سُبْحَانَ الَّذِي ۶۵۰ بنی إسرائيل

مَنِ اهْتَدَى فَإِنَّمَا يَهْتَدِي لِنَفْسِهِ وَمَنْ ضَلَّ فَإِنَّمَا يَضِلُّ عَلَيْهَا وَلَا تَزِرُ وَازِرَةٌ وِزْرَ أُخْرَى وَمَا كُنَّا مُعَذِّبِينَ حَتَّى نَبْعَثَ رَسُولًا ﴿۱۵﴾ وَإِذَا أَرَدْنَا أَنْ نُهْلِكَ قَرْيَةً أَمَرْنَا مُتْرَفِيهَا فَفَسَقُوا فِيهَا فَحَقَّ عَلَيْهَا الْقَوْلُ فَدَمَّرْنَاهَا تَدْمِيرًا ﴿۱۶﴾

چاچه هدایت اوموندلو پس یقیناً هدایت ئي اوموندلو دپاره ځان خپل اوڅوک چه بی لاری شو پس یقیناً‌ بی لاری کیږی وبال په هغه باندی وی اونه شی پورته کولی پیټی والا پیټی د بل چا او مونږ نه یو عذاب ورکؤونکی تردی پوری چه اولیږو رسول ﴿۱۵﴾
اوکله چه اوغواړو مونږ چه هلاک کړو یو کلی نوحکم اوکړو عیش پرستو دهغی کلی ته (دتوحید) پس نافرمانی اوکړی په هغی کښی پس پوره شی په هغوی باندی فیصله دعذاب توتباه کړو مونږ هغی لره په لوئ تباهی سره ﴿۱۶﴾

[۱۵] په دی آیت کښی اثار دعملونو (هغه عملونه چه په عملنامه کښی لیکلی شوی دی) او نتیجه دحساب ذکرکوی چه هرکس دخپل عمل نتیجه دخیریا دشر به امومی، په بل چا باندی بوج نه شی راتلی (وَلَا تَزِرُ وَازِرَةٌ وِزْرَ أُخْرَى) دا رد دی په هغه چه باندی چه عمل کوی او وائی چه ماته فلانی وئیلی دی ازار گناه په هغه باندی وی (وَمَا كُنَّا مُعَذِّبِينَ) مرا ددی نه عذاب دنیوی دی چه هغه موقوف دی په رسول لیږلو باندی یعنی خبر رسولو باندی اگرچه په واسطه د نائب د رسول وی دارنگ په سورة هود (۱۱۷) کښی او انعام (۱۳۱) کښی ذکر دی - اودلیل دی په دی خبره باندی چه چاته دعوت دحق نه وی رسیدلی نوهغه مستحق دعذاب نه دی - اوهرچه عذاب اخروی دی نوبعضی اهل علمو وئیلی دی اودامام ابوحنیفه رحمة اللّٰه علیه نه هم روایت دی چه په باب دتوحید اود ایمان کښی صرف تنیبه ضروری ده اوتوحید حاصلیږی په عقل سره اوپه داعی سره، نوهرکله چه عقل په کښی وی اودعوت ورته نه وی رسیدلی نودایمان او دتوحید په باره کښی به ترینه تپوس کیدلی شی اواکثرو محدثینو وئیلی دی چه دا آیت او داسی نور آیاتونه عام هم شته دی چه مراد ئی دادی چه بی غیردرسیدلوددعوت نه عذاب اخروی هم نه ورکوی اودا قول غوره دی - اوپه دی باندی دبخاری دیو حدیث سره اعتراض کیدی شی چه په هغی کښی وئیلی دی چه داوردپاره به په آخرت کښی نورخلق پیدا کړی - نوهغوی ته خودعوت نه دی کړی شوی اواورته به داخلیږی ددی تفصیل این کثیر ذکر کړی دی یوداچه داپه راوی باندی قلب راغلی دی په اصل کښی داجمله په باره دجنت کښی ده - اود جهنم په باره کښی خو په صحیح روایت کښی راغلی دی چه اللّه تعالٰی به په هغی کښی خپل قدم کیدی نوهغه به ډک شی - اودارنگ ابن کثیر ددی آیت لاندی حکم د اهل فترة او د اطفال المشرکین په تفصیل سره ذکرکړی دی -
[۱۶] په دی آیت کښی تخویف دنیوی دی اودا تفصیل دتیرشوی آیت دی یعنی هرکله چه اللّه تعالٰی اراده د اهلاک دیو قوم اوکړی نودرسولانوپه واسطه سره دهغی مالدارانوته امردتوحید او دطاعت اوکړی لیکن هغوی مخالفت اوکړی نوعذاب پری راشی - نواشاره شوه چه هرڅه د اللّه تعالٰی په ارادی سره کیږی لیکن اللّه تعالٰی هغی له سبب هم جوړوی نود امرنا معنیٰ داشوه چه امرنا بهم بالتوحید والطاعة - یا (امرنا) معنیٰ ډیرول دی یعنی ډیرکړو مونږ مالدارانو لره یعنی دهغوی مالونه وغیره په طور داستدراج سره ډیرشی ځکه چه ژبه د عربوکښی کله امر په معنیٰ د کثُر سره راځی اودا دابن عباس او ابن مسعود رضی اللّه عنهم نه روایت دی - (فَدَمَّرْنَاهَا تَدْمِيرًا) تدمیرا اکثر په هغی کښی استعمالیږی چه هلاکت په یو قوم باندی په یوځای راشی او تتبیر عام دی که لږلږ عذاب وی اوکه په یوځای وی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>