سُبْحَانَ الَّذِي ۶۵۳ بنی إسرائيل

رَبُّكُمْ أَعْلَمُ بِمَا فِي نُفُوسِكُمْ إِنْ تَكُونُوا صَالِحِينَ فَإِنَّهُ كَانَ لِلْأَوَّابِينَ غَفُورًا ﴿۲۵﴾ وَآتِ ذَا الْقُرْبَى حَقَّهُ وَالْمِسْكِينَ وَابْنَ السَّبِيلِ وَلَا تُبَذِّرْ تَبْذِيرًا ﴿۲۶﴾ إِنَّ الْمُبَذِّرِينَ كَانُوا إِخْوَانَ الشَّيَاطِينِ وَكَانَ الشَّيْطَانُ لِرَبِّهِ كَفُورًا ﴿۲۷﴾

رب ستاسو ښه پوهه دی په هغه څه چه ستاسو په زړونوکښی دی که تاسوپه زړه کښی اخلاص مند یئ نویقیناً اللّه تعالٰی دی توبه کؤونکوته بخنه کؤونکی ﴿۲۵﴾
اوورکوه خپلوانوته حق دهغوی اومسکین ته او مسافرته او مال مه خرچ کوه په بی ځایه خرچ کولو سره ﴿۲۶﴾
یقیناً بی ځایه خرچ کؤونکی دی رونړه دشیطانانو اودی شیطان دخپل رب نه ډیرناشکره ﴿۲۷﴾

[۲۵] په دی کښی اشاره ده صحیح کولو دنیت ته په احسان د موراوپلارکښی (صَالِحِينَ) نه مراد اخلاص کوونکی دنیت دی په احسان دوالدینوکښی (فَإِنَّهُ كَانَ لِلْأَوَّابِينَ غَفُورًا) په دی کښی اشاره دی خبری ته چه دا دواړه صفتونه چه صالحین او اوابین دی ددوی یوبل سره ملازمه ده - أَوَّاب هغه چاته وائی چه دگناه نه توبه اوباسی اوبیا کله چه گناه یادوی نواستغفاروائي -
فائده: حدیث صحیح کښی راغلی دی چه صلٰوة الاوابین په هغه وخت کښی دی چه ځمکه په نمرباندی داسی گرمه شی چه داوښانودبچو خپی سوزوی اوهغه وخت د ضحیٰ دی - اودا خبره مشهوره ده په عاموخلقو کښی چه صلٰوة الاوابین دماښام په وخت کښی نفل کول دی نودا خبره غلطه ده -
[۲۶] روستو دحق دوالدینونه نوردری حق داران په دی آیت کښی ذکردی او (تَبْذِيرًا) دی ته وائی چه مال په ناحقه طریقی سره خرچ کړی اگرچه یو روپئ‌ وی لکه په نذر دغیراللّه تعالٰی کښی خرچ کول اوپه بدعاتواورسمونوکښی خرچ کول -
[۲۷] مبذر ځکه ورور دشیطان دی چه شیطان باطل ته حق رابلی نو مبذر دمال په ذریعه دشیطان امداد کوی - دارنگ شیطان درب ناشکره دی نوداسی مبذرهم ناشکره دی نودواړه دیوبل سره مشابه شول -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>