رُبَمَا ۶۳۶ اَلنَّحْل

إِنَّهُ لَيْسَ لَهُ سُلْطَانٌ عَلَى الَّذِينَ آمَنُوا وَعَلَى رَبِّهِمْ يَتَوَكَّلُونَ ﴿۹۹﴾ إِنَّمَا سُلْطَانُهُ عَلَى الَّذِينَ يَتَوَلَّوْنَهُ وَالَّذِينَ هُمْ بِهِ مُشْرِكُونَ ﴿۱۰۰﴾ وَإِذَا بَدَّلْنَا آيَةً مَكَانَ آيَةٍ وَاللَّهُ أَعْلَمُ بِمَا يُنَزِّلُ قَالُوا إِنَّمَا أَنْتَ مُفْتَرٍ بَلْ أَكْثَرُهُمْ لَا يَعْلَمُونَ ﴿۱۰۱﴾ قُلْ نَزَّلَهُ رُوحُ الْقُدُسِ مِنْ رَبِّكَ بِالْحَقِّ لِيُثَبِّتَ الَّذِينَ آمَنُوا وَهُدًى وَبُشْرَى لِلْمُسْلِمِينَ ﴿۱۰۲﴾

یقیناً نیشته ده لره وس دگمراه کولو په هغه چاچه ایمان ئی راوړی دی اوپه خپل رب باندی توکل کوی ﴿۹۹﴾
یقیناً وس دگمراه کولو دده‌ په هغه کسانو دی چه ده سره دوستانه کوی اوهغه کسان چه په سبب دوسوسودده سره مشرکان دی ﴿۱۰۰﴾
اوکله چه بدل راوړو مونږ یو آیت په ځای دبل آیت باندی او اللّه تعالٰی ښه پوهه دی په هغه څه چه نازلوی ئی دوی وائی یقیناً‌ ته خودروغ جوړونکی ئی بلکه زیات خلق نه پوهیږی ﴿۱۰۱﴾
ته اوایه نازل کړی دی دا قرآن پاک روح د طرف درب ستانه په حق سره ددی دپاره چه کلک کړی مؤمنانولره (په ایمان باندی) اوهدایت دی اوزیری دی دپاره د مسلمانانو ﴿۱۰۲﴾

[۹۹] په دی آیت کښی مراد د سُلْطَان نه داسی گناه ته لمسول دی چه هغه نه بخلی کیږی یعنی شرک - یاترینه توبه نه اوباسی لکه بدعات کول اودا نفی دسلطان خاص دی اوداسی په سورة حجر (۴۲) کښی هم دی اوکه سلطان په معنیٰ دزور یا دلیل شی نودهغی نفی عامه ده لکه په سورة ابراهیم (۲۲) کښی -
[۱۰۰] دلته د سلطان نه مراد هغه سلطان خاص دی چه په مخکښی آیت کښی نفی شوی دی (بِهِ مُشْرِكُونَ) ضمیربِهِ اللّه تعالٰی ته راجع دی یعنی د اللّه تعالٰی سره شرک کوی اویا دا ضمیرشیطان ته راجع دی او معنیٰ داچه (بسبب اغوائه) یعنی په سبب دوسوسی دشیطان په شرک کښی اخته شوی دی -
[۱۰۱] په دی کښی زجردی منکرینودقرآن ته چه په قرآن باندی اعتراض کوی په باره دنسخ کښی چه دا افتراء او دروغ دی اوبحث دنسخ په تفسیرد سورة بقره کښی تیرشوی دی (وَاللَّهُ أَعْلَمُ بِمَا يُنَزِّلُ) کښی اشاره ده چه نسخ اوتبدیل کښی د اللّه تعالٰی ډیرحکمتونه وی (لَا يَعْلَمُونَ) یعنی دوی دنسخ په حکمتونوباندی علم نه لری اومعلومه شوه چه دا اعتراض کوؤنکی جاهل دی -
[۱۰۲] په دی کښی جواب دتیرشوی اعتراض دی یعنی دا افتراء‌ نه ده بلکه دجبرائیل علیه السلام په واسطه سره اللّه تعالٰی نازل کړی دی اودری فائدی ئی ذکرکړی دی، اوله فائده تثبت او مضبوط والی په دین باندی دقرآن کریم په سبب سره دی - دوهم پوره هدایت دعقیدی اواحکامو اودریم خوشحالی او اطمینان -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>