سُبْحَانَ الَّذِي ۶۴۸ بنی إسرائيل

إِنْ أَحْسَنْتُمْ أَحْسَنْتُمْ لِأَنْفُسِكُمْ وَإِنْ أَسَأْتُمْ فَلَهَا فَإِذَا جَاءَ وَعْدُ الْآخِرَةِ لِيَسُوءُوا وُجُوهَكُمْ وَلِيَدْخُلُوا الْمَسْجِدَ كَمَا دَخَلُوهُ أَوَّلَ مَرَّةٍ وَلِيُتَبِّرُوا مَا عَلَوْا تَتْبِيرًا ﴿۷﴾ عَسَى رَبُّكُمْ أَنْ يَرْحَمَكُمْ وَإِنْ عُدْتُمْ عُدْنَا وَجَعَلْنَا جَهَنَّمَ لِلْكَافِرِينَ حَصِيرًا ﴿۸﴾ إِنَّ هَذَا الْقُرْآنَ يَهْدِي لِلَّتِي هِيَ أَقْوَمُ وَيُبَشِّرُ الْمُؤْمِنِينَ الَّذِينَ يَعْمَلُونَ الصَّالِحَاتِ أَنَّ لَهُمْ أَجْرًا كَبِيرًا ﴿۹﴾ وَأَنَّ الَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِالْآخِرَةِ أَعْتَدْنَا لَهُمْ عَذَابًا أَلِيمًا ﴿۱۰﴾ وَيَدْعُ الْإِنْسَانُ بِالشَّرِّ دُعَاءَهُ بِالْخَيْرِ وَكَانَ الْإِنْسَانُ عَجُولًا ﴿۱۱﴾

(اوئیل مونږ) که تاسوپه توحید باندی کلک شوئ نوفائده مو، خپل ځان دپاره ده اوکه تاسوبدی کوئ پس خاص به وی ستاسوپه نفسونوپوری پس کله چه راغله نیټه د روستنی فساد (مقرر کړل مونږپه تاسوظالمان) چه وران ویجاړ کړی مخونه ستاسو اوچه داخل شی مسجدونوته لکه چه داخل شوی ؤو اول ځل اوچه تس نس کړی هغه څه چه وس ئی برشی پوره تس نس کول ﴿۷﴾
نزدی ده چه رب ستاسو رحم اوکړی په تاسوباندی اوکه تاسو اوگرځیدلی (فسادته) اوبه گرځؤو مونږ (ستاسوسزاته) او مقرر کړی دی مونږ جهنم د کافرانو دپاره جیلخانه ﴿۸﴾
یقیناً دا قرآن خودنه کوی دهغه لاری چه هغه نیغه ده او زیری ورکوی مؤمنانوته هغه کسان چه عملونه کوی برابر دسنت سره چه یقیناً دوی لره ثواب لوئی دی ﴿۹﴾
اویقیناً هغه خلق چه ایمان په آخرت نه لری تیار کړی دی مونږ دوی لره عذاب دردناک ﴿۱۰﴾
او غواړی انسان بدئ لره په شان دغوښتلو دخیر او دی انسان تلوار گندی ﴿۱۱﴾

[۷] د احسان نه مراد دادی که تاسوپه توحید باندی کلک پاتی شئ نودا ستاسوفائده ده (فَلَهَا) معنیٰ داده چه سزا ددی بدئ دی نفس لره خاص ده لام دپاره دتخصیص دی دپاره د نفع نه دی (فَإِذَا جَاءَ وَعْدُ الْآخِرَةِ) په دی کښی اشاره ده چه هرکله دوی د عیسیٰ علیه السلام ددین نه مخالف شول اوشرک ئی اوکړو نو قسطنطین بادشاه په دوی باندی مسلط شو (لِيَسُوءُوا وُجُوهَكُمْ) معنیٰ داده چه په تاسو باندی نورظالمان مقرر کړل نوعاقبت دا شو چه هغوی داسی ظلمونه اوکړل چه ستاسو مخونه ئی وران کړل یاد وُجُوه نه مراد سرداران او مشران دی چه هغوی ئی ذلیل کړل (وَلِيَدْخُلُوا) نه مراد داخلیدل دی مسجد ته دپاره دشرک کولو دپاره دخرابولو دهغی لفظ د (تَتْبِيرًا) کښی اشاره ده چه ددوی فساد د مخکنوپه نسبت باندی ډیر وؤ -
[۸] په دی آیت کښی په لفظ د یرحمکم کښی اشاره ده بعث د نبی ﷺ ته (وَإِنْ عُدْتُمْ عُدْنَا) په دی کښی اشاره ده چه هرکله دوی د آخری رسول نه مخالفت اوکړو نو نبی ﷺ بنی نضیر اوشړل او بنوقریظه ئی اکثر اووژل اوبیا د عمر رضی اللّه عنه په زمانه کښی ئی دی جزیرة العرب نه هم اوشړل -
[۱۰،۹] دا آیت تعلق لری دعوی دتوحید سره چه (سُبْحَانَ) ده، چه دا مسئله ددی کتاب ده نودا دلیل وحی دی - اوترغیب دی بنی اسرائیلو او عامو انسانانولره قرآن ته اود قرآن حکمت د نزول ئی ذکر کړی دی چه دا هدایت او بشارت او انذار دی (وَأَنَّ الَّذِينَ) نه مخکښی یَنذِریایخبر پټ مراد دی او دا داوړه حکمتونه تفصیلاً دسورة کهف په اول کښی ذکرکړی شوی دی (لَا يُؤْمِنُونَ بِالْآخِرَةِ) اشاره ده چه سبب د فساداتو او ظلمونو کولو انکار دی دآخرت نه -
[۱۱] په دی آیت کښی زجر دی په استعجال دعذاب سره یعنی دقرآن نه هدایت اخستل په کار دی لیکن دهغه په مقابله کښی دعاءِ شرشروع کړله لکه په سورة انفال (۳۲) کښی (دُعَاءَهُ بِالْخَيْرِ) لکه په سورة حم سجده (۴۹) کښی اوسورة روم (۳۳) کښی (وَكَانَ الْإِنْسَانُ عَجُولًا) یعنی فطری طور سره انسان په هرکار کښی تلوار کوی لکه سورة انیباء (۳۷) کښی دی یادا معنیٰ ده چه انسان دنیا فانی غوره کوی چه عاجله ده په آخرت باندی چه آجل دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>