سُبْحَانَ الَّذِي ۶۴۷ بنی إسرائيل
فَإِذَا جَاءَ وَعْدُ أُولَاهُمَا بَعَثْنَا عَلَيْكُمْ عِبَادًا لَنَا أُولِي بَأْسٍ شَدِيدٍ فَجَاسُوا خِلَالَ الدِّيَارِ وَكَانَ وَعْدًا مَفْعُولًا ﴿۵﴾ ثُمَّ رَدَدْنَا لَكُمُ الْكَرَّةَ عَلَيْهِمْ وَأَمْدَدْنَاكُمْ بِأَمْوَالٍ وَبَنِينَ وَجَعَلْنَاكُمْ أَكْثَرَ نَفِيرًا ﴿۶﴾
پس هرکله چه راغله نیټه داول فساد نورا اولیږل مونږ په تاسو باندی بندگان زمونږ چه ډیرسخت جنگ والا ؤو پس ورننوتل په مینځ دکورونو کښی او دا وه وعده پوره کړی شوی ﴿۵﴾
بیا واپس درکړه مونږ تاسوته غلبه په هغوی باندی اوزیاتی کړو مونږ ستاسو مالونه او ځامن او جوړ کړئ مونږتاسو ډیری ډلی والا ﴿۶﴾
[۵] په دی آیت کښی (عِبَادًا لَنَا) نه مراد جالوت او دهغه ملگری دی - اودهغوی واقعه په سورة بقره کښی تیره شوی ده (فَجَاسُوا) مراد ددی نه دکورونو تالاشی کول اودهغی بی عزتی کول اودهغی نه خلق شړل دی او لفظ د لَنَا کښی لام دملکیت دپاره دی یعنی دغه بندگان اگرچه ظالمان وؤ خوهغوی هم په اختیاراوتصرف د اللّه تعالٰی کښی وؤ -
[۶] اشاره ده هغه واقعی ته چه سورة بقره کښی تیره شوی ده چه داؤد علیه السلام جالوت لره قتل کړو او اللّه تعالٰی بنی اسرائیلو لره فتحه ورکړه او ددوی نسل ئی زیات کړو په سبب دواپس کیدلو ددوی توحید او طاعت ته -