رُبَمَا ۶۳۹ اَلنَّحْل

وَضَرَبَ اللَّهُ مَثَلًا قَرْيَةً كَانَتْ آمِنَةً مُطْمَئِنَّةً يَأْتِيهَا رِزْقُهَا رَغَدًا مِنْ كُلِّ مَكَانٍ فَكَفَرَتْ بِأَنْعُمِ اللَّهِ فَأَذَاقَهَا اللَّهُ لِبَاسَ الْجُوعِ وَالْخَوْفِ بِمَا كَانُوا يَصْنَعُونَ ﴿۱۱۲﴾ وَلَقَدْ جَاءَهُمْ رَسُولٌ مِنْهُمْ فَكَذَّبُوهُ فَأَخَذَهُمُ الْعَذَابُ وَهُمْ ظَالِمُونَ ﴿۱۱۳﴾ فَكُلُوا مِمَّا رَزَقَكُمُ اللَّهُ حَلَالًا طَيِّبًا وَاشْكُرُوا نِعْمَتَ اللَّهِ إِنْ كُنْتُمْ إِيَّاهُ تَعْبُدُونَ ﴿۱۱۴﴾ إِنَّمَا حَرَّمَ عَلَيْكُمُ الْمَيْتَةَ وَالدَّمَ وَلَحْمَ الْخِنْزِيرِ وَمَا أُهِلَّ لِغَيْرِ اللَّهِ بِهِ فَمَنِ اضْطُرَّ غَيْرَ بَاغٍ وَلَا عَادٍ فَإِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَحِيمٌ ﴿۱۱۵﴾

اوبیان کړی دی اللّه تعالٰی مثال دیو کلی چه امن والا ؤو په قلاره ؤو راتله به هغوی ته خوراکونه پریوانه دهرځای نه پس ناشکری ئی اوکړه د نعمتونود اللّه تعالٰی پس اوڅکوله هغوی ته اللّه تعالٰی جامه د لوږی او د ویری په سبب دهغه کارونو چه دوی همیشه کول ﴿۱۱۲﴾
او یقیناً راغلی دی دوی ته رسول ددوی دجنس نه پس دوی هغه ته دروغژن اوئیل پس اونیول دوی لره عذاب اودوی ظالمان وؤ ﴿۱۱۳﴾
پس خورئ دهغی نه چه درکړی دی اللّه تعالٰی تاسوته حلال پاک اوشکرکوئ‌ دنعمت د اللّه تعالٰی که تاسو خاص هغه لره بندگی کوئ‌ ﴿۱۱۴﴾
یقیناً حرام کړی دی اللّه تعالٰی په تاسوباندی مرداره او وینه او غوښه دخنزیر او هرهغه شی چه آواز اوکړی شی په هغی باندی د نذر دغیراللّه پس څوک چه ناچاره شو نه ؤو طلب گار دمزی اونه دحد نه تیریدونکی ؤو پس یقیناً اللّه تعالٰی بخنه کؤونکی رحم کؤونکی دی ﴿۱۱۵﴾

[۱۱۲] په دی آیت کښی تخویف دنیوی دی مشرکینوته او دی کښی اشاره ده نزول د عذاب دقحط ته په اهل مکه باندی او دائی مثال گرځولی دی دپاره دنورو خلقو یا قریة نه مراد بله قریه ده په طریقه دمثال سره لکه قریه دسباوالو په سورة سبا (۱۶،۱۵) کښی ذکرده اودا رنگ دمثال دپاره په خارج کښی وجود شرط نه وی - بناپه اول قول سره مکه معظمه اگرچه په جوار دبیت اللّه تعالٰی کښی ده لیکن هرکله چه مکی والو د اللّه تعالٰی د نعمتونو ناشکری اوکړه نو نعمتونه تری نه بند شول اوعذاب دقحط پری شروع شو نو نور کلی والا چه داسی ناشکره شی نوهغوی به څنگه بچ شی دعذاب د اللّه تعالٰی نه (فَأَذَاقَهَا اللَّهُ لِبَاسَ الْجُوعِ) قحط او لوږه مشابه کړی شوی ده دلباس سره ، لکه څنگه چه لباس احاطه کړی وی په بدن باندی نودارنگ قحط او خوف په دوی باندی احاطه اوکړه یا دامطلب دی چه اثار دقحط‌ په دوی باندی داسی ښکاره شول لکه چه لباس په بدن باندی ښکاریږی او سبب ددی قحط دعا شرد نبی ﷺ ده په دوی باندی اللّهم اجعلها علیهم سنین کِسنی یوسف او دیته اشاره ده په سورة دخان (۱۱،۱۰) کښی - او تعبیرئی په اذاقها سره ځکه اوکړو چه مراد ذوق په معنیٰ مشهوره (څکل) سره دی اواشاره ده چه ددنیا عذاب لږ وی په نسبت دآخرت - (فَكَفَرَتْ بِأَنْعُمِ اللَّهِ) په دی سورة کښی ډیرنعمتونه ذکرشول ددی وجی نه ددی تخصیص ئی په دی آیت کښی اوکړو اوکفرنه مراد شرک کول او رسول نه انکار کول دی -
[۱۱۳] په دی آیت کښی ذکر دلوی نعمت دی هغه داچه رسول ئی ددوی دجنس نه اودقوم نه را ولیږلو (فَكَذَّبُوهُ) تفسیردی د فکفرت بانعم اللّه او (فَأَخَذَهُمُ الْعَذَابُ) تفسیر دی د فاذاقهاالجوع والخوف (ظَالِمُونَ) نه مراد شرک کول دی -
[۱۱۴] ددی آیت نه تر آخر دسورة پوری اووم باب دی - په دی کښی رد دی په شرک فی التحلیل والتحریم باندی تر (۱۱۷) پوری اوذکر دتحریم قهری دی زجراً په (۱۱۸) کښی، بیا بشارت دی په سبب دتوبه کولو سره په (۱۱۹) کښی بیا دلیل عقلی دی د ابراهیم علیه السلام نه دپاره درد په مشرکینو اودهغه لس اوصاف او احوال ئی ذکرکړی دی د (۱۲۰) تر (۱۲۳) پوری، اوجواب دسوال دی په (۱۲۴) کښی بیاترغیب دی دعوت اوتبلیغ ته په ذکرکولو دپنځو ادابوسره تر آخردسورة پوری په دی (۱۱۴) کښی رد دی په تحریم لغیراللّه باندی اوددی تشریح په سورة بقره او سورة مائده کښی تیره شوی ده اوپه دی کښی تفسیردی دکفران کولو دمشرکینو چه مخکښی آیت کښی ذکرشو لکه نعمتونه د اللّه تعالٰی چه په ځان باندی حرام کړی وو پس امراوکړی شو چه دا حلال اوگنړئ - اوپه دی آیت کښی دلیل دی چه د اللّه تعالٰی حلال منل او شکرکول داهم عبادت دی (وَاشْكُرُوا) هرکله چه دا سورة دنعمتونو سورة دی ددی وجی نه په دی سورة کښی دواشکروا نعمت اللّه ذکر ئي اوکړو -
[۱۱۵] په دی آیت کښی رد دی په تحلیل دغیراللّه او نذر دغیراللّه باندی یعنی مشرکینو دا مذکور څیزونه حلال گنړل اوحال دادی چه داحرام په ټولو دینونو کښی دی - تفسیردآیت په سورة بقره کښی تیرشوی دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>