سُبْحَانَ الَّذِي ۶۵۲ بنی إسرائيل
انْظُرْ كَيْفَ فَضَّلْنَا بَعْضَهُمْ عَلَى بَعْضٍ وَلَلْآخِرَةُ أَكْبَرُ دَرَجَاتٍ وَأَكْبَرُ تَفْضِيلًا ﴿۲۱﴾ لَا تَجْعَلْ مَعَ اللَّهِ إِلَهًا آخَرَ فَتَقْعُدَ مَذْمُومًا مَخْذُولًا ﴿۲۲﴾ وَقَضَى رَبُّكَ أَلَّا تَعْبُدُوا إِلَّا إِيَّاهُ وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا إِمَّا يَبْلُغَنَّ عِنْدَكَ الْكِبَرَ أَحَدُهُمَا أَوْ كِلَاهُمَا فَلَا تَقُلْ لَهُمَا أُفٍّ وَلَا تَنْهَرْهُمَا وَقُلْ لَهُمَا قَوْلًا كَرِيمًا ﴿۲۳﴾ وَاخْفِضْ لَهُمَا جَنَاحَ الذُّلِّ مِنَ الرَّحْمَةِ وَقُلْ رَبِّ ارْحَمْهُمَا كَمَا رَبَّيَانِي صَغِيرًا ﴿۲۴﴾
اوگوره چه څرنگ غوره والی ورکړی دی مونږ بعضو دوی لره په بعضو باندی او خامخا آخرت ډیر لویو درجو والا دی او ډیر لوی فضیلت والا دی ﴿۲۱﴾
مه جوړوه اللّه تعالٰی سره حق دار د بندگئ بل پس ناست به پاتی شی بدوئیلی شوی شرمیدلی ﴿۲۲﴾
او فیصله کړی ده ستارب چه بندگی سیوا د اللّه تعالٰی نه دبل چا مه کوئ اود مورپلار سره ښیگړه کوئ که اورسی ستا په ژوند کښی بوډاوالی ته یو ددی دواړونه یادواړه پس مه وایه دوی ته اف قدری او زورنه مه کوه دوی ته اووایه دوی ته وینا ادب ناکه ﴿۲۳﴾
اوکوز کړه دوی ته وزر دعاجزئ دشفقت دوجی نه اووایه ای ربه ځما رحم اوکړی په دوی باندی لکه چه دوی ځما پالنه کړی ده په وړوکوالی کښی ﴿۲۴﴾
[۲۱] په دی آیت کښی ذکردی ددی خبری چه عطاء د اللّه تعالٰی په دنیا کښی په طریقه دمساوات سره نه ده بلکه په طریقه د فرق سره ده (وَلَلْآخِرَةُ أَكْبَرُ دَرَجَاتٍ) په دی کښی اشاره ده چه ددنیا ترقی طلب کول نه دی په کار بلکه طلب د آخرت په کار دی - او أَكْبَرُ اسم تفضیل کښی اشاره ده چه په دنیاکښی هم تفاوت شته لیکن تفاوت دآخرت ډیرزیات دی -
[۲۲] ددی آیت نه شروع کیږی ذکر دهغه دریو څیزونو چه په هغی سره عذاب دفع کیږی اودا امور سبب دحصول ددرجاتو دآخرت دی چه اول په هغی کښی دشرک نه بچ کیدل دی اوپه دی کښی منع ده دشرک فی الالوهیت نه (مَذْمُومًا) هغه چاته وئیلی کیږی چه دهغه بدئ او عیبونه وئیلی کیدی شی او (مَخْذُولًا) هغه چاته وائی چه دضرورت په وخت کښی دهغه دوست او مددگار نه وی نومشرک به په ورځ دقیامت په داسی حال کښی شی چه نه به ئی اللّه تعالٰی مدد کوی اونه ددوی معبودان او (فَتَقْعُدَ) دلالت کوی چه دا حال به د دده همیشه وی ځکه چه قعود دلالت کوی په مضبوطوالی اودارنگ اشاره ده چه مذموم او مخذول سړی د اوریدلو طاقت نه لری -
[۲۳] په دی آیت کښی اولاً رد دی په شرک فی العبادت اودا علت دی دتیرشوی آیت سره (وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا) ددی ځای نه دوهم امردی دپاره ددفع دعذاب چه هغه احسان کول دی د مخلوق د اللّه تعالٰی سره اوپه دی آیت کښی دری آداب دی اواحسان کول د والدینوئی دتوحیدد اللّه تعالٰی سره متصل ذکرکړی دی دلته اوپه سورة بقره (۸۳) او سورة نساء (۳۶) کښی هغی یوه وجه داده چه معلومه شی چه د اللّه تعالٰی په بندگئ کښی موراو پلار به هم نه شریکوئ بلکه هغوی سره به صرف احسان کوئ - دوهمه وجه داده چه حق دموراوپلار دا نه دی چه په شرک اوپه گناه کښی دهغوی اطاعت اوکړی شی بلکه دهغوی حق احسان کول دی اوداحسان دری طریقی دی اول داچه دهغوئ خیربه لټوئ په دعوة الی الحق سره په شان د ابراهیم علیه السلام اودوهمه طریقه داده چه دهغوی خدمت به کوئ اودریمه طریقه مال خرچ کول دی په هغوی باندی (وَلَا تَنْهَرْهُمَا) این کثیروئیلی دی چه مراد ددی نه لاس پورته کول دی په هغوی باندی اوصدور د فعل قبیح (فَلَا تَقُلْ لَهُمَا أُفٍّ) اُف دا آواز دی چه صادریږی دخولی نه په وخت دبدگنړلو دیوڅیزکښی نومراد د اُف نه هریو ردی کلام دی چه هغه سبب دخفگان دمور او پلاروی -
[۲۴] (وَاخْفِضْ لَهُمَا جَنَاحَ الذُّلِّ) په دی آیت کښی دوه آداب دی اودا کنایه ده دشفقت او درحمت نه دهغوی سره لکه سورة حجر آیت (۲۸) کښی ذکرشوی دی اودلته ئی لفظ الذُّل ذکرکړی دی ځکه دلته معنیٰ دطاعت او دخدمت مراد ده او (مِنَ الرَّحْمَةِ) کښی اشاره ده چه داطاعت او خدمت دوجی درحم دزړه نه به وی نه دریا او نه دعادت نه (وَقُلْ رَبِّ ارْحَمْهُمَا) په دی کښی اشاره ده دی خبری ته چه اولاد حق دموراوپلارنه شی پوره کولی نودا دعا دهغی قائم مقام ده -