سُبْحَانَ الَّذِي ۶۵۴ بنی إسرائيل
وَإِمَّا تُعْرِضَنَّ عَنْهُمُ ابْتِغَاءَ رَحْمَةٍ مِنْ رَبِّكَ تَرْجُوهَا فَقُلْ لَهُمْ قَوْلًا مَيْسُورًا ﴿۲۸﴾ وَلَا تَجْعَلْ يَدَكَ مَغْلُولَةً إِلَى عُنُقِكَ وَلَا تَبْسُطْهَا كُلَّ الْبَسْطِ فَتَقْعُدَ مَلُومًا مَحْسُورًا ﴿۲۹﴾ إِنَّ رَبَّكَ يَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَنْ يَشَاءُ وَيَقْدِرُ إِنَّهُ كَانَ بِعِبَادِهِ خَبِيرًا بَصِيرًا ﴿۳۰﴾ وَلَا تَقْتُلُوا أَوْلَادَكُمْ خَشْيَةَ إِمْلَاقٍ نَحْنُ نَرْزُقُهُمْ وَإِيَّاكُمْ إِنَّ قَتْلَهُمْ كَانَ خِطْئًا كَبِيرًا ﴿۳۱﴾ وَلَا تَقْرَبُوا الزِّنَا إِنَّهُ كَانَ فَاحِشَةً وَسَاءَ سَبِيلًا ﴿۳۲﴾
اوکه ته مخ گرځوی ددوی نه دپاره دطلب کولو درحمت درب ستا چه امید ئی لری نووایه دوی ته وینا نرمه ﴿۲۸﴾
اومه گرځوه لاس خپل تړلی شوی دغاړی سره اومه پرانیزه لاس خپل په پوره پرانستلو سره نوناست به پاتی شی ملامته ستومانه ﴿۲۹﴾
یقیناً ستا رب فراخوی رزق چالره چه اوغواړی اوتنگوی - یقیناً دی په خپلوبندگانوباندی خبردار لیدونکی ﴿۳۰﴾
اومه وژنئ بچی خپل دوجی دویری دلوږی نه مونږ روزی ورکؤو دوی لره اوتاسو لره یقیناً ددوی وژل گناه لوی دی ﴿۳۱﴾
اومه نزدی کیږئ زناته یقیناً دی زنا کار دبی حیایئ اوبده لار ده ﴿۳۲﴾
[۲۸] په دی آیت کښی ذکر دیو ادب قولی دی په وخت دعدم قدرت کښی دحق اداکولو اوپه دی ادب کښی دی ته اشاره ده چه په وخت داعراض کولو کښی دهغوی سپکول اوبی عزتی کول منع دی (قَوْلًا مَيْسُورًا) مراد ددی نه نرمه او خوږه خبره ده، دوهمه معنیٰ داده چه دوی له دعا اوغواړه چه په دوی باندی سختی آسانه شی -
[۲۹] په دی آیت کښی بیان دادب دی چه هغه میانه روی کول دی په خرچ کولو اوپه صدقو کښی اوپه اوله جمله کښی ئی تشبیه دبخیل ورکړی ده دهغه چاسره چه لاس ئی دڅټ سره تړلی شوی وی نودهغه لاس بندوی دتصرف کولونه په مال کښی نودغه حال دبخیل دی چه خپل مال ته ئی لاس نه ور رسیږی اودوهمه جمله کښی مطلب دادی چه مال بی ځایه مه خرچ کوه اگرچه مباح وی (فَتَقْعُدَ) دی کښی اشاره ده چه د ډیری ملامتیا او ښپیمانتیا دوجی نه به داسی شی چه دځآی نه به نه شی پاڅیدی (مَلُومًا) داولی جملی سره تعلق لری او (مَحْسُورًا) ددوهمی جملی سره تعلق لری -
[۳۰] دی آیت کښی ترغیب دی انفاق ته چه په انفاق کولوسره رزق نه تنگیږی، نوپه دی آیت کښی دتیرشوو ادابو عِلَّت بیانوی، هغه دادی چه اللّه تعالٰی ښه پوهه دی په مصالحودبندگانوخپلو چه چاله فراخی درزق ورکوی اوچاله تنگسیا ورکوی - ددی وجی نه تیرشوی آداب ئی تاسوته اوخودل چه هغه اداب په مینځ دفراخ رزق والا اودتنگ رزق والا کښی دی -
[۳۱] ددی آیت نه تر (۳۹) پوری دریم څیزذکر کوی دپاره ددفع دعذاب چه هغه د ظلمونونه ځان بچ کول دی اودلته دهغی نه اووه منهیات اودری مامورات ذکر شوی دی - په دی آیت کښی اوله نهی ده دقتل داولاد نه - ددی آیت تشریح په تفسیر دسورة انعام کښی آیت (۱۵) کښی تیره شوی ده (خِطْئًا) دا دلیل دی چه کله د خطا اطلاق په گناه کبیره هم کیږی -
[۳۲] په دی دوهمه نهی ذکرشوی ده دظلم نه چه هغه زناده اولفظ د (لَا تَقْرَبُوا) دلالت کوی په دی باندی چه دزنا اسباب او دواعی (بلنه ورکول) هم حرام دی (وَسَاءَ سَبِيلًا) کښی اشاره ده چه دزنا کولونه په انسان کښی قبیح عادات پیدا کیږی -