رُبَمَا ۶۳۸ اَلنَّحْل
أُولَئِكَ الَّذِينَ طَبَعَ اللَّهُ عَلَى قُلُوبِهِمْ وَسَمْعِهِمْ وَأَبْصَارِهِمْ وَأُولَئِكَ هُمُ الْغَافِلُونَ ﴿۱۰۸﴾ لَا جَرَمَ أَنَّهُمْ فِي الْآخِرَةِ هُمُ الْخَاسِرُونَ ﴿۱۰۹﴾ ثُمَّ إِنَّ رَبَّكَ لِلَّذِينَ هَاجَرُوا مِنْ بَعْدِ مَا فُتِنُوا ثُمَّ جَاهَدُوا وَصَبَرُوا إِنَّ رَبَّكَ مِنْ بَعْدِهَا لَغَفُورٌ رَحِيمٌ ﴿۱۱۰﴾ يَوْمَ تَأْتِي كُلُّ نَفْسٍ تُجَادِلُ عَنْ نَفْسِهَا وَتُوَفَّى كُلُّ نَفْسٍ مَا عَمِلَتْ وَهُمْ لَا يُظْلَمُونَ ﴿۱۱۱﴾
دا هغه خلق دی چه مهروهلی دی اللّه تعالٰی په زړونو د هغوی اوپه غوږونو او سترگو دهغوی باندی او دغه کسان دوی بی پرواه دی ﴿۱۰۸﴾
خامخا دوی به په آخرت کښی دوی تاوان والا وی (په همیشه عذاب سره) ﴿۱۰۹﴾
بیا یقیناً ستا رب هغه کسانو ته چه هجرت ئی کړی دی روستو دهغی نه چه تکلیفونه ور رسولی شوی دی بیائی جهاد کړی دی اوصبرئی کړی دی یقیناً ستا رب روستو (ددی کارونونه) بخنه کؤونکی رحم کؤونکی دی ﴿۱۱۰﴾
په داسی ورځ چه رابه شی هرنفس کوشش به کوی دعذاب دفع کولو دځان نه او پوره به ورکړی شی هرنفس ته بدله دعملونو دهغه او دوی باندی به ظلم نه شی کیدی ﴿۱۱۱﴾
[۱۰۸] دا نتیجه د ماقبل قبایحو ده په دنیا کښی اوطبع په ابصارو باندی زیاته ده د غشاوة یعنی دپردونه اوپه دی کښی دمنکرینو دوه صفتونه ئی ذکرکړی دی -
[۱۰۹] دا نتیجه دماقبل ده په آخرت کښی اوپه دی کښی ددوی یوصفت ذکر کړی دی -
[۱۱۰] ربط ددی آیت د اکراه سره دادی چه په دی آیت کښی د اکراه د کافرانونه د بچ کیدلو دپاره طریقه ذکر کړی ده چه هغه هجرت دی اوترغیب دی هجرت ته او (فُتِنُوا) نه مراد اکراه ده اوآیت کښی اشاره ده چه پس دهجرت کولو نه بیاهم جهاد کول او صبرکول ضروری دی (مِنْ بَعْدِهَا) دا ضمیرپه تاویل دخصلت سره جهاد او صبرته راجع دی -
[۱۱۱] په دی آیت کښی تخویف اخروی دی دپاره دمنکرینو او تارکینو دهجرت (تُجَادِلُ عَنْ نَفْسِهَا) عذرونو پیش کولو دپاره به یو وخت وی او د وَلَا يُؤْذَنُ لَهُمْ فَيَعْتَذِرُونَ سورة مرسلات (۳۶) دپاره به بل وخت وی نو تعارض نیشته دی (عَنْ نَفْسِهَا) کښی اشاره ده چه پلار ځوی، ورور وغیره دده دطرف نه به جدال نه کوی دهغوی نه به ناامیده شی نوپه خپله به مجادله شروع کړی -