رُبَمَا ۶۴۱ اَلنَّحْل
ثُمَّ إِنَّ رَبَّكَ لِلَّذِينَ عَمِلُوا السُّوءَ بِجَهَالَةٍ ثُمَّ تَابُوا مِنْ بَعْدِ ذَلِكَ وَأَصْلَحُوا إِنَّ رَبَّكَ مِنْ بَعْدِهَا لَغَفُورٌ رَحِيمٌ ﴿۱۱۹﴾ إِنَّ إِبْرَاهِيمَ كَانَ أُمَّةً قَانِتًا لِلَّهِ حَنِيفًا وَلَمْ يَكُ مِنَ الْمُشْرِكِينَ ﴿۱۲۰﴾ شَاكِرًا لِأَنْعُمِهِ اجْتَبَاهُ وَهَدَاهُ إِلَى صِرَاطٍ مُسْتَقِيمٍ ﴿۱۲۱﴾وَآتَيْنَاهُ فِي الدُّنْيَا حَسَنَةً وَإِنَّهُ فِي الْآخِرَةِ لَمِنَ الصَّالِحِينَ ﴿۱۲۲﴾ ثُمَّ أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ أَنِ اتَّبِعْ مِلَّةَ إِبْرَاهِيمَ حَنِيفًا وَمَا كَانَ مِنَ الْمُشْرِكِينَ ﴿۱۲۳﴾
بیایقیناً ستارب هغه کسانولره چه بدکارونه کوی په ناپوهئ سره بیائی توبه اوکړه روستو ددی نه اوعمل ئی کؤو برابر دسنت سره یقیناً ستارب روستو ددی نه بخنه کؤونکی رحم کؤونکی دی ﴿۱۱۹﴾
یقیناً ابراهیم علیه السلام ؤو پیشوا (دین بیانؤونکی) تابعدار د اللّه تعالٰی پوخ مؤحد اونه ؤو دی دمشرکانو دډلی نه ﴿۱۲۰﴾
شکر کؤونکی ؤو په نعمتونو د اللّه تعالٰی غوره کړی ؤو ده لره او هدایت کړی ؤو دده لاری نیغی ته ﴿۱۲۱﴾
اوورکړی ؤو مونږ ده ته په دنیا کښی ښائسته ژوند اویقناً دی به په آخرت کښی دکامیابو نه وی ﴿۱۲۲﴾
بیا وحی اوکړه مونږتاته چه تابعداری کوه دملت د ابراهیم علیه السلام چه پوخ مؤحد ؤو او نه ؤو دمشرکانو دډلی نه ﴿۱۲۳﴾
[۱۱۹] په دی آیت کښی ترغیب دی توبه کولوته (عَمِلُوا السُّوءَ) هرگناه ته شامل دی او (بِجَهَالَةٍ) اشاره ده چه هرگناه کوؤنکی په وخت د گناه کولو کښی جاهل وی یعنی په دغه وخت کښی دگناه دعاقبت نه ناخبروی (مِنْ بَعْدِهَا) ضمیرپه تاویل دخصلت سره توبی او اصلاح ته راجع دی - په دی کښی اشاره ده چه دتوبی سره عمل صالح یوځای وی مغفرت اورحمت دواړه حاصلیږی -
[۱۲۲،۱۲۱،۱۲۰] په دی کښی دلیل نقلی دابراهیم علیه السلام نه ذکر کوی دپاره درد په ټولو مشرکانو، اوتخصیص د ابراهیم علیه السلام په دی وجه اوکړو چه نیکه وو دمشرکانودمکه اودیهود او دنصاریٰ ، اودارنگ مشرکانوبه دعویٰ کوله چه مونږپه ملت ابراهیم علیه السلام باندی یو نوپه ذکردابراهیم علیه السلام سره ئی په هغوی باندی رد اوکړو چه هغه خو مشرک نه وو بیا په دی آیتونوکښی دابراهیم علیه السلام پنځه اوصاف ذکرکړی شوی دی (۱) امة (۲) قانت (۳) حنیف (۴) لم یک من المشرکین (۵) شاکراً لانعمه دامت نه مراد دادی چه یواځی دامت په شان مضبوط وو - یا داچه خودنه کوونکی دخیروو یاداچه امام وو - اوبیا پنځه احوال دابراهیم علیه السلام دی (۱) احتباه (۲) هدا مراد دادی چه صراط المستقیم ته دعوت ورکولو طریقه یا دلیلونه مونږه ده ته خودلی وؤ (۳) اتیناه فی الدنیا حسنة مراد ددی دادی چه انبیاء ددی نه روستو ټول دده په اولاد کښی را ولیږلی شول، یاداچه دده نیک ذکر اوستائینه په روستو خلقو کښی پاتی شوه - او (۴) إِنَّهُ فِي الْآخِرَةِ لَمِنَ الصَّالِحِينَ اوپنځم حال په روستو آیت کښی دی -
[۱۲۳] تابعداری دملت ابراهیمیه په اعلان دبرائت کښی دمعبودانو باطلؤنه او دتمام مشرکانو نه اوپه اکثر احکامو فروعیه کښی هم ده -