددی دنیا مال اوقتدار فنا کیږی - اوپه عهدباندی مضبوط والی ته په دی آیت کښی صبروئیلی شوی دی لفظ احسَنِ ئی ددی وجی نه ذکرکړی دی چه حسن مباح ته وئیلی کیږی اوپه مباح کولوسره اجرنه ملاویږی - اواحسن کښی سنت او واجب اوفرض داخل دی یاد احسن اضافت مایعملون ته اضافت بیانیه دی -
[۹۷] په دی آیت کښی بشارت دی هغه چاته چه په عهد باندی وفا کوی - اوهغی نه په ایمان او عمل صالح سره تعبیرکړی دی (حَيَاةً طَيِّبَةً) غوره قول دادی چه په دی سره هغه ټول نعمتونه مراد دی چه په هغی خوشحالی په دنیا اوآخرت کښی حاصلیږی اوپه دی کښی داخل دی حلال رزق اوقناعت او توفیق دطاعاتو په دنیا کښی اودوهم قول دادی چه مراد ددی نه جنت دی ځکه چه بغیردجنت نه ژوند نه ښائسته کیږی (أَجْرَهُمْ بِأَحْسَنِ) تیرشوی آیت کښی جزا دنیوی مراد ده اودلته جزاء اخرویه مراد ده -
[۹۸] په دی آیت کښی ترغیب دی قرآن ته سره دادب نه وجه دربط داده چه قرآن کښی تذکیردعهد داللّه تعالٰی دی او تعوذباللّه ددی دپاره دی چه دشیطان دوسوسو نه بچاؤ حاصل شی ځکه چه شیطان دقرآن نه منع کول کوی اوانسان ته د تحریف اودغلط تاویل کولووسوسی اچوی اود اللّه تعالٰی دعهد نه ئی غافل کوی (الرَّجِيمِ) چه په هغه باندی په قرآن کښی لعنتونه وئیلی شوی دی اودهغه قبیح احوال ذکردی (فَإِذَا قَرَأْتَ) مراد دقرائت نه اراده دقرائت ده (فَاسْتَعِذْ) امردی په طلب سره او اعوذباللّه وئیل امتثال دحکم دی نوغوره اعوذباللّه وئیل دی -