رُبَمَا ۶۴۰ اَلنَّحْل

وَلَا تَقُولُوا لِمَا تَصِفُ أَلْسِنَتُكُمُ الْكَذِبَ هَذَا حَلَالٌ وَهَذَا حَرَامٌ لِتَفْتَرُوا عَلَى اللَّهِ الْكَذِبَ إِنَّ الَّذِينَ يَفْتَرُونَ عَلَى اللَّهِ الْكَذِبَ لَا يُفْلِحُونَ ﴿۱۱۶﴾ مَتَاعٌ قَلِيلٌ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ ﴿۱۱۷﴾ وَعَلَى الَّذِينَ هَادُوا حَرَّمْنَا مَا قَصَصْنَا عَلَيْكَ مِنْ قَبْلُ وَمَا ظَلَمْنَاهُمْ وَلَكِنْ كَانُوا أَنْفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ ﴿۱۱۸﴾

اومه وائی هغه څیزته چه بیانوی ئی ژبی ستاسو دروغ چه داشی حلال دی اوداشی حرام دی ددی دپاره چه جوړوی په اللّه تعالٰی باندی دروغ یقیناً هغه کسان چه جوړوی په اللّه تعالٰی باندی دروغ نه شی بچ کیدلی (دعذاب نه) ﴿۱۱۶﴾
(دوی لره) مزه لږه ده اودوی لره عذاب دردناک دی ﴿۱۱۷﴾
اوپه هغه کسانوباندی چه یهودیان دی حرام کړی دی مونږ هغه څه چه بیان کړی دی مونږ په تاباندی پخوا ددی نه اوظلم نه دی کړی مونږپه دوی باندی لیکن دوی په خپلو ځانونو باندی ظلم کوی ﴿۱۱۹﴾

[۱۱۶] په دی آیت کښی رد دی دمشرکانو په تحلیل او تحریم باندی پس دبیان د حکم دهغی نه په تیرشوو دوو آیتونو کښی یعنی تحلیل اوتحریم بندگانوپه اختیارکښی نه دی - اوپه دی آیت کښی تصریح ده چه څوک دځان نه تحلیل او تحریم کوی نودی په اللّه تعالٰی باندی افتراء‌ کوی او داسی کس د اللّه تعالٰی دعذاب نه نه شی بچ کیدی (لِمَا تَصِفُ) لام اجلیه دی او (هَذَا حَلَالٌ) مقوله ده دقول یا لام شانیه دی یعنی په باره دهغی کښی چه ستاسو ژبی بیانوی (الْكَذِبَ) مفعول د لاتقولوا دی او هذا حلال تفسیردی د الکذب -
[۱۱۷] داجواب دسوال دی چه دی مشرکانولره ډیرنعمتونه ورکړی شوی دی نومعلومه شوه چه دوی په حقه دی جواب اوشو چه دا دنیا لږه مزه ده زربه ختم شی (مَتَاعٌ قَلِيلٌ) خبرئی حذف دی لهم - یامبتداء محذوف ده یعنی متاعهم متاع قلیل -
[۱۱۸] په دی آیت کښی بیان دخاص تحریم دی په یهودوباندی اومقصود په کښی تخویف دی یعنی لکه چه دهغوی بغی سبب دتحریم دنعمتونوشوه نو که تاسو بغی اوکړئ نو اللّه تعالٰی به په تاسوباندی هم نعمتونه حرام او منع کړی دی اوددی آیت تشریح په سورة انعام (۱۴۶) اوسورة نساء (۱۶۰) کښی تیره شوی ده -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>