سُبْحَانَ الَّذِي ۶۵۱ بنی إسرائيل
وَكَمْ أَهْلَكْنَا مِنَ الْقُرُونِ مِنْ بَعْدِ نُوحٍ وَكَفَى بِرَبِّكَ بِذُنُوبِ عِبَادِهِ خَبِيرًا بَصِيرًا ﴿۱۷﴾ مَنْ كَانَ يُرِيدُ الْعَاجِلَةَ عَجَّلْنَا لَهُ فِيهَا مَا نَشَاءُ لِمَنْ نُرِيدُ ثُمَّ جَعَلْنَا لَهُ جَهَنَّمَ يَصْلَاهَا مَذْمُومًا مَدْحُورًا ﴿۱۸﴾ وَمَنْ أَرَادَ الْآخِرَةَ وَسَعَى لَهَا سَعْيَهَا وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَأُولَئِكَ كَانَ سَعْيُهُمْ مَشْكُورًا ﴿۱۹﴾ كُلًّا نُمِدُّ هَؤُلَاءِ وَهَؤُلَاءِ مِنْ عَطَاءِ رَبِّكَ وَمَا كَانَ عَطَاءُ رَبِّكَ مَحْظُورًا ﴿۲۰﴾
او ډیر هلاک کړی دی مونږ پیړئ روستو دنوح علیه السلام نه اوپوره دی ستارب په گناهونو دبندگانوخپلوباندی خبردارلیدونکی ﴿۱۷﴾
څوک چه غواړی دنیا (په بدله دعمل خپل کښی) نوورکړو مونږده لره په دی دنیا کښی څومره چه اوغواړو دچا دپاره چه مونږ اوغواړو بیا مقرر کړی دی مونږ دده دپاره جهنم داخل به شی ورته بد وئیلی شوی رټلی شوی ﴿۱۸﴾
او څوک چه غواړی آخرت اوکوشش کوی هغی لره کوشش خپل اودی مؤمن وی پس دغه خلق ددوی کوشش قبول کړی شوی دی ﴿۱۹﴾
دهریو سره امداد کؤو مونږ ددی دنیاپرستو سره اوددی دیندارو سره داد بخشش درب ستانه دی اونه دی بخشش درب ستا بند کړی شوی ﴿۲۰﴾
[۱۷] په دی آیت کښی تخویف دنیوی دی په ذکرداقوامو مکذبوسره (مِنْ بَعْدِ نُوحٍ) لفظ ئی ددی وجی نه اوئیلو چه ذکر دقوم نوح ته په آیت (۳) کښی اشاره تیره شوی ده (مِنْ بَعْدِ نُوحٍ) کښی اشاره ده چه د آدم علیه السلام نه تر نوح علیه السلام پوری خلق په توحید باندی وؤ ددی وجی نه په هغوی باندی عذاب نه دی راغلی - (خَبِيرًا) هغه ذات چه عالم وی دڅیزونو په باطن اورازونوباندی -
[۱۸] په دی آیت کښی تخویف اخروی دی هغه چالره چه دین ذریعه گرځوی دپاره ددنیا او قصد نه کوی په هغی سره رضا د اللّه تعالٰی او (مَا نَشَاءُ) دلیل دی چه ددغه انسان ټولی تمناگانی نه حاصلیږی (لِمَنْ نُرِيدُ) په دی کښی اشاره ده چه هرطلبگار ددنیا ته هم دنیا نه حاصلیږی هرڅه د اللّه تعالٰی په مشیت او ارادی باندی موقوف دی او دارنگ دسورة شوریٰ په (۲۰) کښی دی لیکن هغه مطلق مقید دی په سبب ددی آیت سره -
[۱۹] په دی آیت کښی بشارت دی، او (سَعْيَهَا) ددی نه مراد هغه عمل دی چه دسنت سره موافق وی دارنگ ابن کثیرذکر کړی دی دا آیت دلیل دی په دی خبره چه دعمل دقبولیت دپاره دوه شرطونه دی یوایمان اودوهم عمل موافق دسنت (مَشْكُورًا) قبلول دعمل دی په داسی طریقه چه دهغی برکات په دنیا کښی هم ښکاریږی اوپه آخرت کښی هم -
[۲۰] دا آیت دمخکښی دواړو آیتونو سره متعلق دی اوپه دی کښی اشاره ده دی خبری ته چه اللّه تعالٰی دمشرکانوحاجتونه هم پوره کوی اود مؤمنانو هم پوره کوی (عَطَاءِ رَبِّكَ) مراد ددی نه عطا ده په دنیا کښی اودا مصداق درحمانیت دی اوپه دی کښی رد دی په مشرکانوباندی چه دشرک کولو سره دهغوی حاجتونه پوره کیږی اوهغوی دا په خپل حجت کښی پیش کوی -