رُبَمَا ۶۳۷ اَلنَّحْل

وَلَقَدْ نَعْلَمُ أَنَّهُمْ يَقُولُونَ إِنَّمَا يُعَلِّمُهُ بَشَرٌ لِسَانُ الَّذِي يُلْحِدُونَ إِلَيْهِ أَعْجَمِيٌّ وَهَذَا لِسَانٌ عَرَبِيٌّ مُبِينٌ ﴿۱۰۳﴾ إِنَّ الَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِآيَاتِ اللَّهِ لَا يَهْدِيهِمُ اللَّهُ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ ﴿۱۰۴﴾ إِنَّمَا يَفْتَرِي الْكَذِبَ الَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِآيَاتِ اللَّهِ وَأُولَئِكَ هُمُ الْكَاذِبُونَ ﴿۱۰۵﴾ مَنْ كَفَرَ بِاللَّهِ مِنْ بَعْدِ إِيمَانِهِ إِلَّا مَنْ أُكْرِهَ وَقَلْبُهُ مُطْمَئِنٌّ بِالْإِيمَانِ وَلَكِنْ مَنْ شَرَحَ بِالْكُفْرِ صَدْرًا فَعَلَيْهِمْ غَضَبٌ مِنَ اللَّهِ وَلَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ ﴿۱۰۶﴾ ذَلِكَ بِأَنَّهُمُ اسْتَحَبُّوا الْحَيَاةَ الدُّنْيَا عَلَى الْآخِرَةِ وَأَنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الْكَافِرِينَ ﴿۱۰۷﴾

اویقیناً پوهیږو مونږ چه بیشکه دوی وائی یقیناً خودلی دی دا قرآن (رسول ته) یو انسان ژبه دهغه کسی چه دوی ورته غلط نسبت کوی عجمی ده اودا قرآن ژبه عربی ده واضحه ﴿۱۰۳﴾
یقیناً هغه کسان چه ایمان نه لری په آیاتونو د اللّه تعالٰی هدایت (توفیق) نه ورکوی دوی ته اللّه تعالٰی او ددوی دپاره عذاب درد ناک دی ﴿۱۰۴﴾
یقیناً جوړوی دروغ هغه کسان چه ایمان نه لری په آیاتونو د اللّه تعالٰی اودغه کسان دوی دروغژن دی ﴿۱۰۵﴾
چاچه کفراوکړو په اللّه تعالٰی روستو دایمان راوړلونه سیوا دهغه چانه چه زورپری اوکړی شو او زړه دهغه کلک وؤ په ایمان باندی لیکن چاچه پرانستله کفر قبلولو ته سینه پس دوی باندی غضب د اللّه تعالٰی دی او دوی دپاره عذاب لوی دی ﴿۱۰۶﴾
دا ددی وجی نه چه دوی خوښ کړی دی ژوند د دنیا په آخرت باندی اوپه دی وجه چه د اللّه تعالٰی توفیق نه ورکوی قوم کفر کؤونکی ته ﴿۱۰۷﴾

[۱۰۳] په دی آیت کښی تسلی ده پیغمبرته اوجواب ددوهم اعتراض دمنکرینودی، هغه دادی چه دوی وئیل چه دی نبی ته یوبنده نصرانی تعلیم ورکوی اوهغه زمونږ ددین یعنی شرک نه مخالف دی اوعجمی دی حاصل دجواب دادی چه هغه بنده خوعجمی دی اودا قرآن عربی فصیح بلیغ دی عجمی شخص په دی قدرت نه لری (أَعْجَمِيٌّ) هغه دی چه وضاحت او فصاحت سره خبری نه شی کولی که عربی وی او که غیر عربی وی -
[۱۰۴] تخویف دی منکرینو دقرآن ته اوآیت کښی اشاره ده چه عدم ایمان په قرآن باندی سبب د محرومیدلودی دهدایت نه او د (لَا يُؤْمِنُونَ) نه مراد دغه اعتراضات کوؤنکی دی نودوی ضدیان او عنادیان دی -
[۱۰۵] دا جواب ددوی دهغه قول دی چه دوی نبی ته نسبت د افتراء‌ کوؤ یعنی منکرین دقرآن کریم یوخوپه اللّه تعالٰی باندی افتراء کوی شریک او دولد نسبت ورته کوی اوبل داچه دوی همیشه دروغ وائی -
[۱۰۶] په دی آیت کښی تخویف دی نقض کؤنکو دعهد ته په سبب دمرتد کیدلواوپه دی کښی بیان دحال دهغه چادی چه افتراء کوی په اللّه تعالٰی باندی نوپه دی وجه دمخکښی سره ربط دی (إِلَّا مَنْ أُكْرِهَ) دا استثناء ده دکفرنه چه په معنیٰ دتلفظ کولو دی په کلمه دکفرسره او اوکره هم په معنیٰ د اکراه کولو په تلفظ د کلمه دکفرباندی ده نواستثناء متصل صحیح شوه او شرح بالکفرسره تکرار هم نه لازمیږی - مراد اکراه نه دادی چه دقتل کولو دباؤ پری اوکړی یادبعضی اندام د پری کولو، اوهغه دباؤ کوونکی ددی قدرت لری په داسی وخت کښی په عزیمت باندی عمل کول غوره دی یعنی که قتل کړی شی نودهغه اجرکیږی اوشهید دی اوپه رخصت باندی عمل کول جائزدی اورخصت دادی چه په کلمه دکفرسره په ژبه تلفظ اوکړی خوپه زړه کښی پوخ مؤمن وی (شَرَحَ بِالْكُفْرِ) مراد شرح نه قبلول دکفردی بغیردشک شبهی نه -
[۱۰۷] په دی آیت کښی دوه سببونه د ماقبل ذکر کړی دی اول محبت ددنیا دی استحباب محبت دی سره دغوره کولو نه او آخرت نه غافل کیدل دی او بل سبب داچه هدایت د اللّه تعالٰی عنادی کافرانو ته نه ملاویږی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>