سُبْحَانَ الَّذِي ۶۴۹ بنی إسرائيل

وَجَعَلْنَا اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ آيَتَيْنِ فَمَحَوْنَا آيَةَ اللَّيْلِ وَجَعَلْنَا آيَةَ النَّهَارِ مُبْصِرَةً لِتَبْتَغُوا فَضْلًا مِنْ رَبِّكُمْ وَلِتَعْلَمُوا عَدَدَ السِّنِينَ وَالْحِسَابَ وَكُلَّ شَيْءٍ فَصَّلْنَاهُ تَفْصِيلًا ﴿۱۲﴾ وَكُلَّ إِنْسَانٍ أَلْزَمْنَاهُ طَائِرَهُ فِي عُنُقِهِ وَنُخْرِجُ لَهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ كِتَابًا يَلْقَاهُ مَنْشُورًا ﴿۱۳﴾ اقْرَأْ كِتَابَكَ كَفَى بِنَفْسِكَ الْيَوْمَ عَلَيْكَ حَسِيبًا ﴿۱۴﴾

او گرځولی دی مونږ شپه او ورځ دوه دلیلونه د توحید پس کمه کړی ده مونږ نښه دشپی او گرځولی ده مونږ نښه د ورځ رنړاوالا دپاره ددی چه طلب کړئ‌ فضل درب دطرف نه او دی دپاره چه اوپیژنئ شمار دکلونو اوحساب لره او هر (ضروری) شی واضح کړی دی مونږپه پوره وضاحت سره ﴿۱۲﴾
اوهر انسان لره لازم کړی دی مونږ عمل دهغه په غاړه دهغه کښی اورا اوباسو به ده لره دقیامت په ورځ یو کتاب چه مخامخ به شی ورسره خوراور ﴿۱۳﴾
او لوله کتاب خپل پوره دی ستا نفس نن ورځ په تاباندی حساب کؤونکی ﴿۱۴﴾

[۱۲] دا دلیل عقلی متعلق دی ددعویٰ دتوحید سره او زجر دی چه انسان عجلت کوی لیکن په کار دی چه په دی آیتونو (لیل او نهار) کښی فکراوکړی (آيَتَيْنِ) یعنی شپه او ورځ د اللّه تعالٰی دقدرت او اود توحید دوه دلیلونه دی - او روستو ایة اللیل او ایة النهار کښی اضافت بیانیه دی - یا مراد ایتین نه شمس و قمردی تقدیر دآیت دادی (و جَعَلنااللّیل او النهار ایتین) یعنی پیدا کړی دی مونږ دشپی او د ورځی دپاره دوه علامتونه جدا جدا نوپه اوله توجیه باندی د محو نه مراد تیاره دشپی ده او بنا په دوهمه توجیه دمحو نه مراد تور داغ دی په سپوږمئ کښی (لِتَبْتَغُوا) دا متعلق دی دشپی او ورځ دواړو سره او متعلق دشپی پټ دی لکه په سورة قصص (۷۳) کښی دی - آیت کښی دلیل دی چه حساب کول په نمرسره جائز دی لیکن په هلال سره حساب کول فرض کفائی دی (وَالْحِسَابَ) ددی نه مراد حساب دورځو او د هفتو او دمیاشتو دی او (فَصَّلْنَاهُ تَفْصِيلًا) داسی دی لکة تبیاناً لِکُل شَیٍ مراد ترینه ضروریات ددین دی چه په قرآن کریم کښی ذکرشوی دی - یامراد دادی چه په خارج کښی څیزونه دفائدو اخستلو اللّه تعالٰی جدا جدا پیدا کړی دی -
[۱۳] په دی کښی تخویف اخروی دی او (طَائِرَهُ) طائر په معنیٰ دعمل سره دی که خیروی او که شروی که دشپی کوی یا دورځی نود مخکښی آیت سره ربط راغی - یعنی هرانسان مکلف سره هغه عمل دی چه کړی ئی وی نودده په غاړه دی یعنی ده لره په دهغی جزاسزا ضرور ورکولی کیدی شی - یاطائرپه معنیٰ د قسمة دی یعنی سعادت او شقاوت یعنی دتقدیرپه وجی سره هرانسان سره سعادت او شقاوت لازم دی او (فِي عُنُقِهِ) په عرف کښی ذکرکیږی دپاره دلزوم اود ذمه دارئ -
[۱۴] دا هم تخویف کښی داخل دی او مطلب دادی که امی وی او که لوستونکی وی لیکن خپل کتاب د اعمالو به خپله اولولی اوداسی په سورة القیامة (۱۴) کښی هم دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>